مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: زه په 1396 كال كي د ثور په 14 مه كابل ته راغلم؛ د سولي د هغي معاهدې له مخي چي د كابل حكومت او حزب اسلامي تر منځ وه؛ خو د حكومت واكمنو د هغې بند بند تر پښو لاندي كړ؛ د إيمان دا مسجد نږدې يو كال وروسته جوړ شو؛ تر ننه دا جومات؛ د جمعې لمونځونه او خطبې ئې، غونډي او جلسې ئې، فكري او دعوتى فعاليتونه ئې د سيكولرانو، كمونستانو او اسلام دښمنو؛ كورنيو او بهرنيو كړيو لپاره د سترگو اغزى وو؛ غوښتل ئې مخه ئې ونيسي، تخريب ئې كړي؛ الحمد لله موفق نه شول؛ آخري هڅه ئې د قوس مياشت كي هغه ناكام بريد وو چي دواړه بريدگر ئې ووژل شول او د يوې ستري چاودني مخنيوى وشو؛ تر ننه كه هره مياشت څلور خطبې او 8 درسي حلقې حساب كړو نو په دې جومات كي نږدې 700 خطبې او درسونه او په لسگونو نوري غونډي تر سره شوې. ستري ستري غونډي او جلسې؛ په جومات كي او له جومات بهر د دفتر په صحن كي؛ داسي چي لس پنځلس زره كسانو په كي گډون كړې؛ په كابل او ولاياتو كي پرتميني غونډي، ستري او تاريخي مظاهرې چي د افغانستان په تاريخ كي ئې بېلگي نه شو موندلى؛ له گواښونو او خطرونو سره مخامخ وو؛ خو الحمد لله هيڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې؛ يوازې د قوس مياشتي په پېښي كي دښمن وتوانېدو د جومات تر دروازې راورسېږي خو الحمد لله هڅه ئې شنډه شوه او دواړه بريدگر ووژل شول؛ خپلي موخي ته تر رسېدو وړاندي؛ غوښتل ئې دا جومات وران او ټول لمونځ كوونكي ئې ووژني.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د څو دلائلو له كبله د جُمعې لمونځونه تر هغه معطل كوو چي امنيتي گواښونه منتفي شي؛ د دې جومات مؤمن لمونځ كوونكي دي تر بل اعلان پوري انتظار وكړي او خپل لمونځونه دي د كور خوا ته جامع جوماتونو كي اداء كړي؛ خو د داسي امام په اقتداء كي چي له ايمان، تقوىٰ او علم ئې مطمئن وئ.
يوه وجه ئې دا ده چي مجبور يو امنيتي تدابير او محدوديتونه زيات كړو؛ نه غواړو لمونځ كوونكي اذيت شي؛ د جُمعې لمونځ اصولا عام إذن او امنيت ايجابوي؛ داسي چي هر لمونځ كوونكي له كوم محدوديت پرته جومات ته تلى شي او په ډاډ او اطمئنان سره خپل لمونځ اداء كولى شي.
موږ د كورونا له كبله هم څو اونۍ د جُمعې لمونځونه معطل كړل؛ اوس له يوې بلي كرونا سره مخامخ يو؛ دا ويروس تر كويد 19 ډېر بد دئ؛ مجبور يو څو اونۍ همغه كار وكړو چي د كرونا له كبله مو وكړ.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: ممكنه نه ده د چا په سينه كي د انسان زړه وي؛ نه د داړونكي ځناور زړه؛ او په زړه كي ئې يوه ذره ايمان وي؛ هغه د الله تعالىٰ له كور؛ جومات سره دښمني وكړي؛ د جومات د سپكاوي، بندولو او ورانولو جرأت وكړي او په جومات كي د لمونځ كوونكو د وژلو اراده وكړي.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اسلام جومات او منبر ته ئې دومره ارزښت او اهميت وركړى چي هلته به څوك په لوړ ژغ له خبرو هم ډډه كوي؛ د خطيب د خطبې په دوران كي به له سوكه خبرو هم اجتناب كوي؛ نن داسي پرېوتي او وحشي انسانان راپيدا شوي چي همغه د يهودانو كار كوي؛ د دين په جامه كي پر جوماتونو بريدونه كوي او هغه وژني چي د الله تعالىٰ په وړاندي لاس تړلي په لمانځه ولاړ وي!! په يوې چاودني كي نږدې 200 لمونځ كونكو ته مرگ ژوبله اړوي؛ افتخارپرې كوي او د دې وحشيانه چاودني مسئوليت هم قبلوي.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: زه په ټول اسلامي امت غږ كوم چي دا يوه خطرناكه فتنه ده؛ هغو فتنه گرو ته د اسلام د سترو او وحشي دښمنانو په سترگه وگورئ چي په جوماتونو كي چاودني كوي او بيا د همدغو وحشيانه چاودنو او د لمونځ كوونكو د وژلو مسئوليت په غاړه اخلي.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: در هفته گذشته شاهد حمله طياره بى پيلوت بر يكى از تأسيسات نظامى ايران در اصفهان بوديم؛ كه ايران تل ابيب را مسئول آن خواند؛ و اين نشان مى دهد كه دشمن شرارت هايش را افزوده است و در پى تحميل جنگى ديگر در اين منطقه است.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اكثريت مشكلات اقتصادى كه براى كشور هاى اسلامى ايجاد گرديده؛ ارزش پول شان به گونه سريع پايين آمده و با تورم مالى مواجه شده اند؛ نتيجه سياست هاى اقتصادى استعمارگران غربى عليه امت اسلامى است؛ افغانستان، تركيه، پاكستان، ايران؛ و كشور هاى ديگر اسلامى؛ قربانى همين سياست ها اند؛ نه مساجد مسلمانان از تهاجمات مصون اند و نه ماركيت هاى شان. سلطه دالر بر سيستم بانكى و مالى جهان؛ اين فرصت و مجال را به غرب و در رأس آن امريكا؛ داده است كه با وضع محدوديت ها و محاصره ها؛ كشور هاى جهان سوم؛ مخصوصاً كشور هاى اسلامى را با بحران هاى مالى مواجه كنند.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: در يكى دو روز گذشته؛ گزارش جى تى 1 ايتاليا؛ در باره 110 مليون دالرى كه اشرف غنى در برابر نه جنگيدن عليه طالبان؛ از قطر دريافت كرده؛ تبصره هاى زياد و گوناگونى را در رسانه هاى داخلى و خارجى شاهديم؛ و اين در حاليست كه حكام دوران دو اشغال؛ افغانستان را بار ها و به بهاى اندكى فروخته اند؛ هم به شوروى و هم به ناتو؛ اشرف غنى را براى آن رئيس جمهور ساختند كه قرارداد امنيتى با ايالات متحده امريكا را در اولين روز كار دفترى خود امضاء كند؛ سفير امريكا در كابل گفته بود؛ اگر رئيس جمهور كنونى از امضاء اين سند إباء ورزد؛ رئيس جمهور بعدى در اولين روز رياست جمهورى اش امضاء خواهد كرد!! پيشگويى او درست و طبق پلان قبلى ثابت شد؛ در تمامى دوران اشغال رؤساء جمهور افغانستان؛ و اشرف غنى به گونه خاص؛ مامور بودند؛ نه رؤساء جمهور؛ ما در اين مدت هيچ رئيس جمهور نداشتيم؛ سفير امريكا واى سراى افغانستان و رئيس جمهور اصلى و عملى بود و صاحب تمام اختيارات!!
اما رسانه ها دوران اشغال هيچگاهى به آن نپرداخته اند و با طمطراق از آزادى و ديموكراسى صحبت مى كردند و به دفاع از اشغال مى پرداختند؛ رئيس جمهور و همراهانش در حكومت ده ها برابر اين مبلغ را دزديده اند و به خارج انتقال داده اند؛ اين تبليغات فقط براى كاستن از مقدار غارت ها و دزدى سرمايه هاى ملى ما و انتقالش به بانك هاى غربى است؛ نه چيزى ديگر.
✒️: یک بند آبگردان با هزینه ۹۰ هزار دالر در شهر قلات، مرکز ولایت زابل، به بهرهبرداری رسید.
مسوولان محلی میگویند که این بند با هزینه مالی اداره توسعهیی سازمان ملل ساخته شده و ظرفیت ذخیره ۲۸۰ هزار مترمکعب آب را دارد.
✒️: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په لېدنه کې له افغانانو سره د انقرې له همکارۍ ستاینه کړې ده.
ښاغلي کرزي پر ټویټر لیکلي، پهدې لېدنه کې د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوي او د افغانستان پخواني ولسمشر د ترکیې دولت له لوري افغان زدهکړیالانو ته د بورسونو د ورکړې له امله مننه کړې ده.
✒️: د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، تېره شپه د دې ولایت چمتال ولسوالۍ په "جرکلا" کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د ښاغلي وزیري په خبره، تر دې دمه د دې پېښې انګېزه څرګنده نهده او امنیتي ځواکونه د عاملانو د نیولو هڅه کوي.
✒️: د تکواندو ازادۍ سیالۍ د ۹ ولایتونو د ۲۰ لوبډلو تر منځ تر سره شوې. دغه سیالۍ د منیر احمد کلب د ورزشکارانو په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.
دغه سيالۍ درې ورځې په کابل کې په بېلابېلو وزنونو کې د افغانستان د تکواندو د پخواني روزونکي منسن هاګ د لاسته راوړنو د ستاينې په موخه تر سره شوې.
✒️: د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په وروستیو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ د زړه د سوري پر ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه شوې ده.
✒️: د افغانستان بانک سبا د یکشنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکایي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې څو په دې داوطلبي کې برخه واخلي.
✒️: په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم پخپله د ښځو پر وړاندې پر تاوتریخوالي متهم وخوت. منیر اکرم څو ورځې وړاندې تور لگولی و چې افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه د پښتنو د کلتور برخه ده، خو اوس دده په هکله افشا شوي اسناد ښیي چې نوموړي په کال ۲۰۰۳ امریکا کې خپله ښځه وهلې او ټکولې وه، بیا د شکایت له امله پولیس کور ته د نیولو لپاره ورغلي وو خو د دیپلوماتیک مصوونیت درلودلو په خاطر یې نه و نیولی.
✒️: د هند ریزرو دولتي بانک احصائیه:
د هند مالي ذخایر ۵۷۳ ملیارده او ۷۳ ملیونه ډالرو ته لوړ شول چې یوازې د سرو زرو زیرمې یې ۴۴ میلیارده ډالره ارزښت لري.
وایي، جنورۍ کې مو ۳ میلیارده او ۳۰ میلیونه ډالر ذخایرو کې ډېر شوي.
✒️: سخنگوی وزارت خارجه پاکستان گفته است که هراسافگنی یک تهدید مشترک برای افغانستان و پاکستان است و این دو کشور باید در برابر گروههای که از خشونت در برابر غیرنظامیان کار میگیرند، ایستادگی کنند.
✒️: د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې په اسلاماباد کې لوړپوړي چارواکي د پېښور په یوه جومات کې وروستۍ چاودنه د پاکستاني طالبانو د تحریک کار بولي او په پام کې لري چې د (ټيټيپي) موضوع په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره شریکه کړي.
د اسلامي امارت چارواکو تر دې دمه پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو له دې وړاندې یې طلوعنیوز ته ویلي وو چې اجازه نه ورکوي، د افغانستان خاوره د نورو، په تېره د ګاونډیو هېوادونو او پاکستان پر وړاندې وکارول شي.
✒️: د هالنډ حکومت پرون (جمعه) ویلي، د دې هېواد د محکمې د هغې پرېکړې د استیناف غوښتنه نهکوي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په افغانستان کې هالنډي پوځیان په وژلو تورن کړي وو.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د هالنډ دفاع وزیرې کاجسا اولنګرین په حواله ویلي، حکومت به د استیناف محکمې غوښتنه و نهکړي او د خسارې د ورکولو لپاره به د محکمې حکم پلی کړي.
✒️: د ملګرو ملتونو عمومي منشي د "بشري ورورګلوۍ په نړیوالې ورځ" د مذهبونو تر منځ د متقابل درناوي، خبرو اترو او همغږي غوښتنه کړې. انټونيو ګوټېرېش د یوه ټویټ له لارې پر هېوادونو غږ کړی چې سولې، برابري، یووالي او پیوستون ته ژمن شي.
✒️: چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر د امریکا په فضايي حریم کې د چین د یوه څارګر بالون له موندل کېدو وروسته ځنډول شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، په "مناسبو شرایطو" کې به بېجېنګ ته سفر وکړي.
واشنګټن د امریکا په فضاء کې د دې بالون موجودیت د خپل حاکمیت څرګنده سرغړونه بللې، خو ورته مهال چینايي چارواکي وايي، دا بالون یوه غیر نظامي سپوږمکۍ ده چې د هوا پېژندنې د څېړنې په موخه پورته شوې.
✒️: د چین بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې د متحده ایالتونو په اسمان کې راڅرگند شوی بالون د دې هیواد مربوط کیږي خو ویلي یې دي چې دا ملکي بالون د هوا پیژندنې په هدف کارول کیږي او په تېروتنې سره له خپل مسیر څخه لیرې شوی او امریکا ته رسیدلی دی.
دې وزارت د امریکا هوایي حریم ته د چین د ملکي بالون په ننوتلو خواشینې څرگنده کړې او ویلي یې دي چې د امریکا له حکومت سره به د دې غیر متوقع حالت د حل لپاره په تماس کې وي.
✒️: د ترکیې کورنیو چارو وزیر «سلیمان سویلو» په انقره کې د امریکا سفیر ته ویلي چې له ترکیې څخه خپل ککړ لاسونه لیرې کړي.
سلیمان سویلو ویلي پوهیږي چې د امریکا سفیر څه کوي او کوم گامونه یې اخیستي او خبرداری یې ورکړی چې خپل ککړ لاسونه له ترکیې څخه لیرې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکا هر سفیر چې انقرې ته رسیدلی په ترکیې کې یې د کودتا لپاره هڅې پیل کړي دي.
✒️: د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د سیمې هیوادونو امنیتي چارواکي به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
ټاس خبري آژانس وایي چې په دې غونډه کې به د مرکزي اسیا هیوادونو، پاکستان، هند او چین لوړپوړي امنیتي چارواکي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
