امر بالمعروف کې نرمي
ابو هریره رضي الله عنه وايي : عرب کوچي جومات کې بولې وکړې ، خلک دستي هغه ته ورولاړ شول چې بد رد ورته ووايي ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : مه یې منعه کوئ ( پریږدئ یې چې بولې وکړي) او د ده پر بولو د اوبو یوه سلواغه تشه کړئ ، یا د اوبو بوکې ، تاسو اساني کوونکي رالیږل شوي یئ ، سختي کوونکي نه یئ رالیږل شوي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: بال أعرابي في المسجد، فقام الناس إليه ليقعوا فيه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : دعوه، وأريقوا على بوله سَجْلاً من ماء، أو ذَنوباً من ماءِ، فإنما بعثتم ميسرين ولم تبعثوا معسرين. رواه البخاري.
اعرابي چې جمعه یې اعراب راځي سهرا مېشتو عربو ته وايي ، هغوی کې ناپوهي زیاته وي او په ډېرو انساني نزاکتونو نه پوهیږي. یوه بل روایت کې راغلي دي چې جومات کې یوه لور ته ولاړ ، یعني چرته چې خلک ناست وو هغوی نه لیږ ګوښه شو ، نبوي جومات کې د رسول الله ﷺ او نورو خلکو په شتون کې بولې کول لویه بې ادبي ده، نو ځکه خلک ورولاړ شول چې سپک یې کړي او سختې خبرې ورته وکړي. (فقام الناس إليه ليقعوا فيه)
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی منعه کړل او ورته ویې فرمایل چې څه مه ورته وايئ ، خوشی یې کړئ، چې بولې پوره وکړي. (دعوه)، بل روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : د بولو منځ کې یې مه منعه کوئ بولې دې پوره وکړي، (لا تُزْرِموه) ځکه بولې منځ کې بندول سخت هم دي او تاواني هم دي. یعني د بولو کولو تاواني کار خو هسې هم وشو اوس بل تاوان مه جوړوئ چې هغه کوچي ته تاوان رسیدل دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه پوه کړل چې اوس د هغه ښکنځل او سپکول بې ګټي کار دی ، اوس د ګټي کار دا دی چې بولې پاکې کړئ او په هغو د اوبو ډکې سلواغې تشې کړئ، (وأريقوا على بوله سَجلاً من ماء، أو ذَنوباً من ماء)، ذنب او سجل په یوه معنی دي ( سلواغه) دلته د راوي شک دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سجل وویلې یا یې ذنوب وویلې.
دلته یوه ستونزه رامنځته شوه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکي او د هغه په جومات کې لویه بې ادبي وشوه ، کله چې دا بې ادبي وشوه نو د کوچي وهل او ډبول یې حل نه و ، هغه دا کار له ناپوهي کړی و او د ناپوهه علاج ډبول نه، دي بلکي پوهول دي . او د پوهولو طریقه یې دا وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره کړه. په دې توګه دا ستونزه پرته له کوم جنجال او شخړي په اساني سره حل شوه او اساني د دې دین مهمه لارښوونه ده ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: (فإنما بعثتم ميسرين، ولم تبعثوا معسرين).
د دې حدیث په څېر د اوس وخت یوه کیسه راخلم، سعودي کې یوه خطیب کیسه کوله ویل یې د جمعې په ورځ مې له خطبې وروسته خلکو ته لمونځ ورکوه ، په لمانځه ولاړ وم چې په جامو مې اوبه راتویه شوې، ډېر په فکر کې شوم چې دا د څه شي اوبه دي ، له لمانځه وروسته مو جومات کې پلټنه وکړه او معلومه شوه چې بره دویم چت کې د مېرمنو د جومات کوچنۍ کړکۍ له چولو نه یوه ماشوم خپل ذکر راایستلی و او لاندې یې بولې راپرې ایښې وې ! خطیب صاحب وايي : په دې سره غوسه شوم، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اعرابي دا حدیث رایاد شو، نو مې د ماشوم د بولو په اړه مسئله خلکو سره وڅېړله چې جامې پلیتوي که یه او په ارامي سره مو خبره ختمه کړه.
د نرمي په اړه د سلفو چلند
ابو عبد الله الصوفي رحمه الله وایي: بصره کې سفیان الثوري رحمه الله ته ورغلم، ورته ومې ویل: یا ابو عبد الله! زه د امر بالمعروف کسانو سره کار کوم، کله چې خبیثو خلکو ته ورځو په دیوالونو پوري نښتي ورځو، هغه راته وویل: ولې هغوی دروازې نه لري؟! مال ولې نه، خو موږ هغوی ته ځکه پټ ورځو چې بیا تښتي، سفیان الثوري زما د دې کار سخت مخالفت وکړ او دا کار یې سخت وغنده.
ابو عبد الله الصوفي وایي: هلته یوه سړي زما په اړه وویل چې دا چا دننه راپریښود؟! ما ورته وویل: زه ډاکټر ته راغلی یم چې خپلې ناروغۍ ورته وښیم، زما په دې خبره سفیان ولړزیدی، ول موږ پخپله مریضان یو، خلک مو ډاکټران بولي! وروسته سفیان الثوري د امر بالمعروف په اړه څو خبرې راته وکړې.
هغه وویل: څوک چې خلک ښو ته رابولي او له بدو یې منعه کوي د هغوی لپاره دا دری صفتونه لرل لازمي دي: ښو ته رابلنه او له بدو منعه کولو کې به له زیاتي نرمي نه کار اخلي. دا کار به په عادلانه توګه کوي او دریم دا چې په کوم کار امر کوي او له کومه منعه کوي په هغه برخه کې به پوره علم لري. کتاب: الأمر بالمعروف والنهي عن المنکر، للامام ابي بکر الخلال ص: ۲۴
داراز د امام احمد بن حنبل رحمه الله یوه شاګرد هغه ته وویل: که چا ته په ښو امر وکړم او هغه یې ونه مني، څه ورسره وکړم؟ امام رحمه الله ورته وویل: پریږده یې، که نور څه ورسره وایې/کوې نو د امر بالمعروف خبره دې ختمه کړه او د ځان دفاع به کوې. [الآداب الشرعية : ١ /٢٥٧]. مطلب ستا دنده یواځې په ښو امر کول او له بدو منعه کول دي، منل او نه منل د هغه کار دی او که له امر او نهي پرته نور څه کوې هغه له ځانه دفاع کوې چې باید ویې نه کړې.
ابن تیمیه رحمه الله وايي : د (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) لاره د نرمي لاره ده ، ځکه خو ویل کیږي چې په ښو امر او له بدو منعه پخپله منکر او بد کار مه ګرځوه. (الامر بالمعروف والنهي عن المنكر لابن تيميه ص : 17)، هغه داسې که په دې کار کې له سختي او غوسې کار واخیستل شي پخپله دا لوی د خیر کار منکر او ناروا ګرځي.
