No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ دوشنبه د دلوې ۱۷مه؛ ۱۴۰۱ د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د دوه جلا-جلا ملاقاتونو په ترڅ کې د جهادي شخصیت ښاغلي پادشاه خان په مشرۍ د خوست ولايت له يو شمېر قومي مخورو او جهادي مشرانو، د هرات ولايت له ټولنيز فعال ښاغلي انجينير وحيد الکوزي او همداراز د جنرال غلام نبي بلوڅ په مشرۍ د بلوڅ قوم له ګڼ‌شمېر قومي مخورو، جهادي شخصیتونو او ځوانانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ پر يووالي، ورورۍ او ګډې همکارۍ تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

: ‏د ا.ا بهرنیو چارو وزارت له ترکیې سره ۱۰ میلیونه او له سوریې سره ۵ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړې ده.

دې وزارت ویلي چې د ا.ا ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي چې د اړتیا پر مهال په ترکیه او سوریه کې د ژغورنې په عملیات کې برخه واخلي.

: ‏د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د کراچۍ له زندانونو ٤٠ نور افغانان هم خوشي شوي دي.

دغه وزارت نن سې شنبه د سلواغې اتلسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې هېواد کې د پاتې نورو افغانانو د خوشي کولو هڅې دوام لري.

: ‏ریاست الوزرا په یوې اعلامیه کې له ټولو سوداګرو، صرافانو او د ډبرو له کاروباریانو او ټولو هېوادوالو غوښتي چې په راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي. او همدارنګه هېواد ته د سیمې د هېوادونو د پولي واحد راوړل یې منع دي.

‏په دغې اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې هېڅوک حق نه‌لري له هوايي لارې له ۵۰۰۰ ډالرو زیات او له ځمکنیو لارو له ۵۰۰ ډالرو زیاتې نغدې پیسې له ځان سره ولېږدوي.

‏له ټاکلې اندازې د ډېرو پیسو لېږدونکو ته سزا ټاکل شوې چې د یو مېلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې د یو کال، د سل زره ډالرو په مقابل کې د یوې میاشت، او له لک څخه کم ډالرو د لېږد په مقابل کې به تر لسو ورځو بندي کړل شي.

: ‏د هېواد د هواپېژندنې ریاست د سلواغې په نولسمه او شلمه (چهارشنبې او پنجشنبې) د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورې د شدید اورښت له احتماله خبر ورکړی دی.

‏ددغه ریاست د اټکل له مخې بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او د هرات ولایتونه به د واورې او باران د شدید اورښت شاهدان وي.

: شرکت دولتی انکشاف صنایع دستی که از پنج ماه بدینسو فعالیت‌اش را در بخش صنایع دستی آغاز کرده، برای بیش از یک هزار تن به گونه مستقیم و غیرمستقیم زمینه کار فراهم کرده است.

مسوولان این شرکت از امارت اسلامی می‌خواهند تا زمینه فروش فرآورده‌های شان را فراهم بسازد.

: آمار جان‌باختگان زمین‌لرزه روز گذشته در ترکیه و سوریه به بیش از ۵هزار تن رسیده است.

پس از زمین‌لرزه مرگ‌بار هفت اعشاریه هشت رشتری بامداد دوشنبه، اداره مدیریت حوادث طبیعی ترکیه می‌گوید که تا اکنون ۱۸۵ پس‌لرزه را به ثبت رسانده‌اند.

یونس سزر، رییس اداره بحران و اضطرار ترکیه، در باره آمار جان باخته‌گان گفته است: «تاکنون بیش از سه هزار تن از شهروندان ما جان خود را از دست دادهاند و تعدادی مجروحان ما به ۲۰هزار و ۴۲۶ تن رسیده است و از ۶۵ کشور درخواست کمک و پشتیبانی شده است

: ‏اردوغان: دولت با تمامی نهادها، نیروها و وسایل نقلیه توام با روحیه بسیج در منطقه زلزله زده فعالیتش را آغاز کرده است.

‏رئیس‌جمهور اردوغان: با یک فاجعه بزرگ روبرو هستیم که نه تنها در طول تاریخ جمهوری ترکیه، بلکه در جغرافیای ما و جهان نیز کم‌سابقه است در حال حاضر 53 هزار و 317 نیروی امداد و نجات و نیروهای پشتیبانی در مناطق زلزله‌زده در حال فعالیت هستند به منطقه حدود 1000 آمبولانس، 241 تیم ملی امداد طبی «اومکه» و 2 آمبولانس هوایی و 5000 پرسنل صحی اعزام شدند هم‌اکنون 53 هزار و 317 نیروی امداد و نجات و نیروهای پشتیبانی در منطقه در حال فعالیت هستند و این تعداد با تیم‌هایی که از داخل و خارج از کشور می‌پیوندند در حال افزایش است نیروهای مسلح با تمام امکاناتش در کنار هزاران تن از نیرو، 10 کشتی و 54 هواپیمای حمل و نقل در فعالیت‌های امداد و نجات و کمک رسانی مشارکت دارد.

: د اسلامي همکاریو سازمان، د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شوه، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پر دوام ټينکار وکړ.

: صندوق پشتیبانی از کودکان سازمان ملل متحد (یونیسف) می‌گوید که دو سوم جمعیت افغانستان با گرسنگی شدید روبه‌رو است و شش میلیون تن دیگر در این کشور در معرض قحطی قرار دارند.

در همین حال، شماری از نیازمندان از نهادهای مددرسان می‌خواهند که به آنان کمک کند.

: ‏د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.

‏دغه نړۍوال بنسټ زیاته کړې چې څه باندې ۲،۳ مېلیونه نور ماشومان ښايي له منځنۍ خوارځواکۍ رنځ یوسي او د دې سربېره به ۸۴۰ زره امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې به هم په روان زیږدیز کال کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.

: مایک پومپئو وزیر خارجه پیشین ایالات متحده امریکا، در گفت‌وگوی اخیرش گفته است که محمد اشرف غنی رییس‌جمهور پیشین افغانستان یک رهبر ضعیف و خودخواه بود.

: ‏اناتولو خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې په دې هیواد کې د پرونیو غبرگو زلزلو له امله ۲۹۲۱ تنه مړه شوي او ۱۵۸۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال رویټرز خبري آژانس ویلي چې سوریه کې د زلزلو له کبله ۱۴۴۴ تنه مړه شوي او ۳۵۰۰ تنه ټیپان شوي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي په ترکیه او سوریه کې د زلزلو له کبله د قربانیانو شمیر کیدای شي ۸ برابره ډیر شي.

: ‏د اروپایي پارلمان غړې «کلیر ډلي» وایي، دا حق ندی چې افغانان د غرب لخوا د ناحقې جگړې او بیا یې د بایلولو لپاره سزا وویني.

کلیر ډلي زیاتوي چې غرب باید حقایق وویني او پر افغانانو خپل بندیزونه لیرې کړي څو دوی خپل ژوند وکړي.

: ‏حسین ابراهیم طه ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۴۹ مې غونډې کې به د افغانستان وضعیت په اړه بحث وشي.

‏د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه د دې سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۴۹ مې غونډې لپاره د چمتووالې ناستې ته ویلي، په دې غونډه کې چې د روان کال مارچ په ۱۶-۱۷ نیټه کې دایریږي به د افغانستان او فلسطین د وضعیت په اړه بحث وشي.

: ‏هالنډي څیړونکي «فرانک هوگربیتز» د ترکیې او سوریې له زلزلې څخه درۍ ورځې مخکې په دې سیمه کې د زورورې زلزلې وړاندوینه کړې وه.

«فرانک هوگربیتز» د فبروري په ۳ مه نیټه ویلي وو چې  ژر یا وروسته به د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې د ریښتر په کچه ۷،۵ درجې زلزله وشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک