د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی
مستیار
لمړی قسط
عجیبه ده چي طالبان تر حزب اسلامي ځان پدې منطق او دلیل غوره بولي او حکومت د ځان حقیقي او موروثي حق ګڼي چي دوی د جهاد او قتال په نتیجه کي پر کابل مسلط شوي او د چارو واګي ئې په زور او تغلب لاسته راوړي،په ډېر وقاحت او سپین سترګي سره په واز کومي وايي: حزب اسلامي تسلیم شوی حزب دئ،حکمتیار د هیواد په داخل کي په داسي حال کي را څرګند شو چي ټول افغانستان د امریکایانو تر سلطې او ولکې لاندي وو؛ دا پداسي حال کي چي حقیقت سل په سلو کي د دې خلاف واقع دئ،د طالبانو صلحه له ناټو او امریکا سره په څه ډول وه،ددې صلحي حقیقت او شرعي حیثیت څنګه دئ،کوم بندونه ئې ښکاره او د اولس په وړاندي اوکوم ئې مرموز دي،ولي دا توافقنامه له هیواد بهر لاسلیک شوه پداسي حال کي چي دا په افغان اولس پوري مربوطه قضیه وه ،دا هم عجیبه ده چي د تغلب له لاري د حکومت قایمېدل د دوی د مذهبي اعتقاد پر اساس باید شرعي حیثیت ولري او واکمن ته ئې د مطلق العنان اختیارات او تصرفات ورکړی شي ، آیا د تغلب له لاري را منځ ته شوی حکومت به تر جوړېده وروسته د خپلو قضایا وو او اوامرو په صادرولو کي؛د ملي شتمنیو په تصرف کي؛د خپلو اختیاراتو او فوځي قوت څخه په استفادې د قوانینو تصویب په داسي ډول کوي چي د خپل حکومت بقاء ئې پرې تضمین شي،د تغلب له لاري را منځ ته شوی حکومت پخپلو فیصلو او تصرفاتو کي خپلواک وي که د اسلامي شریعت تابع او منقاد ،دا هم باید جواب شي چي طالبان څنکه پر کابل مسلط شول،د غرب په وړاندي واکمن نظام خپل حساسیت ولي له لاسه ورکړی دئ،کابل ته له راتګ وړاندي طالبانو او امریکایانو کومه توافق نامه د نړۍ والو په وړاندي ایښې او کومي کړۍ ئې مرموزي پاته دي؟!
حزب اسلامي د کابل منحطي ادارې په وړاندي نه وسله په ځمکه ایښې او نه ئې کوم مجاهد سنګر تخلیه کړی وو؛هر هغه څوک چي د دې خلاف شواهد او اسناد وړاندي کولای شي نو میدان ته دي را وړاندي شي؛تسلیمېدل او وسله په ځمکه ایښودل یو خاص مفهوم افاده کوي چي په معنا ئې هر عاقل او هوښیار انسان پوهیږي،حزب اسلامي د کابل له ادارې سره خاصه معاهده کړې؛داسي معاهده چي پر خاصو اوصولو او ضوابطو قایمه وه،پر پنځه ویشتو ماده مشتمله وه ،ددې معاهدې بند بند خوندي دئ او هر څوک ئې لوستلای شي؛د علماء وو درنې او معتبرې شوری ته دي وړاندي شي چي کوم څه پکښي د عقل او اسلامي اصولو خلاف وموندل شول حزب اسلامي تیار دئ چي جبران به ئې کوي او هره پړه به په ورین تندي مني؛مګر که خبره د دې خلاف وه نو دا د مړې ګیډي قضاوتګر څوک دي چي له جیبه چاپ شوي فتواوي صادروي، دا هم باید په نظر کي ونیول شي چي د یو دومره ستر حزب په خلاف پوچه خوله پرانستل او یو شرعي کار ته د حرام په سترګه کتل او په خلاف ئې فتوا صادرول به د اسلام له نظره څنګه وي،آیا دا بدمسته واعظین بیا دې ته تیار دي که ئې چیري خپله ادعاء ثابته نه کړه نو د اسلامي اصولو سره سم به مجازاتو ته غاړه ږدي او حد به پر جاري کیږي،که د دوی له نظره دا صلحه او او معاهده ناروا وي نو د پیغمبر ع د حدیبې صلحي ته په کوم نظر ګوري، آیا د هغې په رڼا کي د ځان لپاره کوم سنت او تګلاره ټاکي او که هسي ئې د تاریخ تېر باب شمېرلی؛آیا کله ئې هم ددې صلحي بندونه تر نظر تېر شوي؛د جلیل القدره صحابه وو ددې صلحي په اړه څه عکس العمل وو او قرآن د دوی د دې عکس العمل په وړاندي کوم حکم صادر کړ.
دا هم باید واضح شي چي د حزب اسلامي دا معاهده د تړلو دروازو تر شاه پټه معامله نه وه بلکي د هیواد په داخل کي اولس او د حزب هر رکن ئې له بند بند او حرف حرف واقف وو چي دا د هغو پر مخ کلکه څپېړه ده چي د هیواد نه بهر او د تړلو دروازو تر شاه ئې معاملې کړي وې او بیا هیواد ته د پردو په مټ او زور را ستانه شول.
که د حزب اسلامي صلحه ناروا عمل وو نو طالبان باید دا هم جواب کړي چي د بندیانو په فهرست کي ئې ولي حزب اسلامي ته د خپلو اسیرانو نومونه ورکړل،په کوم دلیل او منطق ئې له حزب اسلامي څخه دا طمعه ساتله،په ناروا کي د روا لټون د شریعت له نګاه څخه څه اعتبار لري؟
د حکمتیار راتګ کابل ته په ټولو مؤمنو او خدای پالو افغانانو کي یوه نوې ایماني ولوله او جذبه را پیدا کړه؛هر هغه څوک چي د هغو صحنو شاهد پاته شوی وي د همدې خبري شهادت او ګواهي به ورکوي،حکمتیار له خپل راتګ سره سم د غربي ښکېلاک په خلاف یو بل تود او ستر سنګر پرانستو،کوم چي د ایمان په کتاب کي او د انبیاوو په تاریخ کي ورته دعوت ویل کیږي،هر نبی او رسول مکلف وو چي د کفر او نفاق د جبهو په خلاف به خپل دا سنګر تود ساتي او مؤمن امتیان به ئې د دعوت په لمنه کي خوندي او د ایمان په نور منور پاته کیږي،پرته له کوم تفکیک او تبعیض نه،تعجب دئ چي ځیني احمقان د دعوت له ستري وجیبې دومره نا آشنا دي چي ضرورت ئې منتفي ګڼي او پدې نه پوهیږي چي د اسلامي امت د زوال او انحطاط ستره او اساسي نقطه څه وه؛د امت سترو سترو جلیل القدرو علماء وو خپل ژوند د څه لپاره وقف کړی وو؛دا چي موږ نن په پراخه سینه او شخو بریتو د اسلام دعوه کوو دا د چا له برکته دي؟!دا نن چي زموږ هیواد دا څو لسیزي کیږي چي د اور په لمنه کي سوځي آیا تاسو ئې کله هم اصلي او بنیادي علت ته پام کړی؟!
که د حکمتیار راتګ کابل ته د کفر او تسلیم په معنا نیسئ نو ماته جواب راکړئ:د ابرایم،نوح،یوسف،ذکریا،موسی،عیسی او نورو انبیاءع وو مبارزې ته په کومه سترګه ګورئ؟؟حکمتیار هم سنګر پاللی او هم محضر،هم ئې جهاد کړی او هم ئې دعوت کړی او دا د اوللعزمه پیغمبرانو سنت دئ.
بیا هم تعجب او تأسف ددې خوارانو پر حال چي لا تر اوسه پدې نظر دي چي د دین ارشاد او خپرېدل د هغو حاکمانو او امراوو له لوري شوی چي د ځان لپاره به ئې په حرم سرای کي په سونو سونو مینځي ساتلې او د اقتدار لپاره به ئې د تغلب په شرعي فتوا هر ناوړه او سپک کار دځان لپاره جایز او روا ګڼلو، که دا د مؤمن مسلمان قتل وو د امام ابو حنیفه په څېر او که په بیت المال کي د خپلو ناروا او مردودو خواهشاتو لپاره تصرف وو.
حکمتیار د دعوت او ایمان په تجدید کي هومره کار کړی چي د هیواد په ټول تاریخ کي ئې نظیر نه لیدل کیږي،له هغه ورځي نیولې چي د افغانستان خښته ایښودل شوې بیا تر نن پوري هیڅ مصنف د حکمتیار له شاهکارو تصنیفاتو سره بېلګه نشي جوړېدای،که دا له آدبي پلوه وي او که له معنوي او یا دیني اړخه وي،ځوان نسل ته چي د غربي استعمار له فلسفې متأثر وو نن حکمتیار د سپر او ډال حیثیت لري،امارت اسلامي او په واک کي ئې ټول نظامي او رسنیز وسایل دي د حکمتیار د یوې وړې رسالې په شکل تقدم شعور بر ماده ځوان نسل ته وړاندي کړي موږ به ئې و منو،ډاروین او د تدریجي ارتقاء غلطه نظریه چي ډېره وړه رساله ده؛له چړي مو نیولې بیا تر شېخه تاسو او خدای چي ددې عنوان په ماهیت پوهیږئ؟!
بایبل د قرآن په رڼا کي په پښتو او دري د غربي استعمار پر مذهبي کلیسا د بطلان کرښه ده،ټول غرب ستاسو د حمایت سره دي دا کتاب تنقید کړي، غربي فیلسوف زیګمونډ فروید ته همدې د ایمان داعي د خوبونو له لړۍ جواب ورکړی،يو ځل بیا وایم له چړي تر شېخه مو تاسو او خدای په نوم ئې خبر یاست، له فلسفې سره ئې واقف یاست،آیا پدې خبر یاست چي کارل مارکس ،ډاروین او فروید د امت ځوان نسل ته د کومو زهرو او زقومو حیثیت لري،آيا خبر یاست چي کمیونیزم خپل تور وزر څنګه د هیواد په انګړ کي وغوړاوو،آیا خبر یاست د کمیونستی ښکېلاک او شرقي سېلاب په خلاف لمړنی کتاب چا لیکلی،ستاسو د معلوماتو لپاره باید ووایم:دا نه کوم مولانا لیکلی او نه کوم شېخ،بلکي هغه مهال دا ټول د شاه دربار ته په طمعه ناست وه بلکي د هغه لپاره ئې د دائم العمره خطبې ویلې،دا د نهضت تنکي تنکي ګلونه وه چي یوولس ئې په شهادت ورسېدل او یو حکمتیار ترې پاته دئ چي ستاسو او د ټول شرق او غرب خوبونه ئې حرام کړل.
د امت هغه ستر ناسور (شیعه )چي تل ئې اسلامي امت په غم ځنګولی؛ آیا تاسو ئې په خلاف کومه فکري مبارزه کړې؟کوم کتاب لرئ چي د هیواد ځوان نسل ته ئې په لاس کي ور کړئ، دا اوس چي غرب او په رأس کي ئې امریکا پخپل ټول توان او طاقت سره دا کوښښ کوي چي د اسلامي امت د چارو واګي دوی ته په لاس کي ورکړي او عملاً ئې دا کار په عربي نړۍ کي تر سره کړی
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
وروره اول خو د تا ټولی خبری په تعصب رانغشتی دی۔ دویم اوس خو اسلامی امارت حاکم دی یو نظام دی چی تر چتر لاندی یی ټول اولس د ارام ساه اخیستی ده۔ اوس وخت کی پخپله خوله منصب او چوکی غوښتل به د یو ناپوه سړی کار وی۔ او یواځی او یواځی بیعت ته ضرورت چی باید له اسلامی امارت سره اوشی۔ منم چی نیمګړتیا وی شته خو ایا په خلاف یی قیام ته اراده لرل یا پکی په خوله منصب غوښتل ښه نه ګڼم۔ې موږ پوچه خوله نه کاروو لکه تا چی کارولی خو که مو د منافقت زره برابر درکی څه ولیدل یا مو شر جوړ کړ په قسم په خدای چی له ځانه تیریږو او د دهغه سپین ږیری سر به له تن جلا کوو انشاءلله او نه هم دومره غیرت لری چی څه اوکړی۔ بس د شر او فساد له ډلی سره مو ملا تړلی او په ټولنیزو رسنیو کی غاپی۔ دهغه تبصره د بلکل ردوم او له ځانه سره کیږده۔ غرور او تکبر نور په هیواد کی نه لیږی
تاسو ټول عمر د واک په هوس کې لکه سیل وړي هر شاخ ته لاس اچولی. تاسو لکه د مقر اربکیان د کم فشار په نتیجه کې یو کفري دولت ته تسلیم شوی او د خپل حزب د سپېڅلو شهیدانو وینو مو د کم وخت هوسا ژوند په بدل کې خرڅ کړ. تاسو هغه سپېره خلک یاست چې په کوم نظام ور ګډ شی د هغه بیا خیر نشته، ځکه موږ تاسو ته د خان ګل د خولۍ حیثیت نه درکوو.
تل د وي حزب اسلامي د ریښتینو آزادي غوښتونکو ګوند نه بلکې یو فکر یو مضمون یو هدف یو مکتب یو پوهنتون یو روزنتون یو د اسلام د مبارک دین مدرسه
لیکنه بلکل په علمي اصولو منطقي دلایلو ولاړه لیکنه وه، دلته ستونزه دا ده چې په هيواد هرڅوک حاکم شي نو دړوند تعصب په وجه دحزب اسلامي سره د دښمنۍ لار غوره کوي، داسې نظام چې ځانته شرعي او اسلامي نظام وايی خو دحزب سره دښمني کوی هغه څوک چې ددوی دجهاد دالفبې استاذ و اوس دوی اسلامي شو او حزب غیر اسلامي، ماته دحزب سره ددوی دښمني پلان شوی کار ښکاري، هغه دوحه کې دبندو دروازو ترشاه دپروټوکولونو يوه ماده هم کیدای شي همدا وي چې حزب سره ددښمنۍ لار غوره شوې.
طالبانو هميشه د حزب اسلامى په خلاف خپل سنګر نيولى طالبانو په اول ځل هم او اوس هم دخزب اسلامى په خلاف خپله فاسده نظريه خپله کړى ده خزب اسلامى خو هغه خزب ده چه ظاهر فاسد او داود فاسد په خلاف ې خپله سيا سى اسلامى مبارزه شروع کړه او بيا ې دشوروى په خلاف مصلح جهاد شروع کړ او بيا د ناټو په خلاف هم اولين جهاد حزب اسلامى اعلان کړ په کوم وخت کي چه طالبانو ټول ملت ناتو ته تسليم کړ له ناتو سره مصلحانه جهاد کى هم دا خزب اسلامۍ وو چه ملت ته حوصله ورکړه او طالبانو ته هم نن ولى د يو داسۍ اسلامى مفکرى حزب سره دوى دشمنى کو ى څوک خوشحاله کوى او چاته دا خوشحالى ورکوى طالبانو ورونو په اوړو کى مو شګه شته
السلام علیکم ورحمت الله و برکاته. ماشا الله دیر په زره پوری متن مو خپور کری دی. اما ددعه شان متن د پوهی او لوست لپاره خو عالی تعلیماتو ته دیر ضرورت دی. په اوسنی نظام کی خو دیر امارتیان دی چی سمه پوهه نه لری. په هر صورت نن چی په افعانیستان کی کوم نظام حاکم دی لکه د نجیب د حکومت په شان د اسلام له نوم ثخه استفاده کوی اما په حقیقت کی د منافقانو، ملحدینو او کمونیستانو،ناتو، گوانتنامو او په بگرامونو کی د امریکا او ناتو د خوشی شوو او تربیه شوو بندیانو حکومت دی. ددغه نظام حاکمان په نوم بندیان ول اما په حقیقت کی د ناتو جاسوسان او غلامان ول، تربیه شول او د جمهوریت په عوض راوستل شول. اوس دوی غواری چی مکتب او تعلیم بند کري، د اسلام له نوم ثخه استفاده وکری، اسلامی احزاب هغه چی صادق مسلمان دی نه منی او بندیزونه پری لگوي په داسی حال کی چی اسلام خود خواهی په تندو الفاظو ردوی او د تعلیم بندول اسلام کی نشته. باید هر عاقل او بالغ په دی پوه شی چی د نظام د ناتو او امریکا د جاسو سانو ثخه جورشوی نظام دی او نوم او رنگ یی د اسلام ورته ورکری دی. د اسلامی احزابو نه منل په حکومت کی او یا د هغوی فعالیتونه بندول، دا د فعلی نظامی په ناپوهی باندی نه تنه دلالت نه کوی بلکه تول دستور ناتو او امریکا ورته ورکوی او دا یو غیر اسلامی اقدام دی چی د افغانستان حاکم نظام دغه شان عمل د اسلامی تنظیمونو په خلاف په لار اچولی دی. ااا اسلامی که د مسلمانی دعوا په افعانیستان کی لری او که غواری چی دا په ثبوت ورسوی باید چی د کمونیستانو، ملحدينو، ناتو او امریکایانو لار تعقیب نه کری. حزب اسلامی او د حزب اسلام امیر جناب حکمتیار صاحب د اسلامی نحضت یانو له جملی ثخه یو باتور، په وطن او دین مین پاتی شوی کس دی چی هم په علمی، هم په سیاسی او هم د خپلی مبارزی سیال نه لری ااا ته په کار نه ده چی د یو اسلامی تنظیم او د یو معتبر لیدر او عالم په خلاف پوچه خوله استعمال کری. خو موژ د افغانستان مجاهدین د ااا غیر اصولی کرنی لکه د حزب اسلامی او یا دداسی نورو اسلامی تنظیمونو په خلاف او د کمونیستانو په شان د اسلام له نوم ثخه استفاده کول په کلکو تکو غندو او زغملی نه شو. تینگار کوم چی ااا باید د اسلامی تنظیمونو سره له تعصب او مخالفت ثخه ژر تر ژره لاس واخلی. ملا هیبت الله او ورسره نور تول همکاران یی باید له هر قسم تعصب او خود هایی پرته یو جامع او تول شموله فکر ولری. نوت. د دلاور مجتبی د نظر په جواب کی باید ووایم تاته په گار نه ده چی د حکمتیار صاحب په خلاف خبره وکری چون زه تا دیر شه پیژنم خپل زان وساته. دا ۵۰ کاله خو داسی کس پیدا نه شو چی د جکمتیار صاحب سر له تنه پریکری. خو که بیا ته دا اخطارونه حکمتیار صاحب ته ورکوی باید پوه شی چی ستا او ستا د بادارانو سرونه به هم له تنو ثخه پریشی. ته پیدا نه وی حکمتیار صاحب پیدا وو او د خپل وطن او خلکو د سر او مال لپاره یی تول عمر قربانی او جهاد وکره. تاسو او ستا په شان د نورو لوچکو او جاهیلانو سرونه د حزب اسلامی مجاهدینو ته کوم سخت کار نه دی. خوله او جاهلانه قلم د سم خوزه وه. ۹۹ فیصده مجاهدین په گرد افغانستان کی د حزب اسلامی دی. اما حزب اسلامی دایم د جنگ په خلاف د صلحی لار اختیار کری ده. که دا وار یوه چیغه وشی بیا به ستا او ستا مشرانو ته غرونه هم پناه ور نکری. الله ج د په تول افغانستان خپل رحم او کرم وکاندی. و من الله توفیق. اسلا
