ښه دی چه په خپله خوله یی اعتراف وکړ
دوکتور عمر عماد
- مونږ همیشه دا خبره کړی او کوو یی چه دغه سړی پدی سپینه ږیره د وینو تږی وو او دی، تر هغی پوری چه یی وسه کیدله پردی ځامن یی د اور په لمبو کی وسوځول ، خو کله چه دده د سوزیدلو او د نجیب په برخه لیک د اخته کیدلو خطر راغی، نو بیا یی خپلی ټولی ژمنی اووعدی هیری کړی او د تشناب په څپلکو کی وتښتیده، او د عمر پیغور یی خپل ځان او خپلو یاراونو ته پریښود ، خو مریدانو به یی ویل :
بابا د وطن د ورانیدنیدلو او د جنګ د پراخیدلو له ویری فرار ته په قرار ترجیح ورکړه، چه دا کار دهغه د وطن سره د لیونئ مینی عملی بیلګه ده ...
خو نن یی په خپله خوله په هماغه څه اقرار وکړ چه مونږ به ویل او مریدانو یی نه منل، وایی چه زه یوازی پاتی شوم او هغه وخت می پښی سپکی کړی چه نور د جګړی وسه او توا راسره پاتی نه وو...
- مونږ به همیشه ویل او وایو چه نړیدلی حکومت فاسد وو ، چارواکی یی یوازی او یوازی خپلو ګټو ته ژمن وه، خو مریدانو به د هغه وخت د حکومت او چارواکو څخه په پټو سترګو او په عناد ولاړه دفاع کوله...
خو نن یی پدی حقیقت ضمنی اعتراف وکړ چه پرته ځما نه نور ټول چارواکی فاسد، ډارن، د ولس له غمه بی غمه او خپل مصلحت پالونکی وه، پداسی حال کی چه د وزیرانو نه نیولی تر ولسوالانو او امنیه قوماندنانو پوری ټول به د همدغه په خوښه او موافقه مقرریدل، اوس دا سپینه کوتره او هغه ټول ملګری یی د هر لعن او طعن مستحق شول!!!
د سړی ټولی خبری له در افشانئ ډکی وی ، خو په همدی مشت نمونه خروار به بسنه وکړو.
