No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد له قومي، جهادي او سياسي شخصيتونو او مشرانو سره وکتل

دوشنبه د دلوې ۱۷مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د دوه جلا-جلا ملاقاتونو په ترڅ کې د جهادي شخصیت ښاغلي پادشاه خان په مشرۍ د خوست ولايت له يو شمېر قومي مخورو او جهادي مشرانو، د هرات ولايت له ټولنيز فعال ښاغلي انجينير وحيد الکوزي او همداراز د جنرال غلام نبي بلوڅ په مشرۍ د بلوڅ قوم له ګڼ‌شمېر قومي مخورو، جهادي شخصیتونو او ځوانانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ پر يووالي، ورورۍ او ګډې همکارۍ تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي جنرال غلام نبي د بلوڅ قوم په استازيتوب د حزب اسلامي افغانستان  محترم أمير ته د خپلې همکارۍ او حمايت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه:

موږ غواړو له دې ناستې د وحدت او يووالي يو ښه انځور د هېواد مختلفو برخو ته له ځانونو سره ولېږدوو، او خوشاله يو چې نن موږ د پنځه ميليونه هېواد مېشتي بلوڅ قوم په استازيتوب له تاسې سره ګورو.

نوموړي وويل:

په تېر جهاد کې د بلوڅ قوم غوڅ اکثريت د ح‌ا متعهدين وو او فعلاً هم د بلوڅ قوم حاضر مشران د خپل ولسونو په استازیتوب له تاسې خپل حمايت اعلانوي او د خپل ملاتړ ډاډ درکوي او وياړي چې پلرونو يې د ح‌ا په سپېڅليو سنګرونو کې د خپل دين د دفاع او هېواد د آزادۍ له پاره قربانۍ ورکړي، چې د همغو قربانيو په نتيجه کې اشغالګر ځواکونه ټيټ‌سترګي له هېواده لاړل.

ورپسې ښاغلي حکمتيار راغليو مشرانو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه:

ستاسې د نېکو احساساتو او اظهاراتو منندوی يم، يقيناً چې ستاسې هڅې د دې هېواد او ملت په يووالي او وحدت کې اغېزمنې دي، زموږ ملت تر بل هر وخت د خپلې بقاء له پاره يووالي او وحدت ته ضرورت لري، قومي تعصب زموږ ملت د نابودۍ خواته بېولی شي، نه يوازې زموږ ملت؛ بلکې د امت په کچه قوم‌پرستي يوه ستره فتنه او خطرناکه دسيسه ده، که اسلامي امت قومي تعصب وېشلی نه‌وای، نو نن به موږ پر اروپا او غرب حکومت کاوه. د اسلامي خلافتونو د زوال يو اساسي فکتور هم؛ همدا قومي تعصب وو چې دربارونو ته يې په لوړه کچه لاره کړې وه.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

په افغانستان کې هم د قوم‌پرستۍ پديدې سترې ستونزې راولاړې کړي، خو الحمدلله ح‌ا تر ډېره د دې فتنو په مخنېوي کې مهم نقش لوبولی، په خپله غېږ کې يې د هېواد ټولو ورونو قومونو ته په ورين تندي لبيك ويلی، په داسې حال کې چې نور ګوندونه داسې نه‌وو، بلکې د هغوی غوڅ اکثريت په قوم‌پرستۍ ولاړ وو او فعلاً هم دی، د دوی له منځه يوازې ح‌ا وو چې پخوا هم ملت‌شموله وو او اوس هم دی، نور ګوندونه د قوم‌پرستۍ همدې ناولې فتنې د يرغلګرو غېږ ته وغورځول، خو الحمدلله د ح‌ا مؤمن مجاهدين د هيڅ يرغلګر ملګري نه‌شول او د خپل إيمان او عقيدې په رڼا کې يې د وخت د دوه سترو زبرځواکونو پر وړاندې تر ټولو لومړی د مخلصانه جهاد او مبارزې ډګر ته لاړل.

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د الله تعالیٰ ډېر ډېر شکر کوو؛ چې د هيڅ يرغلګر او ظالم د ملګرتيا تور داغ مو پر ټنډه نه‌شته؛ بلکې د هر يرغلګر د لومړۍ کچې د دښمنانو په لومړي فهرست کې وو او يو. هم‌دې‌ته پر کتو ويلی شو چې؛ الله تعالیٰ زموږ تر حق پورته ډېر څه موږ ته راکړي، موږ پرې راضي يو او قناعت پرې لرو.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک