دا مېرمن ريحانه جباري نومېده، حتماً له قصې به يې خبر ياست
دې د خپلې آبرو او عزت په خاطر تجاوز کوونکی ايرانی دولتي افسر وژلی و او بيا وروسته پرې اعدام شوه.
د محکمې په ورځ قاضي ترې وپوښتل:
افسر دې ولې وواژه؟
ریحانې ځواب ورکړ: د خپل عزت او آبرو د دفاع لپاره!!
قاضي ورته وویل: دا د وژنې لپاره کافي دلیل نه دی!
ریحانې ځواب ورکړ: هو، هغه چې عزت او آبرو نه لري او نه يې پېژني، دا ورته بايد هم مُوجَّه دليل ښکاره نه شي.
ما ته د ريحانې او د غ.... Z...ې د م Qاومت او ميړني ولس په پېښو کې ډېر مشابهت ښکاري، رښتیا هم هغه چې د ازادۍ او خپلواکۍ په ارزښت نه پوهېږي، د غلامۍ او د آزادۍ ترمنځ توپير نه شي کولای، نو حتماً به لکه د ايراني قاضي د غ.... Z...ې د م Qاومت او ميړني ولس ته وايي چې د ازادۍ او د شرافت په لار کې دا دومره ستره قرباني مونږ ته هېڅ مُوجَّه دليل نه ښکاري.
دليل
له_بلې_زاويې
