نو اوس چه هم څوک د عصري علومو په ارزښت نه پوهيږي بايد ډاکټر ته بوتلل شي
عصري علوم.
په دې وخت کې د ايران داسی بچه ترسانک بريد د اسر اييلو، په تيره بيا د نت ن ياهو، په ګټه دې.
په هر حال ، زما سره انديښنه دا پيدا شوه چه که خدای مه کړه پر مونږ څوک همداسې برید وکړي نو څه به کوو؟
آيا مونږ د بالمثل عمل او يا ددفاع جوګه يو؟
قطعا نه.
نو اوس چه هم څوک د عصري علومو په ارزښت نه پوهيږي بايد ډاکټر ته بوتلل شي.
دا د حکومت مسئولیت دې
درنو لوستونکو لاندې ټکو ته مو پام را اړول غواړم:
لمړي :
مونږ وار وار د فقهاوو دا خبره یاده کړې ده چه وایی دنیوي( عصري) علوم فرض کفایي دي، حتی دسترې محکمې رئیس ښاغلې عبد الحکیم حقانې هم په خپل ( الامارة الاسلامیة ونظامها) کتاب کې د ابن عابدین( شامي) په حوالې سره دغه خبره کړې ده . که څوک یی مفصل دلائل غواړي نو زما په څو کاله پخوانئ لیکنه( اسلام او دنیوي علوم) کې یی لوستلای شي.
همدا راز په دیني علومو کې د فتوی تر کچې تخصص کول هم فرض کفایی دي.
دوهم :
نو اوس ددغې فرض عملي کول د افرادو کار نه، بلکه د حکومت دنیوي او اخروي مسئولیت دې، او ددیني مدرسې سره موازي باید ښوونځی او پوهنتون ته هم پاملرنه وشي، اواړوند چارواکي پدې شرعا مکلف دي چه ددغه فرض د مناسب عملي کولو لارې چارې ولټوي.
دریم:
ټول پوهیږو چه مونږ په تعلیمې لحاظ له نړیوالې قافلې څومره وروسته پاتې یو، نو اوس باید څومره هلې ځلې وکړو تر څو نړیوالې قافلې ته ورنږدې شو؟
کیداې شي څوک ووایی چه ته هسې هوا ګزوې، مونږ چیرې او نړیوال چیرې!
خو ما ته دغه کار هیڅ ناشونې نه ښکاري، ځکه چه- زما د خپلې تجربې له مخې- افغانان ډیر با استعداده قوم دې، له نورو که زیات نه وي کله هم ترې کم نه دې، خو مخلصې او بابصیرته او مدبرې رهبرئ او قیادت ته اړتیا لري.
څلورم :
زه ددغې اوږد مزل او دې اوږدې فاصلې تر ممکن بریده لنډولو په پارد څو تدابیرو وړاندیز کووم :
۱- مونږ په بهر کې د عصري علومو په نړیواله کچه متخصصین لرو، نو که ممکنه وي د تماس کمیسیون دې د سیاسي داړه مارانو پر ځاې د همدغو پوهانو سره تماس ونیسي، او د وطن ته د راستنیدلو قناعت دې ورکړي، او ددی کار لپاره دې دلته د هغوی د راستنیدلو او د هغوی نه د کار اخیستولو شرائط او زمینه باید برابره شي، دا کار ستونزمن دې، خو ناشونې نه.
۲- هر څومره چه ممکن وي ( په سلګونو او زرګونو) افغانې محصلان باید بهر ته د زده کړو لپاره واستول شي، که ددغی شاګردانو نیمایی هم څو کاله وروسته په بریالئ توګه بیرته راستانه شي، دا به ددغې فرض د عملي کولو په لار کي ستر ګام وي.
البته د بهر لیږلو میعار باید یواځې او یواځې اهلیت او اسلام ته ژمنتیا وې او بس.
۳- د لیسو مدیرانو ته باید سپارښتنه وشي چه د لوړ استعداد لرونکې شاګردان په نخښه او تشویق کړي، او نومونه یی د اړوند چارواکو سره شریک کړي، تر څو ورته په پورته مرحلو کی خاصه توجه وشي.
او ددې تر څنګ د شاګردانو تر مینځ د علمي سیالئ ډګر هم تود، او په زړونو کې یی د علم ولولې څپاندې شي.
۴- باید تر ممکنه بریده تحقیقاتې او څیړنیز مرکزونه جوړ شي، پداسی مرکزونو مصارف بی ځایه نه دي.
دا څو ټکي فعلا زما ذهن ته راغلل، ما ته د وطن زمکني واقعیتونه دقیق معلوم نه دي، ممکن د ځینو ورونو سره ددې نه هم ښې او ګټورې طرحې او افکار موجود وي، زما موخه ددې ټکي روښانه کول دي چه:
عصري علوم فرض کفایی دي، او ددغي فرض پر ځای کول د حکومت دیني او دنیوې مسئولیت دې.
الله تعالی دی ورته ددغې فرض د عملي کولو او ددغي ضرورت د پوره کولو توفیق ورکړي.
