مطالب مهم

۱۰۳ کاله وړاندي په همدې ورځ يوه نیمګړې او د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده

نن د زمري د مياشتې ۲۸مه نيټه ده يو سل او درې کاله وړاندي په همدې ورځ يوه ناقصه، نیمګړې او سر تر پایه د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده. امان الله خان له انګريز سره د افغانستان د سیاسي استقلال د يوې کاذبې وعدې( چې انګريز ډير ژر بیرته ترې نټه وکړه) په مقابل کې له نيم افغانستان څخه تير شو او رسما يې د یعقوب خان د ګندمک او عبدالرحمن خان د ډيورنډ پر تپل شويو معاهداتو د تاييد مهر و لګاوه، افغانستان يې په منځ غوڅ کړ او بس له هماغې ورځې وروسته بیا موږ ښه ورځ نه ده ليدلې او ليدل يې هم محال بريښي. يوسل او درې کاله وړاندي په همدې ورځ يوه ناقصه، نیمګړې او سر تر پایه د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده. امان الله خان له انګريز سره د افغانستان د سیاسي استقلال د يوې کاذبې وعدې(...
نور ولوله

د اسد ۲۸مې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۱۰۳مې کلیزې په ویاړ!

د خپلواکۍ او ازادۍ په مفهوم، معنی او ارزښت هغه څوک ښه پوهیږي او ځانګړي درناوی ورته لري چي په د آزادۍ غوښتنې مفکوره ولري، تل له خپلې خاورې د دفاع په موخه د اشغالګرو پر وړاندې ودریدلی وي، په میړانه یې له خپلې خاورې او خپل ناموس ننګه کړې وي، له اشغالګرانو کرکه او نفرت لري، د اشغالګرانو په څنګ کي نه وي دریدلی او د خپل خواږه عمر وخت یې د اشغالګرانو په خوش خدمتۍ کي نه وي تېر کړی. هغه چي د اشغالګرانو په لمن کي را پیدا شوی، را لوی شوی، د هغو له خوا روزل شوی، د هغو په مفکوره او انګیزه روزل شوی او ټول عمر یې د پردیو په خدمت کي تېر شوی هغه نه ملي ارزښتونه پېژني او نه هم اسلامي ارزښتونه. له انګریزانو څخه د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې په ترڅ کي د ازادۍ ترلاسه کولو ویاړ د...
نور ولوله

د عقلونو پانګونه

عمران لمر     عراقي الاصله ځمکپوه ډاکټر فاروق قاسم چې اوس د ناروى تابعيت لري "د عقلونو پانګونه" تر عنوان لاندې په يوه مقاله کې ليکي: له ما سره د هغه هېواد د شتمنيو په اړه خبرې مه کوئ چې خلک يې په نژاد پالنه، ناپوهۍ او جګړو کې ډوب دي. نايجيريا د نړۍ له شتمنو هېوادونو دى او تر ټولو ډېر معدنونه لري؛ دا هېواد د نړۍ له لويو نفت صادروونکو هېوادونو څخه دى؛ مګر وضعيت يې وګورئ! ولې داسې دى؟ ځکه چې خلک يې په نژادي کرکو کې ډوب دي او دا هېواد له اوږدې مودې راهيسې د بېلابېلو ډلو د نښتو او جګړو ميدان دى. بل لور ته د سنګاپور هېو...
نور ولوله

اسلام ته سلام؛ مګر دا جهاد مو نه منم چې مُلا دې مُلا وژني!

جهاد په افغانستان کې د جهاد په مانا او عمل کې تر زیاتو هېوادو په معاصر تاریخ کې خپلې کارنامې پرېښودې او د جهاد زیاته برخه قربانیان پکې هغه سپېڅلي شهیدان دي چې د بدر او احد د شهیدانو د کاروان وروسته به سپېڅلي منزل ته جنت النعیم او د رب رضوان ته رسېږي. د جهاد تر څنګ په همدې افغانستان کې د فساد بلا پړاوونه راغلل او تېر شول او زموږ د خلکو د خولې مزه یې پیکه کړه او زموږ د عزیز جهاد نوم او عنوان پکې دغو بدرنګو پړاوونو تـت کړ. د امریکا او ناټو په وتلو چې کابل او ارګ پکې د هېواد د اعلیٰ مجاهد او اعلیٰ عالم په ولکه کې شو موږ او ملت ټولو خوشحالي وکړه چې دا فتحه به د کړي جهاد یوه وروستۍ دمه شي او عالم مجاهد به پکې د تېرو شوو جهادونو غلطۍ تلافي کړي او د دغسې اسلامي ...
نور ولوله

اسلامپالو ښځو ته دي د خدمت کولو فرصتونه برابر کړي

د ښځو په تړاؤ د اوسني نظام غیر قانوني*، نا سم او نا څرگند موقف ممکن د دې باعث سي چي یو ځل بیا د افغانو مېرمنو مشرتوب او برخلیک داسي محدودو ښځو ته په لاس ورسي چي هیڅ د دوی د حقوقو د ساتلو وړتیا ونلري؛ بلکي برعکس د هغوی د حقوقو پر خلاف پردیو روزلي او حمایه کړي وي؛ دا به همهغه ښځي وي چي غرب راته روزلې او خونکاري کړي وې؛ اسلامي امارت دي ښځو ته د اسلام په چوکاټ کي د هغوی مسلّم حقوق ورکړي؛ اسلامپــالو ښځو ته دي د خدمت کولو فرصتونه برابر کړي؛ په دې کار سره به دوی دوو موخو ته ورسیږي... یو به ئې په ټولنه کي ښځو ته د هغوی حقوق ورکړي وي او بل به ئې د هغو روزل سویو او تربیه سویو فېمنیستو او لبرالو ښځو مخه په اتومات ډول بنده کړې وي؛ داسي طرحي جوړول کلونو وخت ته اړتیا نلري لکه معارف چي له تېر یو کال څخ...
نور ولوله

بازي ها در مورد افغانستان جالب و مغلق شده؛ آمريكا، چين، هندوستان

چند تا گپ از چند تا كشور آمريكا، چين ، هندوستان بازي ها در مورد افغانستان جالب و مغلق شده پرسش ها در اين مورد؟ ١- ٧٠ اقتصاد دان امريكايي خواهان آزاد سازي پول هاي مسدود شده  توسط امريكا ، براي حركت اقتصادي افغانستان شدند ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ ٢- جمهوري مردم چين نيز خواهان  استرداد پول هاي مسدود شده افغانستان كه از جانب   آمريكا بند آمده است ، شد ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ ٣- هندوستان بدون از سفير هند ديبلومات هاي خود را در سفارت  هند به افغانستان  فرستاد ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ ١- كليات...
نور ولوله

١٥ د اګست؛ د امريکايي اشغال د پاى ورځ

اسد الله اسد   له الله تعالى څخه دعا کوو چي نور پر دې خاوره د پرديو تاړاکونو، يرغلونو او اشغالونو پاى وي، موږ د دې توان پيدا کړو چي څوک مو ملي حاکميت او جغرافيوي تماميت و نه ګواښي! تېر کال زموږ په هيواد کي د غرب د نظامي حضور  ټغر عملأ ټول سو چي په پايله کي ٸې تېر رژيم په بېساري ډول و شړېد او نوي رژيم د چارو واګي ترلاسه کړې! د تېر رژيم شړېدا څو حقاٸق تر لمر روښانه کړل: ١ـ د نظام د ټولو برخو کيلي له امريکايانو سره وې، اردو، استخبارات، پوليس او سياسي جوړښتونه ټول د امريکايي الوتکو په دوړو کي وشړېدل، يو په بل پسي ولسوالۍ، ولايتونه، قرار ګاوي او قل اردو ګاني تخليه سوې...
نور ولوله

حکمتيار: د امام حسين رض پاڅون او د كربلا تاريخي پېښه؛ موږ ته څه پيغامونه لري

د امام حسين رضي الله عنه پاڅون او د كربلا تاريخي پېښه؛ موږ ته څو پيغامونه او لارښووني لري: له ظالم واكمن سره نه يوازي ملگرتيا نه كول او واكمني ئې نه منل بلكي په خلاف ئې د پاڅون لار غوره كول. دى او ملگري ئې چي د دې پاڅون له كبله وژل شوي؛ د الله تعالىٰ د لاري شهيدان دي او هغه چي د دوى په خلاف ئې د ظالمانو ملگرتيا كړې؛ د دوى په وژلو كي ئې لاس وو او د ظالمانو ملتيا او مرسته ئې كړې؛ د ستر جنايت او عمدي قتل مرتكب شوي او سزا ئې همغه ده چي قرآن بيان كړې. كله داسي وضعيت رامنځته كېدى شي چي امام حسين رضي الله عنه ورسره مخامخ شو؛ په داسي ظروفو كي به همغه څه كوو چي امام حسين وكړل؛ كه څه هم زموږ او زموږ د كورنۍ د غړو په شهادت منتج شي...
نور ولوله

حکمتيار: د مولوي رحيم الله حقاني شهادت د فوز عظيم شهادت وو

په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر خونړيو پېښو شاهد وو چي په ترڅ كي ئې مظلوم افغانان وژل شوي؛ د عاشوراء اړوند غونډو كي د مرگ ژوبلي شمېر تر سلو اوښتى؛ پرون مشهور عالم مولوي رحيم الله حقاني؛ د حقانيه مدرسې مدرس؛ په تروريستي بريد كي شهيد شو. دعاء كوو چي الله تعالىٰ زموږ مظلوم ولس د اجرتي قاتلانو له شر د تل لپاره وژغوري.  د محرم په لسمه مو وليدل چي ځينو ماتمونه كول، توري جامې ئې اغوستې وي، خپلي سينې او شا ئې په زنځيرونو او چاړو زخمي كول او همدا ئې جنت ته د رسېدو لار گڼله؛ ځينو د دوى په غونډو كي چاودني كولې او همدا ئې جنت ته د رسېدو وسيله گڼله. موږ د دواړو په حال وير كوو او له زړه متأسف او متأثر يو؛ په اسلام كي نه داسي ماتمونه شته او نه په جوماتونو، عبادت ځايونو ...
نور ولوله

د افغانستان د کورنیو چارو محترم وزیر صاحب په نوم

بلينډه بدرۍ   اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته . د همدې کړیدلي ، ټوک ټوک افغانستان لور یم ، په مهاجرت کې پیدا او لویه شوم شاید همدې مهاجرت کې مړه هم شم . په هیواد د امریکایانو د لومړۍ بمبارۍ شاهده یم او هم له هغه پس یې په ټولو ناخوالو ، ظلمونو او د هیواد د لوټ او تالان او دا دی ددوی شرمینده وتل مې هم ولیدل  . سالاره ! لکه د هیواد هر ځوان او ځوانه ته هم پدې انقلابونو ، یرغلونو ، بمباریو او وژنو کې رالوی شوې تا به هم ضرور د خوشحالۍ اوښکې توې کړي وي خو هغه ورځ مې د ژوند تر ټولو عجیبه د خوشحالۍ د اوښکو او سجدو ډکه ورځ وه چې امریکایان ټیټ سرونه شرم...
نور ولوله

چین سره مخکې تګ کې باید ډیر احتیاط وشي

اسد مبارز   یوه اونۍ وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر "وانګ یي" بنګله ديش ته ځي او د بنګله ديش وزیراعظمې شیخ حسینه سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وایي "بنګله ديش زمونږ ستراتیژیک ملګری هیواد دی او چین آماده دی چې بنګله دیش سره د بنسټیزو پروژو جوړولو کې همکاري وکړي" عجیبه داده چې نن بیا د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په حواله په یوه مرکه کې د بنګله دیش د مالیې وزیر مصطفی کمال وایي چې مخ پر ودې هیوادونه که له چین څخه پور اخلي باید دوه ځلې سوچ وکړي او غریب هیوادونه له چین څخه د پور اخیستلو وړاندې لس ځلې سوچ وکړي او بیا دې پور ترې واخلي. مصطفی کمال د سري لنکا اقتصادي دیوالیه کیدو ته په اشاره وایي چې دا ټول د...
نور ولوله

تایوان ته د نانسي پلوسي په سفر چین ولې ببر دی؟

نوي سړه جګړه؛ پرمختګونه د نړیوال سیاست ریالست مفکر جان میرشایمر څخه په یو بحث کې پوښتنه وشوه چې د امریکا او چین تر منځ به د جګړې میدان چېرته وي! ده وویل؛ زما په ګمان شرقي آسیا (جاپان، سوېل کوریا) او یا هم هندي آرام سمندرګی (له تایوانه تر سنګاپوره). ) هغه ورځ د امریکا د کانګرس مشره نانسي پلوسي تایوان ته ولاړه چې له امله یې د امریکا او چین اړیکې ډېر حساس حالت ته داخلې شوې دي. ډپلوماسۍ کې د سیاسي اشخاصو سفرونه یا د سمبولېزم او یا هم د توافقاتو، اړیکو پراخوالو او همکاریو په باب وي. د ناسني پلوسي دغه سفر سوچه یو سمبولیک سفر ؤ. دا چې امریکا کې مېډ ټرم انتخابات راروان دي، بایډن او پلوسي باید داسې څه وړاندې کړي چې داخلي ملاتړ تر لاسه کړي. بایډن د الظواه...
نور ولوله

د هېواد نه فراري مجرمين ددې حق نه لري چې د ملت په اړه څرگندونې وکړي

د هیواد نه هغه مجرمین فراریان چې په بهر کې د ملت پر ضد ګومارل شوي دي او د بهرنه په داخل کې فعالیتونه کوي. له بده مرغه د بهر نه په ملت باندی غږ کوي چې لږ خپل ځانونه هوښیار کړئ او خپل مسؤلیت وپېژنئ، څو د فلاني استعمار نه استقلالیت تر لاسه کړئ!!!  کله چې دوی په همدغه هوښیار ملت په سر د پردېو په زور تحملي حاکم او ګومارل شوي و. نه دې ملت په غم کې و او نه ئې د ملت نه دفاع کړې، یوازې د پردیو د سلطې لاندې د غلامۍ ژوند ئې انتخاب کړې و. بلکې دوی د همدغه ملت په سر هغه ظلم، بربریت او جنایتونه وکړل چې تاریخ او ملت د دوی په کړنو شرمیږي او لعنت پرې وائي. دوی او دوی ته ورته پرديپاله مجرمین هیڅ د دې حق نه لري چې د ملت په اړه څرګندونې...
نور ولوله

ښه دی چه په خپله خوله یی اعتراف وکړ

دوکتور عمر عماد   - مونږ همیشه دا خبره کړی او کوو یی چه دغه سړی پدی سپینه ږیره د وینو تږی وو او دی، تر هغی پوری چه یی وسه کیدله پردی ځامن یی د اور په لمبو کی وسوځول ، خو کله چه دده د سوزیدلو او د نجیب په برخه لیک د اخته کیدلو خطر راغی، نو بیا یی خپلی ټولی ژمنی اووعدی هیری کړی او د تشناب په څپلکو کی وتښتیده، او د عمر پیغور یی خپل ځان او خپلو یاراونو ته پریښود ، خو مریدانو به یی ویل :  بابا د وطن د ورانیدنیدلو او د جنګ د پراخیدلو له ویری فرار ته په قرار ترجیح ورکړه، چه دا کار دهغه د وطن سره د لیونئ مینی عملی بیلګه ده ... خو نن یی په خپله خوله په هماغه څه اقرار وکړ چه مونږ به ویل او مریدانو یی نه منل، وایی چه زه ...
نور ولوله

حکمتیار: نه شوروي ځواكونه وتوانېدل افغانان وځپي او نه ناټو

افغانان له هوښيارو او سوله غوښتونكو غربيانو دا انتظار لري چي نور د جگړو او جگړه مارو سياستونو حمايت پرېږدي؛ له درېيمي نړۍ؛ مخصوصاً اسلامي امت سره خپلي ستونزي د جگړو، گواښونو او ترورونو له لاري د حل كولو هڅه ونه كړي؛ دا يقيناً يوه ناكامه تجربه او هڅه ده؛ نوې او معقوله عملي لاري ته ضرورت لري؛ د افغانستان شل كلنه خونړۍ او ناكامه جگړه او هغه بدي پايلي چي افغانانو او د ناټو غړو هېوادو ته ئې درلودې؛ كافي ده چي خپل غلط سياستونه تصحيح كړي. تر هغه چي غرب په اسلامي هېوادو كي نظامي حضور لري؛ د استبدادى حكومتونو او كودتاچيانو ملاتړ كوي؛ حتماً به له عكس العمل سره مخامخ كېږي. د دې طبيعي عكس العمل مخه نه د فوځونو په لېږلو او د هېوادونو په نيولو سره نيول كېدى شي او نه د آزادي غوښتونكو په ځپلو او وژلو سر...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک