د هېواد او نړۍ خبرونه

د حکمتيار صاحب اوولسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د دلوې/سلواغې ۱۶مه؛ ۱۴۰۱:   د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۱۷مه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو. نوموړي د خپل تېر درس پر دوام وويل: قرآن له هغه وروسته چي د قارون تور برخليك او له خپلو شتمنيو سره يو ځاى په زمكي كي ښخېدا؛ د مخاطبينو په وړاندي انځوروي؛ هغه هم موږ ته معرفي كوي چي د دنيا او آخرت سعادت او بريا به ئې په برخه كېږي؛ هلته چي فرمايي:  تِلۡكَ ٱلدَّارُ ٱلۡأٓخِرَةُ نَجۡعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوّٗا فِي ٱلۡأَرۡض...
نور ولوله

ورور حکمتيار د هېواد له قومي، جهادي او سياسي شخصيتونو او مشرانو سره وکتل

دوشنبه د دلوې ۱۷مه؛ ۱۴۰۱: د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د دوه جلا-جلا ملاقاتونو په ترڅ کې د جهادي شخصیت ښاغلي پادشاه خان په مشرۍ د خوست ولايت له يو شمېر قومي مخورو او جهادي مشرانو، د هرات ولايت له ټولنيز فعال ښاغلي انجينير وحيد الکوزي او همداراز د جنرال غلام نبي بلوڅ په مشرۍ د بلوڅ قوم له ګڼ‌شمېر قومي مخورو، جهادي شخصیتونو او ځوانانو سره وکتل. په دغو کتنو کې د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ پر يووالي، ورورۍ او ګډې همکارۍ تفصيلي بحث او خبرې وشوې. ښاغلي جنرال غلام نبي د بلوڅ قوم په استازيتوب د حزب اسلامي افغانستان  محترم أمير ته د خپلې همکارۍ او حمايت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه...
نور ولوله

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ دوشنبه د دلوې ۱۷مه؛ ۱۴۰۱ د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د دوه جلا-جلا ملاقاتونو په ترڅ کې د جهادي شخصیت ښاغلي پادشاه خان په مشرۍ د خوست ولايت له يو شمېر قومي مخورو او جهادي مشرانو، د هرات ولايت له ټولنيز فعال ښاغلي انجينير وحيد الکوزي او همداراز د جنرال غلام نبي بلوڅ په مشرۍ د بلوڅ قوم له ګڼ‌شمېر قومي مخورو، جهادي شخصیتونو او ځوانانو سره وکتل. په دغو کتنو کې د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ پر يووالي، ورورۍ او ګډې همکارۍ تفصيلي بحث او خبرې وشوې. ✒...
نور ولوله

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: د تركيې او سوريې زلزله ځپلو ولسونو ته د ح‌اا د عالیقدر أمير د تسليت پيغام: د دواړو اسلامي هېوادو زلزله ځپلو ولسونو ته د دې ستري زلزلې او پراخو ځاني او مالي تلفاتو له كبله تسليت وړاندي كوم؛ افغان ولس په دې غم كي له دوى سره شريك دی او له الله تعالٰى دوى ته په دي ستر مصيبت کي اجر او صبر غواړي. ✒️: ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارگینای سره وکتل. ‏دفاع وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د ښ...
نور ولوله

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: د ح‌.ا.ا عالیقدر أمير  ښاغلي انجينير حکمتيار د خپلې نننۍ یکشنبې درسي مُحاضرې له پیل وړاندې د وینا له متن څخه: د متحده ايالاتو جمهور رئيس د افغانستان د هغو منجمد شوو بانكي په اړه خپله ظالمانه پرېكړه اعلان كړه چي په امريكايي بانكونو كي ذخيره شوي وو؛ پرېكړه ئې يقيناً د رڼا ورځي غلو پرېكړي ته ورته ده؛ نيمايي ئې د هغو امريكايانو غرامت ته مختص كړې چي د 11 سيپمتبر په پېښي كي وژل شوي وو؛ او دا پېښه داسي وه چي هيڅ افغان په كي له هيڅ پلوه برخه نه درلود؛ 19 سرتېرو عربانو تر سره كړې؛ ټول په پېښه كي وژل شوي؛ اكثريت ئې په غرب كي مېشت ول؛ له افغانستان سره ئې هيڅ تعلق نه درلود. د پاته نيمايي 3.5 مليارد منجمد شو...
نور ولوله

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️:  د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: زه په 1396 كال كي د ثور په 14 مه كابل ته راغلم؛ د سولي د هغي معاهدې له مخي چي د كابل حكومت او حزب اسلامي تر منځ وه؛ خو د حكومت واكمنو د هغې بند بند تر پښو لاندي كړ؛ د إيمان دا مسجد نږدې يو كال وروسته جوړ شو؛ تر ننه دا جومات؛ د جمعې لمونځونه او خطبې ئې، غونډي او جلسې ئې، فكري او دعوتى فعاليتونه ئې د سيكولرانو، كمونستانو او اسلام دښمنو؛ كورنيو او بهرنيو كړيو لپاره د سترگو اغزى وو؛ غوښتل ئې مخه ئې ونيسي، تخريب ئې كړي؛ الحمد لله موفق نه شول؛ آخري هڅه ئې د قوس مياشت كي هغه ناكام بريد وو...
نور ولوله

مهم ترین های امروز پنجشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏سرچینې وایي د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د کابل دهبوري سیمه کې د ا.ا د امنیتی افرادو لخوا، نیول شوی او وهل ټکول شوی هم دی. ‏اسماعیل مشعل د ا.ا لخوا د افغانستان په پوهنتونو کې د نجونو په زده کړو د بندیز په غبرگون کې له خپلي دندې استعفا کړې وه او د کابل په واټونو کې یې په وړیا توگه په لاسي کراچۍ کې خپل کتابونه ویشل. ✒️: ‏د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي چې ټاکل شوې د دې ادارې یو پلاوی ازبکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد له چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد بهیر د بیا پیل په اړه خبرې وکړ...
نور ولوله

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د هیواد خصوصي بانکونو ته یې د نوي افغاني بانک‌نوټونو د ویشلو لړۍ پیل کړې. د افغانستان بانک زیاته کړې چې تر دې مهاله ۱۰۰ میلیونه نوي بانک‌نوټونه خصوصي بانکونو ته ورکړل شوي او په مقابل کې یې زاړه بانک‌نوټونه راټول شوي دي. ✒️: ‏د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د هالینډ په هاگ ښار کې د یوه متعصب سیاستوال لخوا قران کریم ته بې حرمتي کول په کلکو ټکو غندلې. دې وزارت په هالنډ غږ کړی څو یاد افراطي کس مجازات کړي او د...
نور ولوله

ورور حکمتيار د هېواد له سياسي، جهادي او قومي مشرانو او مسئولينو سره وکتل

سه‌شنبه د دلوې ۴مه؛ ۱۴۰۱: د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له مشهور سیاسي شخصیت او د حزب اسلامي د رهبري شوریٰ له غړي ښاغلي انجينير محمد امين کريم، د ننګرهار ولايت له جهادي شخصیت حاجي صاحب عزيزالله، د کاپیسا ولايت له جهادي قومندان ښاغلي ګل نظيم او همداراز د دايکُندي له ولايتي أمير ښاغلي حسين اميري او ورسره يو شمېر متعهدينو سره وکتل. په دغو کتنو کې پر بېلابېلو موضوعاتو او مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې. د يادونې وړ ده؛ چې يادو مشرانو ښاغلي حکمتيار ته د خپل بشپړ اطاعت او حمايت ډاډ هم ورکړ او پر وينا يې چې؛ د مبارزې په ټولو لوړو-ژورو کې به د خپل محبوب مشر له اطاع...
نور ولوله

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: سه‌شنبه د دلوې ۴مه؛ ۱۴۰۱ د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له مشهور سیاسي شخصیت او د ح‌ا د رهبري شوریٰ له غړي ښاغلي انجينير محمد امين کريم، د ننګرهار ولايت له جهادي شخصیت حاجي صاحب عزيزالله، د کاپیسا ولايت له جهادي قومندان ښاغلي ګل نظيم او همداراز د دايکُندي له ولايتي أمير ښاغلي حسين اميري او ورسره يو شمېر متعهدينو سره وکتل. په دغو کتنو کې پر بېلابېلو موضوعاتو او مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې. ✒️...
نور ولوله

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏‏د برېښنا شرکت: د افغانستان برېښنا شرکت او ترکمن انرګو ( افغانستان او ترکمنستان) ترمنځ د برېښنا تورید تړون د 2023 م کال لپاره د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ د وزیر ملاعبدالطیف منصور صاحب په شتون کي تمدید او نن رسماً د افغانستان ‏برېښنا شرکت د رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او د ترکمن انرګو د رئیس لخوا د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شو. ✒️: ‏د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي «حسن کاظمي قمي» رسماً په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړه...
نور ولوله

مهم ترین های امروز یکشنبی

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: ‏بدخشان کې کورونا ته ورته ناروغۍ د ١٧ هېوادوالو ژوند اخیستی دی. د بدخشان ځايي سرچينې د دغه ولايت د واخان ولسوالۍ په «پامير كلان» سيمه كې كورونا ته ورته يوې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي او وايي، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. ‏عامې روغتیا وزارت وایي، یو روغتیايي ټیم د تاجکستان له لارې سیمې ته لېږل شوی او ناروغي کنټرول شوې ده. هاخوا طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، بدخشان کې کورونا ته ورته ناروغۍ ٢٠ کسان مړه کړي دي...
نور ولوله

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان   ✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه (د تفسیر برخه): د كورنيو او بهرنيو دښمنانو داسي پراخ تبليغات چي هر څه مغشوش كړي؛ داسي فتنې راولاړي كړي چي د تيارو شپو په څېر وي؛ تيارې ئې د ډېرو سترگي ړندوي؛ د حق او باطل تر منځ له فرق كولو انسان عاجز كوي او پوه او باتجربه (حليم) انسان هم په كي (حيران) شي او د نجات د لاري له موندو عاجز شي. قرآن په دې سوره كي دا فتنه د غاسق په نامه يادوي او مسلمانانو ته لارښوونه كوي چي د دې فتنې له شر؛ خپل رب ته پناه يوسئ. دلته (غاسق) د استعارې په توگه كارول شوى؛ هم ئې د شپې په تيارې اطلاق كېدى شي او هم په هري بلي تيارې او مغشوش...
نور ولوله

ورور حکمتيار د حزب اسلامي د سجا تعليمي ادارې له یو شمیر استاذانو، سرښوونکو او مديرانو سره وکتل

پنج‌شنبه د جدي-۲۹مه؛ ۱۴۰۱: د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار په يوه ځانګړې ناسته کې د ياد ګوند د سجا تعليمي ادارې له یو شمیر استاذانو، سرښوونکو او مديرانو سره وکتل. ياده ناسته چې د حزب اسلامی افغانستان د ښوونې او روزنې او لوړو زده‌کړو د رئيس ښاغلي استاذ سلطان محمود صلاح په هڅو ترتيب شوې وه؛ په‌کې د يادې ادارې پر لاس‌ته راوړنو، پرمختياوو او همداراز په ياده برخه کې د يو لړ ستونزو پر حل‌لارو تفصيلي بحث او خبرې وشوې. د ناستې په پيل کې ښاغلي استاذ صلاح د خپلو تر لاس لاندې روزنيزو برنامو او پروګرامونو په اړه لنډې خبرې وکړې او ويې ويل: موږ د خپلو ښووني...
نور ولوله

ورور حکمتيار د غزني، کندز، نورستان، کابل او ننگرهار له قومي او جهادي مشرانو سره وکتل

پنج‌شنبه د جدي ۲۹مه؛ ۱۴۰۱: د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې د غزني ولايت قره‌باغ ولسوالۍ له جهادي شخصیت ښاغلي انجينير عبدالخالق، په ټوليزه توګه د هېواد او په ځانګړي ډول د کُندز ولايت د مشهورې او نامتو علمي او فرهنګي کورنۍ «ناشر» له غړي ښاغلي محمد ظریف «ناشر» د نورستان ولايت له جهادي قومندان ښاغلي قاضي جمعه خان نورستانی، د کابل ولايت له جهادي قومندان ښاغلي خان‌زرين، د اسلامي پوهنتون له رئيس ښاغلي حاجي صاحب احمد ذکي یوسفزي او همدا راز په  ننګرهار کې د ح‌ا د ولايتي دفتر له مسئول ښاغلي معلم عبدالعلي هدايت او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل. په دغو کتنو کې يادو مشرانو د خپلو ول...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک