No-IMG

محمّد البلتاجي د نه خوړلو اعتصاب روغتون ته وړل سوی

د اسلامي نړۍ په ځانگړې توگه د خلیج ستونزي دومره ډېری دي چي پر هري یوې ئې بحث کول ډېر وخت غواړي؛ د مقدسي زمکي وضعیت او په مصر او تونس کي د اسلامي تحریکونو او د هغوی د مشرانو ځورونکي حالات؛ همداسي پر سوریې ناروا بریدونه او په اصطلاح د نویو "اسلامي نظامونو" ضعیف دفاعي وضعیت؛ پر کوم یوه باید بحث وسي؟!

نن بیا اوازه ده چي د مصر د اخوان المسلمین یو تن مشر "محمّد البلتاجي" د نه خوړلو اعتصاب په پایله کي د روغتیایي وضعیت د خرابېدلو په سبب روغتون ته وړل سوی؛ پر نوموړي د مصري معاصر فرعون لخوا د دروغجنو دوسیو پر مټ د ۱۲-کلونو زندان حکم صادر سوی دئ. مصر او تونس په وروستیو کي د اخواني نړئوال تنظیم پر ضد سازشي سیاستونو ته مخه کړې ده او د دې جمهوري گوند ډېری مشران ئې یا په مرموز ډول وژلي، زنداني کړي او یا ئې همدې ته ورته نورو رزالتونو ته ادامه ورکړې ده.

په دې لړ کي اروپا او ټول غرب چي د جمهوریت د ساتني کومي دعوې درلودې؛ رسویٰ او شرمنده سوې؛ دوی په ډېره بې شرمۍ د دیکتاتورانو ملاتړ کړی او د هغوی نظامونو ته ئې جواز ورکړی؛ بلکي د اسلامي نړۍ د جمهوري دولتونو د سقوط کولو ناروا او ظالمانه تگلاره ئې سپورټ کړې ده. اسلامي نړۍ د غفلت او غلامۍ کندو ته لوېدلې او یو څو عیاشي کورنۍ یا ډلگۍ پرې واکمني دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک