اسټرالیایان محاکمه شول؛ د افغان افغان قاتلین به څوک محاکمه کړي!
څو موده مخکې عادي اسټرالیایي عسکرو چې افغانستان کې یې د اوسېدو په مهال ترې جنایت شوی و خپلو وجدانونو ځان وژنې ته اړ کړل.
په همدغسې یو تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیرې د خپلو اسټرالیایي هاغو عسکرو محاکمه پیل کړه چې په افغانستان کې یې ملکي بې ګناه کسان کړولي وو او د هغوی په هکله یې له داخل نه ثوابت او شواهد پیدا کړي و.
په همدغسې یو ژور تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیره د تأثر له مخې یوه مریضي حالت ته ننوتله.
منم چې د اسټرالیا حکومت هاغه ورځ پوره غور ونکړ چې د بوش په قومنده یې خپل اسټرالیایي فوځیان افغانستان ته د هآغه مظلوم ملت د وژلو لپاره د امریکایانو سره ملګري کړل چې افغانانو نه مستقیم او نه بالواسطه د امریکا د یوولسم ستمبر په پېښه کې نه رول او نه حضور درلود.
ولې که د افغانستان د هاغه مهال جګړو د مجاهد مجاهد جګړو، د مجاهد طالب جګړو ته وروګورو نو د افغانستان د هاغه مهال وحشت هم داسې بې ځوابه او بې مداخلې تحول نه و.
بیا هم نن چې د ستمبر پر ۱۱ مه د شل کلن اوږده جنګ په پای کې ټرمپ خپل عسکر باسي او یو طرفه یې باسي او د اسټرالیا مشران خپل جنایت کار فوځیان محاکمې ته سپاري، په دې بدبخت هېواد کې د څلوېښتو کلونو جنایتکاران نه د امریکا د لښکرو غوندې څوک باسي او نه یې د اسټرالیایي جنایت کارو فوځیانو په شان څوک محاکمې ته کش کولی شي.
یو استرالیایي وجدان لرونکی عسکر پخپل جنایت خودکشي کوي او یو باوجدانه وزیره دفاع یې علی الاقل د جنګي جرمونو مرتکبین محاکمې ته سپاري، وایه د افغان له سیاستمدار او وایه د افغان فوځي جنایتکارو چې نه یې د خپلو هېوادوالو په وژلو سترګه لمده شوه، ځان وژنه خو پرېږده او نه یې د سیاسي او نظامي جنایتکارانو خوا د خپلو افغانانو په مرګ او ژوبله مړه شوه ،بلکې تر دې ډېره ننګینه او شرمیدلې پکې دا ده چې د بهرني قاتلو فوځیانو په وتلو خفه دي او جوبایډن په راتلو کې ددغو بهرنیانو قاتلانو د پاتېدو چانس لټوي او د هاغه په راتګ خونړی فال نیسي.
زمونږ زیات سیاستمداران د جنګي ټیټ تهذیب له مخې اول د بهرنیو استخباراتو مامورین دي او بیا د برمته او مظلوم ملت په سیاسي ټیټ وال سټریټ کې سیاست مدار...
ملت ته هم شرم ده او دوی ته به څه ووایې چې وجدان نلري.
