No-IMG

مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو!

مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو!
(د مظلوم استاذ محمد البـ.لتاجي لیک)

مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو! 
زه محمد البلتاجي یم؛ د الازهر پوهنتون د طب پوهنځۍ پروفېسر او د پارلمان مخکنی غړی؛ زه له ۲۰۱۳ع کال څخه د خپلي سیاسي نظريې له وجهي نظر بنده یم او د خپلو ۵۷-ملگرو سره پرلپسې درې کاله د بـ.در-۳ زنـ.دان په ۲-سکتور کي ساتل سوی یم؛ موږ په غیرِ انساني او خورا سختو شرایطو کي ژوند کوو. ۸-اتــه کاله کیږي چي موږ د مصر په زندانـ.ونو کي لمر یا د اسمان رنگونه نه دي لیدلي.

دا اته کاله؛ یعني هره ورځ ئې پوره ۲۴-ساعتونه په تړلو اطاقونو کي تېر سوي؛ یوازي په ډېرو سختو شرایطو کي روغتون ته تللو ته پرېښودل سوي؛ دا هم فقط هغه وخت چي کله موږ ته (د ډاکټر لخوا ضروري سپارښتنه) اجازه راکول سوې وي. اته کاله موږ له نړۍ څخه بــېل سوي یو؛ نه ورځپاڼي، نه راډیو او نه ټلویزیون.

له اتو کلونو راهیسي موږ خپلي مېندې، مېرمنې یا ماشومان نه دي لیدلي. هیڅ یوه ته اجازه نه ده ورکړل سوې چي زموږ سره لیدنه وکړي. موږ ته حتٰی اجازه نه ده راکول سوې چي له هغوی سره په هیڅه توگه اړیکه ونیسو؛ نه د ټلیفون او حتٰی نه هم د لیکلو پیغامونو له لاري. زموږ څخه مو ځیني د خپلو مېندو یا نورو خپلوانو د مـ.ړیني په اړه کلونه یا تر هغه هم ډېره موده وروسته خبرېږي.

زه د اعتـ.صاب کوونکو په لیست کي شامل سوی یم. زه د جولای له لومړۍ نېـټې راهیسي په غزه کي د لوږي او تحریمونو له امله د نه خوړلو اعتصاب کوم او زه به تر مـ.رگ پوري خپل د لوږي اعتصاب ته دوام ورکړم؛ البته یا هم تر هغه چي تر څو دا غیرِ انساني شرایط بدل نسي. موږ هغه څه زغملي چي هیڅ سالم انسان ئې له ۱۲-دولسو کلونو څخه زیات نسي زغملی او نور ئې نو زغمل ممکن هم نه دي.

زموږ سره چي کوم ناوړه وضعیت کېږي هغه د نړۍ په هیڅ زندان کي نسته؛ حتٰی د اشـ.غالگر اسـ/رائیـ.ل په دولت کي هم نه. مرگ تر هغه ډېر اسانه دئ چي موږ ئې زغمو!

زه خپل ږغ تکراروم... له ۲۰۱۳ع کال راهیسي چي موږ د کوم وضعیت سره مخ سوي یو؛ دا ټولي هغه سیسټـماتیکي شکنجې دي چي موږ ته مو د همغه وخت د دندو په سزا کي را کول کېږي؛ دا له غچ او انتقام اخیستلو پرته بل څه نه دي؛ یعني د جنوري د ۲۵-مي د انقلاب (عربو سپرلی) رهبري کولو کي زموږ د گډون او بیا د وروستي انقلاب یعني نوي ډیموکراتیکي تجربې او کودتا ردولو په مقابل کي چي منجسم سوي وو.

هغه کسان چي زما سره دي هغوی وزیران، واليان، د پارلمان پخواني غړي، د پوهنتون استاذان، د سیاسي، انقلابي او مشهورو گوندونو مشران دي. موږ ټول له ۱۲-کلونو راهیسي ورته کړاؤنه زغمو.

اې د نړۍ آزادو خلکو! د دې بې عدالتۍ، ظلم او استبداد د بندولو لپاره خپل ږغ پورته کړئ.
محمد البلتاجي
د مصر صیدنایا وتړئ!

#أغلقوا_صيدنايا_مصر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک