د مکسیکو ولسمشره کلودیا شینباوم د ټرمپ په ځواب کې وایي
1. تاسو د هېواد په پوله دیوال جوړولو لپاره رایه ورکړه؟
ښه، ګرانو امریکایانو!
که څه هم تاسو د جغرافیې په اړه ډېر نه پوهېږئ، ځکه "امریکا" ستاسو لپاره یوازې یو هیواد دی، نه یوه قاره (لويه وچه)، نو ښه به وي چې د ديوال د لومړنۍ خښتې له ایښودو مخکې پوه شئ چې د دې دیوال تر شا ۷ میلیارده انسانان (ممکن د باقي نړۍ نفوس به يې هدف وي) ژوند کوي.
2. که "انسانان" نه پیژنئ، نو "مصرف کوونکي" به یې وبولو!
دا ۷ میلیارده مصرف کوونکي چمتو دي چې په ۴۲ ساعتونو کې دننه خپل iPhone د Samsung یا Huawei سره بدل کړي.
3. بدیلونه موجود دي!
دا مصرف کوونکي کولی شي Levi’s ته شا کړي او Zara یا Massimo Duti ته مخ واړوي.
4. د موټرو بدلون اسانه دی!
په ۶ میاشتو کې دننه، موږ کولی شو د امريکايي Ford او Chevrolet موټرې پریږدو او د Toyota، KIA، Mazda، Honda، Hyundai، Volvo، Subaru، Renault یا BMW موټرې وکاروو، چې تخنیکي لحاظه ستاسو له موټرو غوره دي.
5. موږ کولی شو امریکایي رسنۍ بنده کړو!
دا ۷ میلیارده مصرف کوونکي کولی شي د Direct TV کې برخه اخيسته او قرارداد لغوه کړي، او که څه هم موږ دا نه غواړو، خو د هالیوډ فلمونه پریښودلای شو او د لاټیني امریکا یا اروپا سینما ته مخه کولای شو، چې هم پیغام لري، هم يې تخنیکي کچه لوړه ده او هم یې کیفیت غوره دی.
6. موږ کولی شو Disney ته شا کړو!
هو، دا امکان لري! موږ د Disney پر ځای د Xcaret پارک ته لاړ شو، یا مکسیکو، کاناډا، اروپا، یا د جنوبي امریکا نورو ځایونو ته سفر وکړو.
7. مکسیکو کې له McDonald's څخه ښه برګر او خواړه شته!
که باور نه کوئ، موږ هم برګر او فاسټ فوډ لرو چې د McDonald's څخه هم خوندور دي او هم د تغذیې له پلوه غوره دي.
8. ایا تاسو کله هم امریکا کې اهرامونه لیدلي؟
په مصر، مکسیکو، پیرو، ګواتیمالا، سودان، او نورو هیوادونو کې داسې اهرامونه شته چې د نههېرېدونکو کلتورونو برخه دي، مګر امریکا کې؟ هېڅ هم نه! که موجود وای، ټرمپ به پیرودلي او خرڅ کړي وای (ځکه چې هغه يوازې يو سوداګر دی)!
9. موږ پوهېږو چې Nike یوازینی انتخاب نه دی!
اډيډاس Adidas هم شته، او حتی موږ کولی شو د مکسیکو د Panam برانډ بوټان وکاروو.
10. که موږ ستاسو محصولات و نه پیرو، اقتصاد به مو سقوط وکړي!
که دا ۷ میلیارده مصرف کوونکي ستاسو محصولات و نه پیري، ستاسو د اقتصاد دننه به بیکارۍ او سقوط رامنځته شي، او بیا به هماغه خلک چې دیوال یې غوښتل، موږ ته زارۍ کوي چې دا دیوال ړنګ کړو!
11. موږ دا نه غوښتل، خو تاسو دیوال وغوښت!
نو دا دیوال دې وي او ستاسو لپاره دې هم پاتې شي!
په درناوي
کلودیا شینباوم، د مکسیکو ولسمشره.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا خبرې مې له ايکس پاڼې راخيستې دي چې ګڼو کاروونکو لاس په لاس کړې وې.
زما لپاره په کې جالبه دا ده چې د نړۍ هېوادونه که د نورو هیوادونو لخوا له اقتصادي بنديزونو سره مخ شي اقلا د بديل په توګه يو څه خپل توليدات لري...
مګر مونږ ټولو افغانانو او خصوصاً چارواکو سره دا پوښتنه بايد پيدا شي چې د يو هېواد په توګه مونږ په دې برخه کې څه لرو؟
بديلونه
پوښتنه
له_بلې_زاويې
