مطالب مهم

د جدي شپږمه مجاهدین او خائنین!!

خير الله شينواری   د جدي د شپږمې د تقبیح اصلي وارثان همدوی دي، د سره طاغوتي لښکر په وړاندې ددې هیواد همدې سر سپارلو مجاهدینو سر را پورته کړ او پخپلو زړو کربین او جزایل ټوپکو، زړو پچیس او موشکش تفنګچو، حتی د خپلو کورونو په تېرو برچو او تبرګیو یې د شوري اتحاد د سرو لښکرو مقابلې ته راودانګل، هغه وخت نه د امریکا د کانګرس مرستې وې نه هم د سي آی اې اوپراتیفي پیسې، نه د اروپا وسلې او کومکونه وو نه هم امریکایي سټینګر توغندي او نه هم د وخت د ملنګو ګاونډيو هیوادونو پټنځایونه، افغانانو په تک تنها ځان او تش لاس د «خرس قطبي» مخې ته د خپلو ارزښتونو د ساتنې په موخه ځان سپر کړ او د خپلو نوامیسو، ارضي تمامیت، خپلواکۍ او ملي ارادې دفاع یې د خپلو وینو او غوښو په بیه وکړه، نړیوال چې کله ...
نور ولوله

اوس پوهه شوى چې پرون قتلونه چا کؤل!

لکه دا اوس چې د هند استخباراتي مامور امر الله صالح د ايران استخباراتي مأمور دانش، د يونيکال مامور غني هدفي ؤژنې کوي پرون همداسي د روس، هند، ايران، فرانس امريکا جاسوسانو قتلونه کؤل پر حکمتيار به ئې تپل اوس به ځيني بيا وغاپي چي 60 زره کابليان چا ووژل ځواب تر لمر روښان تثبيت دى چې هغو ووژل چي پر نړۍ وال تر سره شؤي توافق ئې پر اتم ثؤر پر نجيب کودتا وکړه (پرچم او شوراى نظار) هغو ووژل چي پر ظاهرشاه ئې کودتا وکړه هغو ووژل چي پر داود ئې هم وحشي کودتا وکړه هغو ووژل چي پر خپل رهبر ترکي ئې هم کودتا وکړه هغو ووژل چي دارلامان ئې ړنګ تباه او پر امين هم کودتاه وکړه هغو ووژل چي روسان يي عملا راوستل هغو ووژل چي د روغي جوړي تر چيغو لاندي لکه غني فريب...
نور ولوله

حکمتيار: نن شوروي اتحاد نشته خو د دوى په لاس پيل شوې جگړه لا دوام لري

موږ نن د جدي توري ورځي په مناسبت؛ دلته راغونډ شوي يو؛ دا هغه كرغېړنه ورځ ده چي شوروي ځواكونو له فضاء او زمكي زموږ پر هېواد بريد وكړ، اوږد، خونړى او تباه كوونكى جنگ ئې پر مظلومو افغانانو تحميل كړ؛ داسي جنگ چي له همغي ورځي تر ننه ئې دوام وكړ او په تېرو يو څلويښت كلونو كي ئې له نږدې دوه نيم مليونه افغانانو ژوند واخيست؛ د دوى هېواد ئې د يوې خونړۍ نيابتي جگړي په ډگر بدل كړ، نن شوروي اتحاد نشته خو د دوى په لاس پيل شوې جگړه لا دوام لري. اجازه راكړئ تر دې وړاندي چي د شپږم جدي په اړه خپله وينا پيل كړم؛ د كابل؛ د روان بد امنيتي وضعيت په اړه څو عرائض ولرم: د كابل ښار امنيتي وضعيت د مزيد خرابېدو په لوري روان دئ، حكومت نه يوازي د امنيت له تأمين عاجز دئ، بلكي په دې تورن دئ چي ځيني حكومتي كړۍ...
نور ولوله

افغان سوله او د بلي جګړې د پیل منظمي هڅې!

ضابط یا تورن اسماعیل خان ته، د ټول هغه تعصب او اتنیکی کرکټر خلاف چې لری یې زه د افغان تاریخ د یوه حساس پړاو څخه درناوی هم لرم، هغه داچې نوموړی یو له یوازنیو جهادی قومندانانو او پاټکیانو څخه وو چې د تنظیمي اړو دوړو پرمهال یې د افغانستان له ملی شتمنیو سره خیانت ونه کړل، او هېڅ څه یې په ایران او پاکستان ونه پلورل. ولي د دې ترڅنګ د افغان سولې په بهیر کې وروستي دریځونه یې د اندېښني وړ او د افغانستان د تاریخی ثبات او د آمن له روانو هڅو سره په ښکاره دښمنۍ کې دې. داسي مالومات شته چې هند د افغانستان د شمال او مرکزی افغانستان د مهمو سیمو په ګډون د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چې د غازی ایوب خان د مېړانو او عزت ټاټوبی دی هم د ملېشو جوړولو او د سولې د منظم تخریب ...
نور ولوله

د جواد ظریف څرګندونو ته له یوه بېل لیده غبرګون!

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټوله مرکه او د ایران د اخوندی رژیم دریځونه یوې خواته، هغه څه چې ماته د یوه افغان په توګه د ملتپالنې او افغان ګټو له دریځه مهم وو، هغه دا یوه جمله وه چې وویل ( هېڅ ځای لکه خپله خاوره او هېواد نشي کېدای ) موږ په خوږه پښتو ژبه کې پدې اړوند ډېرې ژورې بېلګي لرو، داچې وایي پردی کټ تر نیمو شپو دی، تر پردې زوی خپله لور هم ښه ده، هر چاته خپل وطن کشمیر دی، ‏پردي خواړه يا پور دى يا پيغور او تر پردی ګل خپل اغزی هم ښه دی. نو په داسي یوه حالت کې پر ایران، پنجاب، فرنګ او مغل د تکیی پرځای ښه دی چې زموږ سیاستوال، رهبرګوټی او واکمنان دا وطن خپل وګڼی، د نیویارک د ساتلو، په تهران، سویس، ماسکو او خلیج کې د عیش نوش پرځای پدې خاوره کې ځانته د کور، اور او ګور فکر وکړې، هغ...
نور ولوله

د بهرنیو هر کار او هره خبره د افغانانو په زیان او تر شاه یې نورې لوبې دي

حاجي معراج   د لوبې څرنګوالې ته تاسې وګورۍ ، امریکا اسلامي امارت په رسمیت نه پيژني خو د راتلونکې په اړه تضمین ترې غواړي ، تېرو شلو کلو لاسته راوړنو باندې ویاړي خو اوسنی دموکراسي ورته د منلو نده ، همدا شان ایران خپل هېواد کې د یوې شیبې لپاره سني سیاستوال نشي زغملی خو افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحریک ، چې سنیان دي حمایه کوي ، پاکستاني نظام کې پښتون ته د یوې ټکې ارزښت نه ورکوي خو دلته د پښتنو حکومت غواړي ، هند کشمیر کې د خلکو مدني حقونه تر پښو لاندې کوي خو دلته د دموکراسۍ لپاره پانګوونه کوي، همدا شان د افغانستان د ټولو بدبختیو اصلي عاملین روسان دي خو د اوسني نظام مخالف اسلامي تحریک سره مرسته کوي، سعودي او متحده عربي امارات د پنځو کسانو څخه زیات چاته د سیاسي ازادۍ حق نه ورکوي خو د...
نور ولوله

د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه

د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه ډیره بده ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ. د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه. پدغه توره ورځ، د افغانستان په تاریخ کې ډېر بد سړی، چې ببرک کارمل نومېده، د روسي عسکرو سره یوځای په روسي ټانکونو سپور، کابل ته راوړل شو. ببرک کارمل خپله د غلامۍ لومړنۍ بیانیه، په زیات ګمان سره له تاجکستان څخه نشر کړه. د پرچم د ګوند غړو، ډېرې خوشحالۍ وکړې، او یو او بل ته به یې مبارکي ورکوله. پرچمیانو، روسي یرغلګرو ته د سرو ګلانو په ګېډیو هرکلی ووایه، او پرچمیانو، دغه اشغال ته د ”مرحلهٔ نوین انقلاب ثو...
نور ولوله

اسټرالیایان محاکمه شول؛ د افغان افغان قاتلین به څوک محاکمه کړي!

څو موده مخکې عادي اسټرالیایي عسکرو چې افغانستان کې یې د اوسېدو په مهال ترې جنایت شوی و خپلو وجدانونو ځان وژنې ته اړ کړل. په همدغسې یو تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیرې د خپلو اسټرالیایي هاغو عسکرو محاکمه پیل کړه چې په افغانستان کې یې ملکي بې ګناه کسان کړولي وو او د هغوی په هکله یې له داخل نه ثوابت او شواهد پیدا کړي و. په همدغسې یو ژور تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیره د تأثر له مخې یوه مریضي حالت ته ننوتله. منم چې د اسټرالیا حکومت هاغه ورځ پوره غور ونکړ چې د بوش په قومنده یې خپل اسټرالیایي فوځیان افغانستان ته د هآغه مظلوم ملت د وژلو لپاره د امریکایانو سره ملګري کړل چې افغانانو نه مستقیم او نه بالواسطه د امریکا د یوولسم ستمبر په ...
نور ولوله

حکمتيار: حزب اسلامي حاضر است؛ مسئوليت تأمين امنيت مذاکرات را به عهده بگيرد

1.            تأخير سه هفته اى در مذاكرات دوحه؛ خبر خوشايندى نيست. بايد ترتيبى گرفته شود كه مذاكرات تا رسيدن به توافق بدون هيچ وقفه و تأخير دوام كند؛ در شرائطى كه هر روز صدها افغان به خاك و خون كشانده مى شوند؛ نه طولانى شدن بى موجب مذاكرات قابل توجيه است و نه توقف چندين روزه آن؛ اگر احياناً خستگى ها و دور ماندن اعضاء هيئت از خانواده هاى شان؛ باعث اين تأخير است؛ مى توان مشكل را از طريقى ديگر حل كرد؛ عوض رفتن تمامى هيئت يكجايى به خانه هاى شان؛ برخى به مذاكره ادامه دهند و برخى وقفه اى بروند و برگردند.  2.            حكومت كابل پيشنه...
نور ولوله

یوځل بیا زما له آزادي څخه انکار شوی

اسد الله هارون   د ګوانتانامو توقیف نمبر 3148 دلته هیڅ شی ما ته معنی نه ورکوي. یوځل بیا زما له آزادي څخه انکار شوی ، مګر زه نه پوهیږم چې ولې. دا څلورم ځل دی چې زه د دوراني بیاکتنې بورډ مخې ته تللی یم ، کوم چې پریکړه کوي چې زه کولی شم دا زندان پریږدم. دوی زما سره په مورنۍ ژبه ، په پښتو خبرې نه کوي. زه کولی شم نورې ژبې خبرې وکړم ، او ځینې وختونه ژباړونکي کاروم ، مګر زه په پښتو کې ترټولو هوسا احساس کوم. کله چې زه د پښتو شیانو په اړه وغږیږم ، دوی ځواب نه ورکوي. که دوی اجازه را نه کړي چې خپله ژبه ووایم ، دوی به څنګه پوه شي چې زه له کوم ځای څخه راغلی یم. ایا دوی حتی هڅه کوي؟ دا هیڅ معنی نلري. زه ویره لرم چې بور...
نور ولوله

د افغانستان په خاوره کې مذاکره

په خپله خاوره کې مذاکرات د ټولو هیله ده؛ مګر حالات زمونږ دې آرزو سره پُخلا نه دي. ځکه، کېدای شي مذاکره د دولت یا طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې وشي؛ مګر که په دې جریان کې د مذاکرې په بهیر برید وشو، یو لوری به یې پر بل لوري اړوي. امن د مذاکرې محل لپاره شرط دی او نړیوال نظارت هم. که دا تریخ واقعیت ومنو چې افغانانو د ډېرې زمانې راهیسې د خپلو لانجو د حل اهلیت بایللی، وضعیت سره به مو واقعي چلند کړی وي. همداسې په کور دننه مذاکرات د حکومت د ناسیونالېستي غیرت او احساس ښکارندوی نه دی، بلکې دوی تمه لري چې دلته به روان بهیر آسانه سبوتاژ کړي. د بُن د کنفرانس د دایرېدو پر مهال استاد رباني کټ مټ همداسې موقف درلود، هغه په کابل کې د یاد کنفرانس دایرېدل غوښتل. د امریکې د وخت ولسمشر (جورج ډبلیو بوش) رباني ...
نور ولوله

خدایه موږ له دې امتحان نه نور بريالي خلاص کړه

دې ځوان ته به یې مېرمن، مور، خورکۍ، ورونه او واړه بچي په تمه وي چې لالا مو په رخصتي راځي، جیب به یې ډک وي چکر ته به مو بوځي. دا ځوان به هم قام او قبيل کې سل سيالي او شريکي لري‌. څومره ارمانونه به یې په زړه وي. خو لالا ګانو ته کابل کې زرهي موټرو او کود ۹۱ نه مليونونه ډالر يواځې دسترخوان خرچې ورځي. سړی کوم غم وژاړي. د داسې هیلو او ځوانانو د سر په بيه د دې جنګي ماشين انجن چلېږي. د نړيوال ټروريزم په پلمه پرې همداسې نور د وطن مظلوم ځوانان وژني. موږ یې وينو چې دواړه خوا همداسې معصوم ځوانان له يو بله ژوند اخلي او په ټولو نامراده هيلو یې خاوری اوړي. دا ځوان هم زموږ خپل دی. د همدی وطن دی. مور ا...
نور ولوله

هئيت مذاکره کننده ارگ بخاطر استراحت به کابل بر گشتند

  هیئت مذاکره کننده ای اداره چهار خیابان داخل ارگ، طی یک سفر سیاحتی و شاید هم بخاطر استراحت دهی معده های شان، به کابل بر گشتند . و در آن سو، کشیش خلیل زاد نیز، گشت گذار تفریحی دیگری را، روی دست گرفته است، تا بار دیگر سر اشتهاء بیاید و باردیگر این هارا در زیر نام ( مذاکرات صلح ؟؟؟!!!) کله به کله بکند . تا با این وقت کشی که یکی از ویژگی ها و شاخصه های دپلوماسی منافق آمریکای صلیبی است، چند ماه و یا چند سالی دیگر، سپری شود تا ملیشه های اشغالگر و حکومت مزدور، بتوانند مردم افغانستان را سیستماتیک تر، بمباران نمایند و بیشتر، بکشند و خوبتر، چپاول نمایند! مگر ما مذاکرات صلح آمریکایی را در فلسطین فراموش نموده ایم که هفت...
نور ولوله

آیا نگفته بودم که آمریکا دروغ می گوید ؟!

باز هم تأكيد می کنم که آمریکا یک کشور متجاوز، تروریست، هراس افگن، آشوب گر، منافق، اشغالگر، ستیزه جو، جنگ طلب، قاتل، فتنه انگیز، دروغ گوی، بشر ستیز، زن ستیز، قانون گریز، افسار گسیخته، یاغی، ولگرد، تناقض گو، سادیست، بیمار روانی، شرارت پیشه، نیرنگ باز، خرافات پرست، مرتجع، افسانه گو  و ..... است . این کشور جنایتکار  به هیچ یکی از تعهدات سیاسی، حقوقی و اخلاقی و همچنین به هیچ یکی از توافقنامه ها و قرار داد های جهانی و بین المللی، پایبند نیست! این کشور شرارت پیشه، هفتاد سال شده است که مردم فلسطین را در زیر نام مذاکرات صلح، فریب می دهد ! از ما و شما تازه دارد یک سال و نیم، می گذرد . دین، نظام اقتصادی و زندگی اجتماعی آمریک...
نور ولوله

مجلس قوماندانان و بزرگان جهاد در مورد انسجام حزب اسلامی

ابراز نظریات مهم از یک عده قومندانان و بزرگان مطرح جهادی چهاردهی زمین طی یک نشست و مهمانی کوچک روز شنبه در دفتر ریاست خدمات اجتماعی ارایه شد.  دراین مجلس هر برادر بطور آزادانه سخن رانی و با انتقادات سالم در مورد انسجام وبرنامه ریزی وسازمان دهی بهتراعضای حزب اسلامی خصوصا مجاهدین  وراهکار های عملی آن نظریات و پیشنهادات ،گلایه ها وطرحهای مختلف خویش را درفضای دلسوزی به حزب وثابت قدم ماندن درپهلوی امیرحزب اسلامی ارِایه نمودند. یکی ازبزرگان( ق. ع) در قسمتی از سخنان شان به شکل گلایه  گفتند: حزب اسلامی ومحترم امیر بزر...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک