No-IMG

حکمتیار: نه شوروي ځواكونه وتوانېدل افغانان وځپي او نه ناټو

افغانان له هوښيارو او سوله غوښتونكو غربيانو دا انتظار لري چي نور د جگړو او جگړه مارو سياستونو حمايت پرېږدي؛ له درېيمي نړۍ؛ مخصوصاً اسلامي امت سره خپلي ستونزي د جگړو، گواښونو او ترورونو له لاري د حل كولو هڅه ونه كړي؛ دا يقيناً يوه ناكامه تجربه او هڅه ده؛ نوې او معقوله عملي لاري ته ضرورت لري؛ د افغانستان شل كلنه خونړۍ او ناكامه جگړه او هغه بدي پايلي چي افغانانو او د ناټو غړو هېوادو ته ئې درلودې؛ كافي ده چي خپل غلط سياستونه تصحيح كړي.

تر هغه چي غرب په اسلامي هېوادو كي نظامي حضور لري؛ د استبدادى حكومتونو او كودتاچيانو ملاتړ كوي؛ حتماً به له عكس العمل سره مخامخ كېږي. د دې طبيعي عكس العمل مخه نه د فوځونو په لېږلو او د هېوادونو په نيولو سره نيول كېدى شي او نه د آزادي غوښتونكو په ځپلو او وژلو سره.

نه شوروي ځواكونه وتوانېدل افغانان وځپي او نه ناټو؛ صهيونستان ونه توانېدل د ټول غرب په پراخو نظامي او مالي مرستو فلسطينيان وځپي؛ او مقاومت ئې پاى ته ورسوي.

دعاء كوو چي الله تعالىٰ ټوله نړۍ او مظلوم ولسونه ئې د استعماري ځواكونو له شرارتونو وژغوري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک