مطالب مهم

فاتح افغانان او ماته شوې روسيه؟!

ډیری ځوانان وينم په شعوري او لاشعوره توګه په جمعي ډول افغانانو ته پېغور ورکوي. دوی دا پېغور د روسېې اوسني اقتصادي ځواک او فقر کې غرق افغانستان سره په مقایسې سره کوي. بيا په ډېر توهين ډوله انداز اضافه کړي چې ماته شوې روسیه چېرته او فاتح افغانان په څه شان بدرنګ. دا ښاغلي دومره نه پوهېږي چې افغانانو په روسانو مسکو کې تیری نه وو کړی بلکې دا روسان وو چې خپلو روزل شويو وطني افغان مور فروشانو سره په ګډه د افغانانو په کور ننوتل. که د افغانانو ځواک او اقتصاد له يرغل مخکې روسانو سره مساوي وای بيا مو حق درلود چې افغانستان او روسيه داسې مقايسه کړو لکه نن یې چې مقايسه کوو او و وايو چې فاتح چېرته او مغلوب کوم ځای....
نور ولوله

ما به چند دليل نخواستيم در جلسه ابتدائى آن در ارگ شركت كنيم - حکمتىار

1.            نخواستيم در برابر طالبان و در جبهه ضد آنان قرار گيريم. آيا درست است كه حزب اسلامي؛ ميان اين دو طرف درگير (حكومت و طالبان) در كنار حكومت باشد؟ در حالى كه نه تنها شامل آن نيست؛ بلكه اين حكومت؛ سياستهاى دشمنى آشتى ناپذير با حزب را در پيش گرفته است. 2.            اين شورى به دستور و در نتيجه فشارهاى امريكا بر حكومت كابل ساخته شد؛ هدفش اين است كه در رابطه به تقسيم قدرت ميان حكومت و طالبان مرجع نهائى تصميمگيرى باشد. عكس العمل فورى مقامات امريكايى متصل جلسه ابتدائى شورى؛ از يك سو و اظهارات مسئولين حكومت كابل و توافق با تدوير نخ...
نور ولوله

د یوه سلاکار ځینې ځانګړتیاوې!

نن سبا، په رسنیو کې ډېر زیات سلاکاران ښکاره کیږي، او خبرې کوي، او دوی ټول شپه او ورځ کوښښ کوي، چې د خپلو آمرینو، او مشرانو، د ټولو کړنو څخه دفاع وکړي. په اوسني افغانستان کې، د جنرالانو، او سلاکارانو تعداد باالکل بې حده زیات شوی دی. کېدای شي، ځینې په ډېره سپین سترګۍ سره، دغې ته هم، یوه لاسته راوړنه ووایي. د یادولو وړ ده، چې الحمدلله، په افغانستان کې ځینې ډېر ښه سلاکاران، او جنرالان شته، چې هغوی په اسلام او وطن مین دي، او الله(ج) دې، د هغوی تعداد نور هم زیات کړي. همدارنګه، هرڅوک یوه ښه مسلمان، وطنپال، هوشیار، ځیرک، حق ویونکي، زړور، او پوه، سلاکار ته ضرورت لري، او هېڅوک هم له خپله ځانه پوره ندي. ...
نور ولوله

د حزب اسلامي مشرانو او جهادی قومندانانو ناسته

تېره ورځ د حزب اسلامي دفتر دارالامان کې د مشرانو او جهادي قوماندانو ناسته تر سره شو د دې محترمو مشرانو او کشرانو ځانگړی اوصاف دا دي: 1- په تیرو دواړو بهرنی یرغلگرو په وړاندی دجهاد دبرخی ویاړالله پاک ورکړی دی. 2-د جهاد، مبارزی او فداکاری میدان کې مخکښ او دامتیاز څخه هیراو سفارش وخت کی گمنام. 3- دوی تر اوسه د حزب اسلامی محترم امیر ترڅنگ ثابت قدم پاتی دی. مذبذب او یوځای بل ځای تللی ندی. 4- یقینا په حزب کی  د ناخوالو او د جفا په وړاندی صبر، تحمل او الله پاک ته شاکی دی نه د پردیو دروازو ته د خپل د کور د مشر شکای...
نور ولوله

سوله زمونږ لوی ارمان

سید عبدالله پاچا   څومره خوږ او مقدس لفظ دی چې ورسره انسانیت، اخلاق، آرامیتا، سوکالی، ترقي او پرمختګ، مینه او ورورولۍ، محبت او اخوت، ځان تیروتنه، وفا، اخلاص او د دنیا او آخرت خیر او نیکمرغی نغښتې او اخښل شوي دی الله تعالی فرمایی: ﴿وَٱلصُّلۡحُ خَيۡرٞۗ ﴾ [النساء: 128] ژباړه « او سوله خیر او ښیرازه ده»  که د سولې او پخلاینې تاریخي پس منظرته ځیر شو، هلته به وګورو چې د اسلام ستر لارښود، حضرت محمدمصطفی (ص) چې د سولې او مسالمت ژوندانه ته څومره د اهمیت په سترګه کتل او د دارنګه تعهداتو او معاهداتو منل څومره ګران و چې ټول مواد به یې ظاهراً د مسلمانانو په زیان باندې ښکاریدل او رسول الله به څومره ګذشت او شرښندنه کوله، دا مواد به یې سره د دې چ...
نور ولوله

له جګړې وروسته افغانستان

څلوېښت کاله افغانستان په عموم خو ځینې سیمې بیا په خاص ډول تر سور اور لاندې وې. د مثال په توګه که و وایم بامیانو او پنجشیر کې روسانو هم بمبارد ندی کړی او امریکا هم پکې یو کاړتوس ندی خالي کړی، خو کندهار او لوګر بیا د دواړو د اور محراق وو. له بده مرغه څلوېښت کاله او خصوصا تېر نولس کاله هغه څه وو چې یو نسل پکې را وټوکېد او اوس د جګړو ځپلو او مقابل کی یې د امنو سیمو افغان تر منځ لوی فکري، تعلیمي او تخنیکي واټن پروت دی. له امن نه برخمن افغان په همدا نولسو کالو کې له تعلیمي فرصت، نړیوالو مرستو او حکومتي ملاتړ نه په استفاده په داخل او بهر کې تعلیمونه او زده کړې کولې خو نا امن افغانستان او تر اور لاندې سیمو کې افغان ماشوم، ځوان او ...
نور ولوله

چاته به تش تصویر ښکاري، چاته تشې کنډوالې

خو زه چې کله هم پرې وربرابر شم، یوې بلې نړی ته مې ورسره یوسي، دا کنډر ، کنډر دیوالونه ماسره خبرې کوي،  ماته کیسې کوي ، دخوږو یادونو، د سهارونو د ماښامونو، د غم او ښادی یادونه را وسبړي داسې  یادونه  چې زما زړه ته لکه اغزی ورچوخيږي دا دیوالونه  هیندارې شي، زه پکې تصویرونه گورم د چا او چا  به درته وایم، د هر دیوال میموري له تصویرونو او یادونو ډکه ده ماته د اخلاص او صمییمت نه ډکې څیرې رامخې ته کوي د ایمان او تقوی سمبولونه مې یاد ته راولي ځان ځاروونکي او پر دین فداء دنگې نښتري تنې راته موسکي ،موسکي کیږي دا دیوالونه ظاهرا خړ ، پړ ښکاري  خو ، خو په هر...
نور ولوله

افغانستان کې د بدبختۍ عاملان څوک دي؟!، طا لبان، ټامیان، مجاهدین او که افغان کمونستان؟!

له محمد ظاهرشاه تر داکتر غني، د ټولو واکمنو په واکمنیو کې د هغوی هغو تېروتنو ته لنډه کتنه چې افغانستان یې په بل مخ واړوه. - محمد ظاهر شاه د واک وروستیو کې سیاسی فعالیتونو او ګوندونو ته ازادي ورکړه. - ځوانان یې مصر، مسکو، امریکا او نورو هیوادونو ته تعلیم لپاره واستول خو مصر نه اخوانیان، مسکو نه کمونستان، امریکا نه لبرال او نورو نه نور دبړه ماران راغلل. - مسکو نه راغلو افغاني کمونستانو په خپل خاص مهارت له سردار داود سره یارانه ټینګه کړه. - کمونستانو سردار د محمد ظاهرشاه خلاف وپړسوه تر دې چې د ظاهرشاه څ...
نور ولوله

د سیکولرانو له خوا د اسلام ضد فعالیتونه!

څارنوال سلیمان الکوزی   د پوهنې وزیره میرمن رنګینه حمیدي څه غواړي؟ د چا د موخو او ګټو لپاره کار کوي؟ میرمن رنګینه حمیدی د کندهار ولایت اوسیدونکې ده، پلار یې د یاد ولایت ښاروال وو چي د یوې چاودنې په ترڅ کې و وژل شو، میرمن حمیدي د خپل ژوند زیاته برخه په امریکا کې تېره کړې ده په اخیري دوو لسیزو کي یې دننه په افغانستان کې له غیر دولتي انجیوګانو او بهرنیو سفارتونو سره کار کړی؛ تازه څو میاشتې وړاندې د اشرف غني له خوا د پوهنې وزارت د سرپرست وزیرې په توګه وټاکل شوه. د اشرف غني د حکومت دواړه دورې افغان مسلمان او مجاهد ولس ته تورې دورې وې د هیڅ افغان سر، مال، دین، ابرو او عزت پکې خوندي نه وو د بیلګې په توګه په سلګونو علماء او استادان تر دې مهاله ت...
نور ولوله

د ډارن مصلحت نتائج څه دي؟!

د لر او بر منډېلا! تا ته همدا شرم بس دئ چي خپله مورنۍ ژبه دي نده زده، ستا پښتو له اردو متأثره شوې، په پښتو لیکل نشې کولی، ستا داعیه، ستا سیاست او سیاسي تبصرې ستا پښتو ته ورته دي، همهغسي ګډوډي او بې معنی، د جملاتو د تشریح کولو لپاره دي باید تر څنګ کوم ژباړن ودرول شي چي ستا پښتو نورو پښتنو ته وژباړي... اې د پي ټي اېم نېلسن منډېلا! ته لا د سیاست نابالغه ځوان ئې خو د حکمتیار سینه د سیمي د سیاست د رازونو هدیره ده، تا ته د حکمتیار ځپلو مأموریت د کابل د ارګ او د غني همهغو پخوانیو کمونیستو او نني نېشنلیستو مأمورینو درکړی چي حتی پر سوشل میډیا لا د حکمتیار نوم او تصویر نشي زغملی، په دوی کي ډېری د همهغو کمونیستانو بچیان دي چي زموږ هیواد ئې له څو لسیزو راهیسي د جګړي په اور کي ساتلی او حکمتیار یو له ه...
نور ولوله

د حزب اسلامي معقول او اسلامی دریځ

پرون د حزب اسلامي محترم مشر وویل: *په دې روان جنگ كي شريك نه يو؛ * نه له يوه لوري سره يو او نه بل لوري سره؛ * د هيڅ جنگي لوري له جنگي سټراټيژي سره موافق نه يو، او د هېواد په گټه ئې نه گڼو؛ * نه له حكومت سره يو، نه ئې له بهرنيو ځواكونو سره او نه له وسله والو مخالفينو سره. *سوله غواړو، د سولي لپاره هري قربانۍ ته هم او منځگړيتوب ته هم چمتو يو، د بې غرض منځگړي په توگه. '*له همدې كبله د امريكا او طالبانو ترمنځ د هغي معاهدې هم حمايت كوو چي د بهرنيو ځواكونو په وتلو منتج شي...
نور ولوله

د امریکې جمهور رىٔیس!

نن سبا، په زیاتره افغاني رسنیو کې دا بحثونه کیږي، چې د امریکې بهرنۍ تګلاره، د امریکې د جمهور رىٔیس سره کوم ښکاره تړاو نلري، او د جمهور رىٔیس له بدلېدلو سره، دغه تګلاره ډېره نه بدلیږي. د دغه نظر خاوندان دغه دلیل وړاندې کوي، چې په امریکه کې بهرنۍ تګلاره، د یوه خاص ګروپ له خوا تعین او څارل کیږي، او جمهور رىٔیسان یوازې هغه په عمل کې پیاده کوي، او بس. زه په ډېر معذرت سره، له دغه نظر سره لږشانته مخالفت لرم. زما په اند، د امریکې جمهور رىٔیس، د امریکې په بهرني سیاست کې هر وخت رغنده رول لري. د نړۍ خلکو ته معلومه شوه، چې دونالد ترمپ پدغه تېرو څلورو کلونو کې هغه کارونه وکړل، چې د امریکې بل جمهور رىٔیس نه وو کړي....
نور ولوله

نصرت مینه کمپ د مجاهدو مهاجرو علماو مشرانو او د ښوونځیو با احساسو مسئولینو ته سلام

د نصرت مینه د مهاجرینو کمپ د ویاړ ډک یو تاریخ لري. چی په تعلیمي برخه کې يې بالخصوص د دیني مدارسو او مکاتبو مخته وړلو کی په زرگونو افغانان په تعلیم، توحیدي عقیده او اوچتو اخلاقو روزلی او جامعی ته وړاندی کړی دی. تل د کمپ مسئولینو او مجاهدو مشرانو د خپل توان او د شرایطو مطابق د خپلو مهاجرینو وحدت، امنیت او حیثیت په ټول قوت ساتلی دی.  څرنگه چی هېواد حالات او ناامنی  ټولو ته څرگنده ده نو زمونږ د مهاجرو برخلیک هم په گاونډیو ملکونو کی نامعلوم دی. الحمدلله نن سبا نصرت مینه کمپ نسبت نورو کمپونو ته زيات مهاجرين لري او امنیت او تعلیم یی په صحیح توگه روان دی . البته یو څه اقتصادي ستونزې شته خو بیا هم کار روان دی....
نور ولوله

سوله او د هغې دوه متفاوته بیې

نولس کاله یوه ډیره نا عادلانه او نامرده جګړه حاکمه وه. شرق او جنوب مطلق تر سور اور لاندې او غرب او شمال کې به هم چې کومه سیمه کې پښتون وو؛ نو اسمان کې د ډرون او B-52 او لاندې به د خونړیو چاپو محشر روان وو. نورو ښارونو او د افغانستان نورو برخو کې بیا د نړیوالو په مرسته بیارغونه، پروژې، سینمارونه، ډالرې، ستارې افغان او د ډیموکراسۍ د پرکټیس رنګین ماښامونه وو. همدا علت دی چې اوس د ننګرهار له شینوارو، هلمند له سنګین او شمال له ډنډ غوري نه معیوب ځوان او بوره مور د خپل کمیس ګریوان وڅیري او عالم ته چیغې کړي چې درې وختو کې دې یو وخت ډوډۍ وي؛ خو چې سوله وي. بلخوا بیا د نولس کاله...
نور ولوله

مناع للخیر معتد مریب، ۲۵ ق

ترجمه: آن که مانع هر خیر (و) تجاوز گر شک انداز است یکی از صفات منافقین مناع اللخیر است، هم خودش کار خیر نمی کند و هم مانع دیگران می گردد نه خودش به یتیم و بیچاره با وجود توانمندی کمک می کند و نه هم دیگران را تشویق به کمک می کند، بلکه مانع کمک به یتیم و بیچاره می شوند به هزار هنر و دروغ و شک در جامه انسان دلسوز مانع می شود در حالیکه همین صفت از منافقین است. پیروان عبدالله ابن ابی ابن سلول از رهبران منافقین چنین عمل را در مقابل صحابه کرام انجام می دادند. اگر کدام صحابی با کمک نمودن یک کاسه خرما نزد پیامبر صلی الله عليه وسلم می آمدند همین پیروان عبدالله ابن ابی تمسخر و ریشخند می زدند که با یک کاسه خرما اسلام را پیروز می سازد....
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک