١٥ د اګست؛ د امريکايي اشغال د پاى ورځ
اسد الله اسد
له الله تعالى څخه دعا کوو چي نور پر دې خاوره د پرديو تاړاکونو، يرغلونو او اشغالونو پاى وي، موږ د دې توان پيدا کړو چي څوک مو ملي حاکميت او جغرافيوي تماميت و نه ګواښي!
تېر کال زموږ په هيواد کي د غرب د نظامي حضور ټغر عملأ ټول سو چي په پايله کي ٸې تېر رژيم په بېساري ډول و شړېد او نوي رژيم د چارو واګي ترلاسه کړې!
د تېر رژيم شړېدا څو حقاٸق تر لمر روښانه کړل:
١ـ د نظام د ټولو برخو کيلي له امريکايانو سره وې، اردو، استخبارات، پوليس او سياسي جوړښتونه ټول د امريکايي الوتکو په دوړو کي وشړېدل، يو په بل پسي ولسوالۍ، ولايتونه، قرار ګاوي او قل اردو ګاني تخليه سوې!
٢ـ که تېر نظام خپلواک وى، ملت، هيواد او ګټو ته ٸې ژمن وى، ولي ٸې مقاومت ونه کړ، دا ٸې پر ملي توب، ژمنتيا او پياوړتيا تر ټول لوى سوال دٸ، هيڅوک ٸې نسي ځوابولى
٣ـ موږ له پيله د ملي روغي او جوړي غوښتونکي وو، آرمان مو دا وو چي سوله دي داسي راسي چي د جګړې عوامل د تل لپاره له منځه يوسي، د نظام چپه کېدا ډېر لوى تحول وي، ولسونه ٸې بيع په ډېره سخته پرې کوي، ځکه مو هيله دا وه چي داسي يو حل را و وځي چي په پايله کي ٸې امريکايي نظامي حضور پاى و مومي، چاري د صالح افغانانو لاس ته ولوېږي، داسي چي د هيواد خپلواکۍ، ملي حاکميت او اسلامي نظام تضمين کړي، ملي روغه وکړى سي، له نړيوالي ټولني سره هيواد تړلى وساتي، زموږ نړيوال عزت، ابرو او باور خوندي کړي!
٤ـ خو دا آٸيډيال حالت حاکمول زموږ په وس پوره نه وو، د شمال د لنډغريزم جبهات چي د خپل ناروا واکد غځولو لپاره ٸې تل پر دې خاوره معامله کړې، له يوې ناروا ٸې هم مخ ندى اړولى، دوى ٸې پر وړاندي خنډ وو، د تېر شل کلن نظام هغه کړۍ چي ګټي ٸې له جنګ سره تړلې وې، هغوى نه غوښتل; هغه لوري چي د امريکايانو تر مستقل فرمان لاندې فعاليت کاوو، هغوى دې جوړي ته نه تيارېدل!
٥ـ هو! خارجيان د داسي يو حل پر وړاندي تر ټولو ستر مانع ول، طالب نسو کولى چي حالت په آٸيډيل بڼه مديريت کړي، د دې تر شا ٸې د شل کلني جګړې بدي تجربې هم پرتې وې، د اٸيتلافي سياستونو او حکومتونو ناکامي او بدنامي پايلي ٸې هم پر وړاندې وې!
پر هيواد د ا ا ا پر حاکميت يو کال و واښت په هيواد کي د عمومي جګړي ټغر ټول سو، امريکايي اشغال پايته ورسېد، لنډغريزم ورک ورک سو، د تېري جګړې له امله د رامنځته سويو تاوانونو د جبران هڅي ګړندۍ سوې، د پلونو، پلچکونو او سړکونو پر رغولو کار پيل سو، ځيني هغه پروژې چي په تېر نظام کې سروې سوې وې يا ٸې هم کارونه پيل سوي ول، کار ٸې پيل سوـ د قوشتپيې ستر کانال، د کجکي او ټآپي پروژې ٸې ښې بېلګي دي، يقينآ چي د ملي پروژو ساتل، ېيلول او بشپړول تر بل هر کار ارزښت لري!
په دې يو کلن بهير کي ځيني مساٸل لاهمغسي پاته دي، ځيني ٸې زيات سول او ځيني نور ٸې وزېږېدل ـ په برسېرن ډول ٸې بيانوم:
١ـ بېکارۍ د دې هيواد تر ټولو زوړ رنځ دٸ، په تېر شل کلن دور کي چي په بيلويونو ډالر هيواد ته راغلل، په ډېر غير مسلکي ډول مصرف سول، شخصي جېبونو او بېرته بهرنيو اکاونټونو ته ولېږل سول، خو زموږ درد ٸې دوا نه کړ، پر داسي پروژو مصرف نه سول چي د بې کارۍ ګراف د تل لپاره را کم کړي ـ خو په هر صورت له نوي تحول سره د بې روزګارۍ کچه نوره هم لوړه سوه، خلک پرديو هيوادونو ته په منډه سول، پر بولدک او تورخم وضعيت تر پخوا زيات خراب سو
٢ـ د داعش فتنه که څه هم چي د سرکوبۍ ږغ ٸې وسو خو عملأ لا يوه فتنه پاته ده، د شمال له لنډغرو سره همغږۍ ته رسېدلې او غواړي چي افغانستان د مذهبي او نسلي جګړې په اور کي و سوځيـ
٣ـ لکه چي يادونه ٸې وسوه خارجيانو نه غوښتل د افغانستان ستونزه په ښه توګه حل سي، افغانستان ٸې په سياسي او اقتصادي ميدان کي کنګل کړ، د نوي نظام د نړيوال مشروعيت پر وړاندي ودرېدل ـ په سيمه کي د را منځته سوي وضعيت له مخي نوي حکومت د لابينګ ځيني فرصتونه ښه مديريت نه کړل، تر اوسه ٸې د رسميت موضوع د نړيوالو د مېز پر سر پرته ده، د هغوى غوښتني او پوښتني ٸې لاندي جواب کړې
٤ـ نوي حکومت ندى توانېدلى چي د هيواد لپاره يو اساسي قانون را وپېژني، هغه چي د فرد او دولت اړيکي روښانه کړي، حقوق او وجاٸب ٸې بيان کړي، د حکومت د کورني او بهرني سياست کرښي وټاکي، د حکومت بڼه، د امير واک او ځواک، عزل او نصب اړوند چاري روښانه کړي
٥ ـ د نجونو ښوونځي لا تړلي پاته دي، دا هغه موضوع ده چي پر داخلي او هم خارجي کچه ٸې د حکومت پر وړاندي چېلنجونه زېږولي دي، که څه هم چي په وار وار ٸې د حل ژمنه تازه سوې خو د دې کرښو تر ليکلو پوري ٸې لا برخليک څرګند نه دٸ
٦ ـ دغه راز په اداري او تخنيکي چارو کي ستونزي سته خو عمومي اداري فساد را کم سوى دٸ
د نوي حکومت پر وړاندي ډېر زيات چېلنجونه دي، ځکه په ډېرو مساٸلو کي تر قاطعيت مصالحت او تر روښانتيا چوپتيا غوره ګڼي، په يو کال کي نسي کولى ټولي ستونزي مهار کړي، په را تلونکو پنځو کلونو کي ٸې بايد چاري و ارزول سيـ
