د جدي شپږمه مجاهدین او خائنین!!
خير الله شينواری
د جدي د شپږمې د تقبیح اصلي وارثان همدوی دي، د سره طاغوتي لښکر په وړاندې ددې هیواد همدې سر سپارلو مجاهدینو سر را پورته کړ او پخپلو زړو کربین او جزایل ټوپکو، زړو پچیس او موشکش تفنګچو، حتی د خپلو کورونو په تېرو برچو او تبرګیو یې د شوري اتحاد د سرو لښکرو مقابلې ته راودانګل، هغه وخت نه د امریکا د کانګرس مرستې وې نه هم د سي آی اې اوپراتیفي پیسې، نه د اروپا وسلې او کومکونه وو نه هم امریکایي سټینګر توغندي او نه هم د وخت د ملنګو ګاونډيو هیوادونو پټنځایونه، افغانانو په تک تنها ځان او تش لاس د «خرس قطبي» مخې ته د خپلو ارزښتونو د ساتنې په موخه ځان سپر کړ او د خپلو نوامیسو، ارضي تمامیت، خپلواکۍ او ملي ارادې دفاع یې د خپلو وینو او غوښو په بیه وکړه، نړیوال چې کله پدې مطمئین شول چې سرې لښکرې په افغانستان کې ماتېدونکې دي او شورويان نور لدې ګړنګه د وتلو توانائي نلري نو بیا یې د افغانانو مرستې ته راودانګل او له مهاجرت نیولې تر وسلو او پیسو یې کومکونه را چالان کړل تر څو ددوی د ستر حریف ماته دلته یقیني شي.
د نهضت اسلامي تر وېشل کېدو وروسته یواځينی ګوند چې ټولو افغانانو پکښې خپل ځان لیده او خپلو ارمانونو ته رسېدل یې پکښې ممکن بلل هغه حز ب اسلا مي وه چې مطلق اکثریت یې لاره او د هیواد د هغه وخت د جغرافیایي وېش مطابق یې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې فعال جبهات لرل، حکمتیار په نړیواله کچه د پېړۍ له مطرحو او مؤثرو شخصیتونو وګڼل شو او په نړیواله میډیا کې یې د فریډیم فایټر یا د ازادۍ د جنګیالي لقب خپل کړ، ددغه ګوند په چوکاټ کې او لدې بهره افغانانو ډېره ستره قرباني ورکړه تر څو شوروي اتحاد له خپلې خاورې ویستو ته مجبور کړي.
خو بلې خوا ته د جمعیت په نامه یو څو تنه اردلیان راټول شوي وه چې لومړی یې د نهضت اسلامي په ویشلو سره د افغانانو متحده مبارزه ووېشله او وروسته یې بیا خپل ټول توان پدې مصرفاوه چې څنګه په داخل کې د حزب د فتوحاتو او سوبو مخنیوی وکړي، دوی د قومي تعصب په بنا د ذلالت تر دې حده ورسېدل چې له شورویانو سره یې په سالنګ کې ددوی د کتارونو د امنیت ساتلو پرټوکولونه لاسلیک کړل او د خپل ځان د خوندیتوب پخاطر یې له روسانو سره رسمي اوربند وکړ، او د روسانو په مټ یې شمال کې د خپل نفوذ د پراختیا په موخه د حزب پیاوړي سنګرونه تر اور لاندې ونیول، دوی پدې هم اکتفاء ونکړه او د ژبې او قوم په اساس یې له پرچمیانو او د نجیب له بقایاوو سره د کابل د نیولو او چور کولو ننګین تړون په جبل السراج کې لاسلیک کړ او په کابل یې د ثور په اتمه هجوم یووړ چې دغه د شورای نظار او پرچمیانو تړون د ۶۰،۰۰۰ کابلیانو د مرګ اصلي دلیل او سر منشی وه.
نن همدا اردلیان چې پرون یې روسانو سره ۶ کاله اوربند کړیوه، له پرچمیانو سره یې د کابل د نیولو لپاره اتحاد او کابل یې ۳ ځلې د درې نظامونو په سقوط سره له سر تر پایه پاک چور کړ، د جهاد او قربانیو ثمره هم دوی په اوبو لاهو کړه او نن د ناټو او امریکا تر څنګ هم دوی ولاړ دي راغلي ځانته اصلي مجاهدین هم وایي، د یو نیم ملیون شهیدانو وارثین هم ځان بولي او د ښې مسلمانۍ دعوه داران هم ځانونه ګڼي، دا چې دا د سیاست او مبارزې میدان ولې مونږ بایلود یو اوږد او جلا بحث دی چې کله به یې په تفصیل سره د ګرانو ځوانانو مخته د لاملونو او عاملونو سره وړاندې کړم.
