No-IMG

د بهرنیو هر کار او هره خبره د افغانانو په زیان او تر شاه یې نورې لوبې دي

حاجي معراج

 

د لوبې څرنګوالې ته تاسې وګورۍ ، امریکا اسلامي امارت په رسمیت نه پيژني خو د راتلونکې په اړه تضمین ترې غواړي ، تېرو شلو کلو لاسته راوړنو باندې ویاړي خو اوسنی دموکراسي ورته د منلو نده ، همدا شان ایران خپل هېواد کې د یوې شیبې لپاره سني سیاستوال نشي زغملی خو افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحریک ، چې سنیان دي حمایه کوي ، پاکستاني نظام کې پښتون ته د یوې ټکې ارزښت نه ورکوي خو دلته د پښتنو حکومت غواړي ، هند کشمیر کې د خلکو مدني حقونه تر پښو لاندې کوي خو دلته د دموکراسۍ لپاره پانګوونه کوي، همدا شان د افغانستان د ټولو بدبختیو اصلي عاملین روسان دي خو د اوسني نظام مخالف اسلامي تحریک سره مرسته کوي، سعودي او متحده عربي امارات د پنځو کسانو څخه زیات چاته د سیاسي ازادۍ حق نه ورکوي خو دلته پر خلکو پوره سیاسي نظام مني.

ټول هېوادونه خپلې ګټې لټوي ، ستا ویر او فریاد ته نه ګوري

د جواد ظریف خبرې به مو اوریدلي وي ، د افغانستان او افغانانو د خلاصون لاره دا ده، چې خپلو مینځو کې سره کیني ، د خپلو ولسونو غوښتنې عملي کړي ، کنه د دې نیابتي جګړې څخه د خلاصون بله لاره نشته.

د بهرنیو هرکار او هره خبره د افغانانو په زیان او تر شاه یې نورې لوبې دي.

د خدای خاطر وکړئ، نور په وطن ، ملت او په خپلو ځانونو رحم وکړئ ، له تاسو یې د لوبې وسایل جوړ کړی کله په یو میدان او کله په بل میدان مو لوبوي ، اوربند وکړئ او په یو ټغر کینی ټولو مسایلو ته سیاسي حللاره ولټوئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک