No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د تركيې او سوريې زلزله ځپلو ولسونو ته د ح‌اا د عالیقدر أمير د تسليت پيغام:

د دواړو اسلامي هېوادو زلزله ځپلو ولسونو ته د دې ستري زلزلې او پراخو ځاني او مالي تلفاتو له كبله تسليت وړاندي كوم؛ افغان ولس په دې غم كي له دوى سره شريك دی او له الله تعالٰى دوى ته په دي ستر مصيبت کي اجر او صبر غواړي.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارگینای سره وکتل.

‏دفاع وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. همداراز مولوي محمد یعقوب مجاهد په ترکیه کې د وروستیو زلزلو په اړه خپل خواخوږی وښوده، د وژل شویو لپاره جنت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه.

: ‏د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، پرون د دې هیواد د بهرنيو چارو وزير ځانگړي استازي دکتور مطلق بن ماجد القحطاني د ا.ا بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره کتلي دي.

‏د قطر بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې په دې لیدنه کې دکتور مطلق بن ماجد القحطاني د ټولو افغانانو د حقونو په تیره د نجونو د زده کړو او ښځو د کار د حق څخه د ملاتړ په برخه کې د قطر دریځ تکرار کړی او د سیاسي حل له لارې یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات په رامنځته کیدو ټینگار کړی.

: ‏په افغانستان کې د افغان-ترک ښوونځیو تعلیمي کال پیل شوی دی.

د دې ښوونځیو د ۲۰۲۳ تعلیمي کال لومړۍ ورځ د ترکیې سفیر جهاد ارگینای په گډون په کابل کې د افغان-ترک په یوه ښوونځي کې ونمانځل شوه.

: ‏د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې په ترکیې او سوریې کې د زلزلې له امله د رامنځ‌ته شوې مرګ‌ژوبلې او سترو زیانونو په خاطر «د افغان ولس او حکومت په استازیتوب» د دواړو هېوادونو له وګړیو او حکومتونو سره خواخوږي څرګنده کړې.

: در حالی که منابع آگاه به طلوع‌نیوز گفته‌اند که عربستان سعودی کارمندان سفارت‌اش را از افغانستان فراخوانده است؛ اما امارت اسلامی می‌گوید که کارمندان این سفارت به هدف آموزش کابل را ترک کرده‌اند.

: ‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولان وايي، ټاکل شوې دغه لوبې د افغانستان په کوربه‌توب د روان زېږدیز کال په مارچ میاشت کې د متحده عربي امارتو په شارجې ښار کې تر سره شي.

: ‏د سمنګان ولایت د عامې روغتیا مسوولان په‌دې ولایت کې د یوه روغتیايي کلېنیک د پرانیستلو خبر ورکوي.

د هغوی په وینا، دا کلېنیک د دې ولایت فیروز نخچیر ولسوالۍ په "قوش محله" کلي کې د څه باندې یو مېلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

: ‏عبدالحکیم حکیمی، رییس صحت عامه زابل می‌گوید که بر اثر دو رویداد ترافیکی جداگانه در منطقه «پل دبرو و مغلیز» در شهر قلات، مرکز این ولایت، ۲ تن جان باختند و ۱۱ تن دیگر زخم برداشته اند. به گفته وی، زخمیان این رویداد به شفاخانه مرکزی این ولایت انتقال یافته‌اند.

: ‏د کابل-بامیان لویه لار د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.

د بامیان د ټولګټو رییس مولوي عبدالخالق حقمل طلوع‌نیوز ته وايي، دا لویه لار په حاجي‌ګک او شیبر کوتل کې چې بامیان له کابل سره نښلوي، له تېرې شپې راهیسې تړل شوې ده.

‏د نوموړي په وینا، د دې ولایت د ولسوالیو لارې چې له مرکز سره نښلول شوي، هم د واورې ورېدو له کبله تړل شوي.

: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی، می‌گوید که قرار است هیاتی به هدف مطرح ساختن مسایل امنیتی از پاکستان به افغانستان سفر کند.

آقای مجاهد می‌افزاید که اگر پاکستان بخواهد، حکومت سرپرست آماده است تا در گفت‌وگو میان اسلام‌آباد و تحریک طالبان پاکستان همکاری کند.

: ‏عدلیې وزارت وايي د ځمکې د غصب مخنيوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون تر اوسه ۲.۷ میلیونه جریب ځمکه بررسي کړې ۳.۶ میلیونه تر بررسۍ لاندې ده او له غصب شوې ځمکې يې ۲.۳ میلیونه امارتي تثبیت شوې ده.

: ‏د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې پر یوه کور له غره لویه ډبره ښويېدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور غړي يې ټپيان شوي دي. د یاد ولایت ځايي مسوولین د ډبرې ښويېدو لامل د وروستیو اورښتونو له امله د ځمکې لوندوالی بولي.

: ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د جوماتونو د بیارغونې او جوړونې په برخه کې د ترکیې د یوې موسسې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو. دا تفاهم لیک پرون د ترکیې د بشري مرستو موسسې د ریيس لخوا د جوماتونو د بیارغونې او جوړولو او په جوماتونو کې د څاګانو کیندلو په اړه لاسلیک شو.

: ‏چین: د هینان ولایت پر یوه لار ۵۰ موټرو یو تر بله ټکر کړی.

لږ تر لږه ۱۶ تنه په کې مړه او ۶۶ نور ژوبل دي.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د یک‌شنبې په ورځ په جده کې د دې سازمان په دفتر کې تر سره شوه. د دې سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها په‌دې غونډه کې ویلي، د فلسطین او افغانستان مساله د دې سازمان د بحثونو په سر کې ده.

‏ښاغلي طاها همداراز د افغانستان په اړه د دې سازمان د اجرایي کمېټې فوق‌العاده غونډې ته په اشارې ویلي، په‌دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت له لارې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د تعامل په ګډون ځینې سپارښتنې شوې دي.

: ‏د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني د ا.ا له لوړپوړیو چارواکو سره د لېدنو پر مهال په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي، پرمختیايي او تحصیلي مسایلو په تېره د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه خبرې کړې دي.

‏د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، په‌دې هېواد کې هر اړخیزې سیاسي اجماع ته د رسېدو په برخه کې د قطر د هڅو دوام هم د دې خبرو یوه برخه وه.

‏د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د دې سفر پر مهال د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او پوهنې وزارت سرپرستانو تر څنګ د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق سره جلا-جلا لېدنې کړي.

: ‏خبرگزاری "تاس" روسیه در گزارشی از زبان ضمیر کابلوف، نماینده ویژه روسیه برای افغانستان، گفته است که مسکو تصمیم ندارد تا سفارت خود را در کابل، ببندد.

‏تاس افزوده است که پیش از این گزارش‌های از تصمیم چندین کشور عربی و غربی مبنی بر بستن نهادهای دیپلوماتیک شان در کابل نشر شده است؛ اما روسیه تاکنون تصمیمی برای بستن نمایندگی سیاسی‌اش را در افغانستان ندارد.

: ‏نن سهار ۴ بجې په ترکیه او سوریه کې زورورې زلزلې سلگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې.

د راپورونو له مخې د ریښتر په کچه ۷،۴ درجې زلزلې په ترکیه کې ۷۶ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو په اساس دې زلزلې په سوریه کې ۱۰۰ تنه وژلي او سلگونه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

: ‏د سوریې حکومتي چارواکي وایي، د دې هیواد په شمال غرب کې د نن سهار د زورورې زلزلې له امله تر ۲۳۰ زیات کسان وژل شوي او سلگونه نور ټپیان شوي دي.

: ‏نن یو ځل بیا په ترکیه او سوریه کې زوروره زلزله شوې ده.

د راپورونو له مخې څو شیبې وړاندې د ترکیه په «قهرمان ماراش» سیمه کې د ریښتر په کچه ۷،۴ درجه زلزله شوې ده.

: ‏‏د ترکیې او سوریې تر منځ د زلزلې د مړو شمېر ۱۴۰۰ ته ورسېد.

ترکیه کې ژوبل کسان تر اوسه ۵۳۸۳ تنه او سوریه کې ۱۰۴۲ زخمیان شمېرل شوي.

: ‏جرمني اعلان کړی چې روسیې په تیر کال کې د «نورډ سټریم ۲» گاز پایپ لاین په تخریب کې لاس ندی درلودلی.

‏تر دې مخکې متحده ایالتونو او ناټو روسیه د «نورډ سټریم ۲» گاز پایپ لاین چې له روسیې څخه یې گاز اروپا ته لیږدولو د یوې برخې په تخریب کولو تورنه کړې وه خو روسیې بیا دا تخریب د امریکا او یو شمیر نورو غربي هیوادونو کار بللی و.

: ‏د اسرائیلو پخوانی صدراعظم «نفتالي بنیټ» ویلي، امریکا د روسیې او یوکراین ترمنځ د سولې راوستلو په اړه د نوموړي د هڅو مخه نیولې وه.

‏نفتالي بنیټ وایي، د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې مسکو او کییف ته د نوموړي تر سفر وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې امکان ډیر شوی و خو د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د سولې د مذاکراتو مخه ونیوله او کلک مخالفت یې وکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک