ورور حکمتيار د غزني، کندز، نورستان، کابل او ننگرهار له قومي او جهادي مشرانو سره وکتل
پنجشنبه د جدي ۲۹مه؛ ۱۴۰۱:
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې د غزني ولايت قرهباغ ولسوالۍ له جهادي شخصیت ښاغلي انجينير عبدالخالق، په ټوليزه توګه د هېواد او په ځانګړي ډول د کُندز ولايت د مشهورې او نامتو علمي او فرهنګي کورنۍ «ناشر» له غړي ښاغلي محمد ظریف «ناشر» د نورستان ولايت له جهادي قومندان ښاغلي قاضي جمعه خان نورستانی، د کابل ولايت له جهادي قومندان ښاغلي خانزرين، د اسلامي پوهنتون له رئيس ښاغلي حاجي صاحب احمد ذکي یوسفزي او همدا راز په ننګرهار کې د حا د ولايتي دفتر له مسئول ښاغلي معلم عبدالعلي هدايت او ورسره ملپلاوي سره وکتل.
په دغو کتنو کې يادو مشرانو د خپلو ولسونو په استازيتوب ښاغلي حکمتيار ته د خپل مخلصانه ملاتړ ډاډ ورکړ او له هغه يې په ټولو روا أمورو کې بشپړ اطاعت او حمايت خپله شرعي دنده او وجيبه ياده کړه.
د يادونې وړ ده؛ چې په ننيو ناستو کې پر يادو مسائلو سربېره په يو شمېر نورو مهمو سياسي او إجتماعي موضوعاتو هم تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
