No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌.ا.ا عالیقدر أمير  ښاغلي انجينير حکمتيار د خپلې نننۍ یکشنبې درسي مُحاضرې له پیل وړاندې د وینا له متن څخه: د متحده ايالاتو جمهور رئيس د افغانستان د هغو منجمد شوو بانكي په اړه خپله ظالمانه پرېكړه اعلان كړه چي په امريكايي بانكونو كي ذخيره شوي وو؛ پرېكړه ئې يقيناً د رڼا ورځي غلو پرېكړي ته ورته ده؛ نيمايي ئې د هغو امريكايانو غرامت ته مختص كړې چي د 11 سيپمتبر په پېښي كي وژل شوي وو؛ او دا پېښه داسي وه چي هيڅ افغان په كي له هيڅ پلوه برخه نه درلود؛ 19 سرتېرو عربانو تر سره كړې؛ ټول په پېښه كي وژل شوي؛ اكثريت ئې په غرب كي مېشت ول؛ له افغانستان سره ئې هيڅ تعلق نه درلود. د پاته نيمايي 3.5 مليارد منجمد شوې پانگي په اړه ئې داسي پرېكړه كړې چي د امريكا په خوښه او په دوى پوري د اړوند ادارو له لاري به مصرف كېږي. زه د ټول افغان ولس په استازيتوب؛ دا پرېكړه څرگنده غلا گڼم او په بشپړ شدت سره ئې غندم.

: د ح‌.ا.ا عالیقدر أمير  ښاغلي انجينير حکمتيار د خپلې نننۍ یکشنبې درسي مُحاضرې له پیل وړاندې د وینا له متن څخه: د جُمعې لمانځه د تعطيل په اړه څو عرائض ولرم؛ ملحدينو او سيكولرانو هڅه وكړه له دې هم يوه تبليغاتي وسيله جوړه كړي؛ او د حزب اسلامي او امارت اسلامي تر منځ ئې د اختلاف نښه او نتيجه وگڼي؛ هغوى ته وايو:

•             د دې پرېكړه موږ په خپله كړې؛ د امارت اړوند مسئولينو ته مو اطلاع وركړې او مشوره مو ورسره كړې.

•             د اسلامي لارښوونو مطابق مو كړې؛ سيكولران او بې عقل ملگري ئې نه پوهېږي چي د جُمعې لمونځ حكم څه دئ او د اداء كولو شرائط ئې كوم.

•             موږ كه كومه ديني فريضه اداء كوو؛ نو د اسلام په لارښوونه ئې اداء كوو او كه ئې وخت، محل او مكان بدلوو؛ نو دا كار د اسلام په حكم او إذن كوو؛ كه دا لمونځ، روژه او حج وي او كه جهاد، جنگ او صلح.

•             موږ دوست او دښمن د ايمان له مخي غوره كوو؛ د خداى دوست مو دوست دئ او د خداى دښمن مو دښمن؛ له مؤمن سره دښمني نه كوو او كافر دښمن ته د دوستي لاس نه اوږدوو.

•             اسلام موږ ته اجازه راكړې چي په سفر او مرض كي روژه نيول معطل كړو؛ او هغه مهال ئې قضائي ونيسو چي روغ شوي يو او سفر مو پاى ته رسېدلى وي. د كوم مفتي په فتوى نه؛ بلكي د حاذق او ماهر ډاكټر په فتوى؛ روژه معطلولى شو؛ پر مسافر نه روژه نيول لازمه او حتمي ده او نه د جمعې لمونځ؛ مريض، بوډا او ضعيف؛ او هغه چي كور ئې له جامع جومات ډېر لري وي؛ د جمعې لمانځه په اداء كولو مكلف نه دئ؛ د ماسپښين لمونځ ورته كفايت كوي.

•             هغه هم معاف دئ چي د دښمن له لوري گواښل كېږي او كوم خطر ئې تهديدوي؛ هغه هم معاف دئ چي له كور تر جومات پوري ئې لاري كي خټي او چكړ وي؛ باران او واوره ورېږي. د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي به د باران په ورځ اعلان وشو چي لمونځونه په كور كي وكړئ او جومات ته مه راځئ.

•             د جُمعې لمانځه لپاره ښار، لوى كلى، لوى جامع جومات، عام إذن او اجازه، امنيت او عدم خوف هم ضروري شرطونه دي.

•             په وړو كليو، هلته چي جامع جومات نه وي، هر څوك آزادانه ورتلى نه شي؛ او زندانونو كي؛ د جُمعې لمونځ نشته.  

•             اساساً د جُمعې لمونځ؛ د ماسپښين لمانځه ځاى ناستى دئ؛ كه شرائط ئې برابر نه شول نو د جُمعې پر ځاى به د ماسپښين لمونځ كوو.

: د ح‌.ا.ا عالیقدر أمير  ښاغلي انجينير حکمتيار د خپلې نننۍ یکشنبې درسي مُحاضرې له پیل وړاندې د وینا له متن څخه: موږ او د اسلامي نړۍ ډېرو علماءو د كورونا په دوران كي د جمعي لمونځونه معطل كړل؛ حتى عمره او حج معطل شو؛ اسلام نه يوازي د دې جواز وركړى بلكي مسلمانانو ته مكرر لارښوونه كوي چي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ ....: خپل احتياطي تدابير ونيسئ)؛ هغه څه مه خورئ چي مضر وي، هغه ځاى ته مه ځئ چي په ساري مرض د اخته كېدو احتمال وي.

: د ح‌.ا.ا عالیقدر أمير  ښاغلي انجينير حکمتيار د خپلې نننۍ یکشنبې درسي مُحاضرې له پیل وړاندې د وینا له متن څخه: موږ د اشغالگرانو خلاف جهاد اعلان كړ؛ نږدې شپاړس كاله موږ دښمن پسي گرځېدو او دښمن په موږ پسي؛ سيكولرانو زموږ د آزادۍ جنگ محكومولو او د هېواد اشغال او د اشغالگرانو حضور ئې ستايلو؛ كله چي اشغالگران وتلو ته اړ شول او له افغانستان د وتلو پرېكړه ئې وكړه او وتل ئې پيل شول؛ 95% ووتل او موږ له دولت سره سوله وكړه؛ كابل ته راغلو؛ داسي ئې گڼله چي هر قدم د دوى پر ناولي څټ ږدو؛ چي څه ئې زموږ په خلاف په وس پوره وه او د ويلو او كولو توان ئې دردلود؛ نه ئې سمپول.

: د ح‌.ا.ا عالیقدر أمير  ښاغلي انجينير حکمتيار د خپلې نننۍ یکشنبې درسي مُحاضرې له پیل وړاندې د وینا له متن څخه: سيكولران او د اشغالگرانو مزدوران؛ له خپلو بادارانو سره يو ځاى راغلي وو او يو ځاى وتښتېدل؛ نن د هغوى په غېږ كي پراته دي؛ موږ د خپل ولس په څنگ كي پاته شوو؛ په دې تحول او بدلون خوښ او راضي وو او يو او همدا مو غوښتل چي اشغالگران ووځي، جگړه پاى ته ورسېږي، د اشغالگرانو په لاس تپل شوى رژيم او لاسپوڅى حكومت نسكور شي او افغانان خپل برخليك په خپله وټاكي؛ څه چي مو په سنگر كي ويل؛ د إيمان جومات له منبر مو هم ويل؛ كمظرفو رقيبانو مو نه سنگر زغملى شو او نه منبر؛ موږ مخكي هر څه د خپل ايمان په حكم كړي او له دې وروسته او تر مرگ پوري به إن شاء الله هر څه د خپل ايمان په حكم كوو. له الله تعالى د توفيق هيله لرو.

: د ح‌.ا.ا د عالیقدر أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن يکشنبه د دلوې/سلواغې ۱۶مه؛ ۱۴۰۱ د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د ح‌اا د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۱۷مه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران د سفیر معاون سید حسین مرتضوي سره کتلي.

په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د نیکو اړیکو په اړه خبرې شوي او پر لا تقویت یې ټینگار شوی دی.

: ‏له کندهار څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل شوي دي.

د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي چې وروسته له دې به له احمد شاه بابا هوايي ډگره هره اوونۍ د کندهار-دوبۍ او دوبۍ-کندهار پروازونه ترسره کیږي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي.

: ‏امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه با مطلق بن ماجد القحطانی نماینده ویژه وزارت خارجه قطر دیدار کرد.

عبدالقهار بلخی سخنگوی وزارت خارجه در تویترش نوشته است که در این دیدار دو طرف درباره‌ی همکاری‌های سیاسی و تقویت روابط میان دو کشور گفت‌وگو کردند.

: ‏یک تن در یک رویداد ترافیکی در مسیر ‌بزرگ‌راه کابل - کندهار جان باخت و دو تن دیگر زخم برداشته‌اند.

بر اساس اطلاعات دفتر رسانه‌های فرماندهی امنیه ولایت غزنی، این رویداد شام گذشته در مربوطات ولسوالی گیلان ولایت غزنی بر اثر برخورد یک «تیلر» و یک موتر مسافربری رخ داده است.

: ‏په هرات کې د اوړو د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ټویټر لیکلي، "د هري کوبان د غنمو کارخونه" د هرات ولایت د صنعتي پارک په لومړي فاز کې د یو مېلیون او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې او په ورځ کې د ۱۸۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري.

: ‏عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ده‌سبز ولسوالۍ په یوه خصوصي روغتون کې یوې مور په یو وخت کې څلور ماشومان زېږولي چې درې یې نجونې او یو هلک دی.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې د روغتیايي پرسونل په حواله زیاته کړې چې د ماشومانو او مور روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

: ‏د ننګرهار د سره رود ولسوال مولوي مصطفی وايي، امنیتي ځواکونو تېر ماښام د دې ولسوالۍ په سیاف فامیلي سیمه کې د انسان تښتونکو له منګولو یو ماشوم خلاص کړی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی. د نوموړي په وینا، د دې پېښې په تړاو يو انسان تښتوونکی "بالفعل" نيول شوی.

‏همداراز، کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي، دوه ماشومان چې څو ورځې وړاندې د تخار ولایت د دښت کلا له سیمې تښتول شوي وو، د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د تښتونکو له منګولو ژغورل شوي دي.

: ‏د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وایي، پر يوې طرحې کار روان دی چې ډېر ژر به بشپړه شي او له مخې به يې نجونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړل شي.

: جان کربی، هماهنگ کننده ارتباطات راهبردی شورای امنیت ملی ایالات متحده امریکا، گفته است که امارت اسلامی با تعهد شکنی، خود را بیش‌تر در انزوا قرار می‌دهد.

: ‏اوچا در گزارش تازه‌اش به آسیب‌پذیری‌های افغانستان از جمله تحولات سیاسی، سقوط شدید اقتصاد و رویدادهای طبیعی در سال ۲۰۲۲ پرداخته است.

در این گزارش در مورد افغانستان آمده است که در حدود ۲۵ میلیون نفوس این کشور با آغاز سال ۲۰۲۳، در فقر زندگی می‌کنند.

‏شش میلیون تن دیگر در آستانه قحطی و یک میلیون کودک با سوءتغذیه شدید روبه‌رو هستند.

اوچا افزوده است که از میان ۲۸.۳ میلیون فرد نیازمند ۲۳.۷ میلیون تن هدف قرار داده شده‌اند تا در سال ۲۰۲۳ به کمک‌های بشردوستانه دست یابند.

: ‏د چیلي په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او ۹۷۹ نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اور لمبو د پراخېدو له امله ځینې کورونه او سیمې سوځېدلي او څه باندې ۱۱۰۰ کسان بې‌ځایه شوي دي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن کانګرس ته په یوه لیک کې لیکلي، په افغانستان کې د پراخ بشري ناورین او اقتصادي سقوط ته په کتو به د ملي بېړني وضعیت اجرایوي فرمان وغځوي.

: ‏د راپورونو له مخې د امریکا حکومت د چین د بالون د له منځه وړلو لپاره د دې هیواد په جنوبي او شمالي «کارولاینا» کې د دریو هوایي میدانونو فعالیت درولی او د دې ایالتونو د هوایي حریم ځینې برخې یې بندې کړي دي.

: ‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د دې هیواد پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د ۷۹ کلنۍ په عمر د متحده عربي اماراتو په یو روغتون کې مړ شوی دی.

: ‏چین د امریکا لخوا د دې هیواد د بالون د له منځه وړلو په اړه نارضایتي ښوودلې او ویلي یې دي چې بیجینگ د امریکا دې اقدام ته د ضروري غبرگون ښودلو حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا د پوځ جټ الوتکو د دې هیواد په اسمان کې د چین بالون وویشتلو او له منځه یې یووړ.

: ‏په «کوټه» کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوستې ته نږدې چاودنه شوې ده.

تر دې مهاله د چاودنې له امله د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه جزئیات ندي نشر شوي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړی استازی توماس ویست وایي چې د طالبانو وروستۍ پالیسۍ په دې هیواد کې له میلیونونو خلکو سره د بشري مرستو رسول له خطر سره مخ کړي دي.

‏توماس ویست وایي په جنیوا کې یې د ملگرو ملتونو د کډوالو او روغتیا نړیوال سازمان او یو شمیر نورو سازمانونو مشرانو سره کتلي او له دوی سره یې د ا.ا وروستیو پریکړو ته د یو واحد غبرگون په اړه خبرې کړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک