No-IMG

افغان ولس د نامعلوم برخلیک او بد اقتصادی وضعیت له ویرې هیواد پريږدي

حاجي يوسف

 

سره لدی چې طالبان ظاهراً ډیری هلی ځلی اوعدی ور کوی خو اولس اعتبار نه کوي.

خلک د نامعلوم برخلیک او بد اقتصادی وضعیت له ویری هیواد وتلو ته مجبوریږي.

چی دا وتل شاید اسانه وي خو د افغانستان هیواد او بیچارو خلکو لپاره ډیر دردناکه وضعیت دی.

هره ورځ د لس زرو زیات افغانان د سپین بولدک او د تورخم د لارې پاکستان ته مهاجر کیږي.

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي.

هره ورځ له افغان خاورې شاوخوا پنځه زره کډوال ایران ته د ننه کيږي او ددې احتمال شته چې دا لړۍ پراخه شي. سرچینه کاږي چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ایران ته اوښتي دي او زرګونه کسان لا هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې ځانونه ایران ته ورسوي.

په مطلب کې وړاندې راځي چې 

دغه بنسټ بیا په تازه اقدام کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د کډوالو وضعیت ته د رسیدګۍ لپاره له دوی سره د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړي.

د یادونې وړ:

د اکتوبر 2016 کی د دولت او حزب اسلامی ترمینځ د سولی معاهدی امضا شوه.

په دوه دری میاشتو کی 8 لکه مهاجر د پاکستان څخه افغانستان ته داخل شو.

سره لدی چی دولت د معاهدې باندی عمل هم کړی نه وو.

او حزب د اقتصادي او نظامی پلوه هم قوت نه درلود.

خو د اولس اعتماد او باور په حزب اسلامي باندې موجود وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک