No-IMG

د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی

مستیار

دوهم قسط

 

د قرآن پلوشې په پښتو ژبه لمړۍ ترجمه او تفسیر دئ،تر دې وړاندي نوري ترجمې او تفاسیر له نورو ژبو ژباړلي علمي کارونه دي چي هر څوک ئې په ماهیت پوهیږي او دا ورته معلومه ده چي په علمي میدان کي ددې دواړو تر منځ څومره توپیر سته،د اُمت ځوان قشر چي تاسي پرې د کفر او او ارتداد مُهرونه لګوئ حکمتیار همدا د قرآن پلوشې په لاس کي ور کړې،ستاسو لپاره باید دا هم ووایم:د قرآن پلوشې یو علمي او تحقیقاتي کار دئ چي تاسو ئې پخپل ټول تحریک کي هیڅ بېلګه او مثال نشئ وړاندي کولای،داخو پرېږده چي په پښتو به د قرآن ترجمه او تفسیر وړاندي کوئ بلکي ډیری ستاسو داسي دي چي په پښتو یوه ساده مقاله هم نشي لیکلای، زه د امارت ټول شیخان را ننګوم چي د قرآن پلوشو په څېر ترجمه او تفسیر دي ملت ته وړاندي کړي موږ به ئې ومنو،د لوی شېخ مو دا حال دئ چي په اختریز پیغام کي د کابلي تفسیر حواله ورکوي او ددې معنیٰ داده چي هغه ئې پخپل اصل شکل نه شو لوستلای او د پښتو له ترجمې ئې استفاده کړې؛ایمان په دوو برخو وېشي پداسي حال کي چي هر مؤمن مسلمان خبر دئ چي ایمان له کومو شیانو تشکیل شوی دئ،ددې شېخ دا ادعاء هم ډېره عجیبه او حیرانوونکې ده؛داسي چي د ایمان بنسټ لړزوي او وایي: (نن په افغانستان کي اسلامي نظام راغلی،هیڅ د عیب ځای پکي نسته د الله په نېزد)دا خندوونکي جمله دي یو ځل د درنو او معتبرو علماء وو شوریٰ ته وړاندي شي او د ایمان په تله دي وتلل شي چي د اسلام او ایمان تر دایرې خو به د شېخ قدم نه وي اوښتی،

دا باید ووایم:لمړی ځل نه دئ چي ملا هیبت الله داسي جسارت کوي او یا د بیان اسلوب ترې کوږ شوی؛په غلطي سره ئې داسي الفاظ تر خولې وتلي بلکي په وار وار ئې دا ستر جسارت او جرم کړی ،دې جناب به چي کله د کوټي ښار د لوی دورې فارغانو ته په جلسو کي هدایات اورول؛ نو له توصیو څخه به ئې یوه توصیه دا وه:د طالبانو تېر نظام د کمیت او کیفیت له پلوه سل په سلو کي د صحابه وو له خلافت سره برابر وو،خو افسوس ستاسو په حال چي نه د اختر مبارکي ورځي پر مهال او نه د فراغت په دې مراسمو کي څوک پورته شو چي محترمه ستا خپلي خولې ته پام سته؟!

 

د مېرمنو لپاره حکمتیار د ښځه او حقوق ئې تر عنوان لاندي کتاب وړاندي کړ،آیا پو هېږئ چي غرب تر دې عنوان لاندي څومره مېرمني بې عفته کړې،څومره د اُمت خوندي ئې زما او ستا په خلاف کرکي او نفرت ته وهڅولې،دا چي بار بار غربي رسنۍ، غربپال او سکولران په واز کومي ناري وهي چي په اسلام کي د مېرمنو حقوق تر پښو لاندي شوي،ولي اسلام نارینه ته د څلورو مېرمنو د نکاح کولو اجازه ورکړې؟ولي د طلاق واک او اختیار نارینه ته ورکړی شوی؟ولي د نارینه او ښځي تر منځ مساوات نه دئ مراعات شوی؟نارینه د کورنۍ قیم او مدیر ګڼل شوی،عایشه(رض) په نه (۹ )کلنی کي واده شوې، ولي رسول الله(ص) نه (۹) مېرمني په نکاح کړي وې؟ولي په ګواهي کي دوه مېرمني له یوه نارینه سره برابري دي؟ولي لور ته د زوی په پرتله نیمایي میراث ورکول کیږي؟ دا او دې ته ورته نوري پوښتني محترم حکمتیار صاحب په همدې وړې رسالې کي جواب کړي،دا کتاب د افغان مېرمنو له لوري په ډېره زیاته پیمانه استقبال شو،تاسو ته او ټول افغان ملت ته معلومه ده چي پردې موضوع څومره کار شوی او تاسو به د خدای په حضور کي په کومو سترګو درېږۍ چي د مېرمنو په وړاندي مو د هدایت ټولي دروازې بندي کړې او د غرب ټولي پوښتني او جعلي ادعاوي مو د اسلام او مسلمانانو په خلاف تصدیق کړې او ځان مو د قرآن ددې ایتونو مصداق و ګرځاوو: وَاِذَا الْمَوْءُوْدَةُ سُئِلَتْ (۸) بِاَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ(۹)

حکمتیار حکمة البارئ لیکلی،په پښتو اسان او روان د عوامو په ژبه؛د مکررو روایاتو له منځ ئې ارجح انتخاب کړی؛د قرآن په تله ئې روایات چڼلي؛حنفي فقهي ته منقاد او تابع؛داسي نه چي فاتحه خلف الامام نه منم او بخاري د لمړۍ درجې حیثیت راته لري،تاسو هغو ته د شېخ او مفسر خطاب کوئ چي نه د احادیثو پر ذخیرې کومه لیکنه لري او نه د قرآن پر تفسیر یو وړه رساله لري؛یوازي به ئې څو شاګردان د جومات په یو ګوټ کي را نیولي وي او له ځانه به د خپلي ګیډي آراء پرې مني؛همدا دوی دي چي د مسلمان په خلاف د تکفیر فتواوي صادروي او هر څوک چي ئې له طبیعت او مسلک نه چپ شي مرګ ئې په سل کتابه روا او ثواب ګڼي،دې ته ئې هم پام نه دئ کړئ چي د یو مسلمان په خلاف د ارتداد او تکفیر فتوا صادرولو لپاره ائمه وو کوم ضوابط او شرایط ټاکلي.

  ساینس او د قرآن علمي اعجاز ځوان نسل ته د حکمتیار یو بل شاهکار او عصري اثر دئ،غربي نړۍ ورځ تر بلي نوي نوي تحقیقات د انسان په وړاندي ږدي،د خپلو ټلیسکوپونو په زور تر شمسي نظام آخوا د نوو سیاراتو او منظومو کشفیات لري،د نړۍ دا کاروان ورځ تر بلي لا د تېزېدو په حال کي دئ او موږ په روڼو سترګو تماشیان او سیل کوونکي یو،د مذهب تر چتر لاندي محکوم او بې وسه یو،دین د دنیا او آخرت کامیابي ګڼو مګر بیا هم متزلزل او ناکام،سیکولران او غربیان ایمان او اسلام د وروسته پاته کېدو او د ترقي په وړاندي خنډ شمېري،هره ورځ په ډیري سپین سترګي سره وایي:موږ د مذهب ورسته او زړه جامه ایستلې نو ځکه د ترقي په لور ګامونه اخلو،مذهب د انسانانو د تسخیرولو لپاره جوړه شوې فلسفه ده چي پخوانیو حکومتونو د خپل ضرورت پر اساس را منځ ته کړې او لدې لاري ئې غوښتل چي ټول د دوی په ورکړی شوي وېش راضي او قانع اوسي،ځکه اوس او د نړۍ په متمدن نظام کي ددې ضرورت منتفي شوی،قانون حاکم دئ،انسان ئې په خوا کي د امن احساس کوي ،دیموکراسي نظام کي د ملت ټول افراد خپله ونډه اچوي او د اقتدار منصفانه وېش د ازمون تر سیوري لاندي جوړوي.

طالبان هیڅ فکري بنسټ نلري،د جذباتو پر محور دانقلابي ګروپونو يو منظمه مجموعه ده،د شریعت او دین له آدرس په استفادې د عوامو په سترګو کي خاوري شیندي،

د هیواد نه بهر را ټوکېدلې تحمیلي ډله،د بریطانیا او امریکا ګډ پراجکټ د اسلامپالو په خلاف چي مأموریت ئې پاکستان قبول کړ،د سولي سپیني کوتري به کابل فتح کوي او شاه به د واک پر ګدۍ کښېنوي،د طالبانو لمړی ځل را ټوکېدا او تر کابل فتحي پوري دا موضوع دومره اوس ښکاره او له هر ابهام وتلې چي فکر نه کوم پدې اړه به راسره څوک اختلاف ولري،طالبانو لمړی ځل کابل د یو انقلابي تصور او د امریکا د توافقنامې په نتیجه کي فتح کړی وو چي دا یو مسلّم حیقیت دئ،پدې اړه هومره لیکني او مرکې شوي چي د شبهاتو هر مجال ئې له منځه وړی،ښايي له چا سره دا پوښتنه را ولاړه شي چي دا تورونه خو د نورو اسلامي احزابو او تحریکونو په خلاف هم وارد دي،غرب او په رأس کي ئې امریکا،سیکولران او کمونیستان د هر اسلامي تحریک په خلاف داسي پوچ او پراګنده افواهات خپروي ترڅو په اولس کي خپل اعتبار او ریښې پیدا نکړي:نور احزاب باید داسي تورونو ته مناسب او قانع کوونکی جواب ووايي،مګر حزب اسلامي پدې اړه ډېر مدلل او قانع کوونکي نظریاتي،فکري او تحریکي آدبي مواد لري چي لدې ناحیې ورسره د افغانستان په سطحه هیڅ اسلامي تحریک او تنظیم مقابله نشي کولای،د مثال په ډول:د حزب اسلامي را منځته کېدا،له جوانان مسلمان تر حزب اسلامي دا ایماني او ملکوتي سفر په څه ډول طی شوی؟د لوړو ژورو دا بهیر او د جهاد په درشل کي دا ستر اسلامي حزب څنګه مستحکم پاته شوی دئ؟!د KGB او CIA د ټولو کوښښونو باوجود ئې څنګه خپل هویت او اصالت فعال او متسحضر ساتلی؟!

دا او دې ته ورته نوري پوښتني اسلامي نهضت او پټي توطئې په ډېر ښایسته او مدلل انداز جواب کړي چي دا دواړه کتابونه یوه تاریخي مستحکمه تجزیه ده،د دلیل او مشاهداتو پر بنیاد ټول واقعات پکښي څېړل شوي،دا سي چي د شک او شبهې هر مجال له منځه وړي،لوستونکي به لاچار خپل سر د تسلیمي پر ځنګون کښته ږدي.

د تیرو پنځو لسیزو څېړنیز تاریخ او د جوانان مسلمان را ټوکېدا تر حزب اسلامي پوري او د جهاد او افغانستان په تاریخ کي ئې نقش او رول د استاد سید آمان الله ابوذر پیر ذاده کتاب:تاریخ سیاسی افغانستان معاصر یوه داسي تاریخي ذخیره ده چي د افغانستان او نړۍ په سطحه به راتلونکي نسلونه ترې د سند او مأخذ په توګه کار اخلي،دا کتاب پر نه (۹)ټوکو مشتمل زموږ د هیواد علمي اثاثه او پانګه ده،د پورتنیو پوښتنو جواب او د حزب اسلامي را ټوکېدا او سپېڅلتیا بیا تر نن ورځي پوري پدې شاهکار او مدلل اثر کي موندلای شئ او که ئې څوک په لنډ ډول د کتاب له آدبي اسلوب او مطالعې سره ځان آشنا کول غواړي

نو د استاذ محترم پر دوه ویشت قسطونو مشتمله مرکه پر you tube چینل کتلای شي.

د حزب اسلامي افغانستان پرتله له فکري او نظریاتي پلوه له هیڅ تنظیم او ډلي سره نشي کېدای،د حزب اسلامي لپاره همدا افتخار او جګي سترګي کافي دي چي یوازینی حزب دئ چي د ملت له متن نه د شرقي او غربي ښکېلاک په خلاف د هیواد په داخل کي را ټوکېدلی، نور ټول احزاب پرته له کومي استثناء له هیواد بهر په داسي حال کي را ټو کېدلي چي حزب اسلامي د هیواد په داخل کي په مبارزه او جهاد بوخت وو،دا هم د هېرېدو نه ده چي دا احزاب د حزب اسلامي د تضعیف په خاطر د پردو په اشاره او تمویل سره جوړ شوي احزاب دي.

تاسي نه ګورئ چي حکمتیار دا نن په ټول افغانستان کي د اوسېدو لپاره هیڅ شخصي ټاټوبی او مسکن نلري،له پلرني ویجاړ او نړېدلي کور پرته ئې په ټول افغانستان کي یوه لوېشت ځمکه په نوم نسته،هغه چي هره ورځ ئې د غرب په پښو کي خپل سر ټیټ کړی وو نن د زور او زر خاوندان دي او همدا د امارت سرتیري مجاهدین ئې د زکات او خیرات په بهانه خوا کي طواف کوي،آیا تاسو نه وینئ چي کندهار عینو مېنه کي په لکونو جریبه ځمکه د لوی شېخ په خوا کي غصب شوې او په داسي حال کي چي د حکمتیار شپږ جریبه ځمکه بیا د سترګو اغزی شوه،مګر تاسو د ځان لپاره پکښي مجلل او دنګ قصرونه د ډالرو په بیه وانخیستل؟!هیڅ مو ددې ملت په وړاندي د شرم احساس و نکړ چي اعلامې به مو خپرولې:د عینو میني اوسېدونکي ټول مباح الدم دي،دا د احمدولي خان CIA جاسوس لخوا غصب شوې ځمکه ده چي یوازي پکښي دولتي او جاسوسي مأمورین اوسیږي،مګر تاسو له خپل راتګ سره نه دا ځمکه منحل کړه اونه مو پر عامو او مظلومو کندهاریانو تقسیم کړه او دا خو لا پرېږده چي له کرزیانو سره به احتساب کوئ باالعکس مو د چارو واګي هغوی ته وسپارلې،دا اوس هم د عینو میني مُدیریت او نظارت د محمود کرزي په لاس کي دئ.

په کابل ،هرات،مزار او د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کي په زرګونه زره جریبه ځمکه له مخکني دولت څخه د معاوضو،جعلي لاسلیکونو او فرمانونو په وسیله غصب شوې او ښارګوټي پر جوړ شوي مګر تاسو ئې دوسیې له ځان سره قانوني ثبت کړې،عجیبه ده چي د حکمتیار شپږ جریبه ځمکه له مخکني دولت سره د قانوني معاهدې پر اساس او د ټول ملت په وړاندي تاسو ته قانوني حیثیت نلري؟!

په همدې کندهار کي د لطیف زوی ګل آغا شېرزی دنګ دنګ قصرونه لري،دا چي هر قصر ئې پر څو جریبه ځمکه مشتمل دئ دا تاسو او خدای ته پرېږدم،هو دا هغه ګل آغا دئ چي ستاسو د اقتدار په نسکورولو او د عرب مجاهدینو په شهادت کي ئې ځلانده ونډه وه،داسي ونډه چي ښايي د افغانستان په سطحه به ئې لږ نظیر وموندل شي،همدا ګل آغا شېرزی د پاکستان له لاري سپین بولدک ته داخل شو،عرب مجاهدین کندهار میدان کي محاصره وه او تاسو د تېښتي په حال کي، خاص په همدې وخت کي حکمتیار جنوب غرب حوزې ته خپل پیغام لیږي:دا د لطیف حرام زاده مه پرېږدئ چي کندهار ته داخل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

بشير احمد حقيار

حکمتيار صاحب د يو با استعداد بانفوذه با ايمانه حزب رهبر ده يو فولادى فکر او فولادى حوصله لرى کچرى طالبانو ددى حزب سياسى پوهى او تجربى نه کار ٶانخست دابه ددى ملت بد بختى وى او د طالبانو نه بښونکى عمل

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک