ای د کائناتو خالقه!؛ دغه توره شپه ډیر ژر په روڼ سهار بدله کړې
همدا اوس می خبر واوریده چه :
د نړیوال استکبار سر لاري ( ا م ریکا) اعلان وکړ، چه دا ځل به خپل نازولي ته د یوملیاردو نه زیاتو ډالرو په ارزښت وسله ورکړي، او مرستې به هم چه پخوا ( ۱۴) ملیارده وې اوس ( ۲۶) ملیاردو ته پورته کړي، چه دا به د اس رائیلو په تاریخ کې تر ټوله ډیره وسله او مرسته وی چه په یو ځل به پرې نازول کیږي.
دې خبر په سوچونو او اندیښنو کې ډوب کړم، او د ځان سره مې وویل چه: په دتاریخ په اوږدو کې په امت له دې سختې ورځې، او ډیرې تورې شپې راغلي دي، د تاتاریانو او مغولو بریدونو او بیا د صلیبیانو بریدونو د امت د مړ کیدلو ویره راپیدا کړې وه، لکن په ډیر کم وخت کې به امت بیرته په هوش راتلو ، ساه به یی اخیستله ، په پښو به دریده، او ددښمن ځواکونه به یی تارومار او قوت به یی ذوب او ویلې کړ.
ځکه چه هغه وخت مسلمانانو ځانونه یو امت ته منسوب ګڼل او پدی باور وه چه مسلمانان یو د بل وروڼه او د امت ټوله خاوره د ټولو ګډ کور دې.
خو کله چه استعمار په دې بریالې شو چه اسلامي خاوره ټوټې ټوټې کړي، او بیا په هره ټوټه کې د نشنلیزم کرغیړن فکر وکري، له هغی راهیسې امت ارغئ ترغئ دې، او دلته داسې نسل راوټوکیده چه دامت د بیا یو والي حتی تصور هم نشي زغملې، کول خو یی لا پریږده!
که څوک د کوم مسلمان ورور په غم ژاړي نو نور ډیر یی په خولې پورې خاندي، که څوک د بل هیواد د مسلمان سره د خواخوږئ خبره وکړي نو ډیر به یا پرې ملنډي وهي، او یا به پرې ټاپې لګوي، او که د ډیرو د امت په زړه مسلط کړاې شویو چارواکو ورته پام شي نو ټول عمر به د تورو تنبو تر شا پروت او د لمر د لیدلو په ارمان تیروي!
سره ددې چه داسې حالت کله هم په دې امت نه وو راغلې، خو بیا هم :
مونږ ناهیلې کیږو نه، او د ګڼ شمیر نصوصو په استناد دا خبره په زغرده کوو چه دا امت به بیا راویښیږي ان شاء الله تعالی.
خو خفه په دې یو چه دا له ناخوالو ډکه شپه ډیره اوږده شوه...
ای د کائناتو خالقه!
دغه توره شپه ډیر ژر په روڼ سهار بدله، او دغه ارمان مو پوره کړې.
