استاد محمد زمان مزمل
د استاد محمد زمان مزمل لیکنی
د اُمت په جنګ کی ښکیل ایران او د ایران پوړوړی افغانان
استاد محمد زمان مزمل
ایران بلکی پاکستان د افغانستان هغه تر ټولو ښه او په بده ورځ کی د ورورۍ پاس لرونکی ملتونه دی.
حکومتونه په دواړو هیوادو کی ډیر متفاوت راغلل، ولی د شوروی د تجاوز په تورو ورځو کی چی افغانانو پکی د خپل تاریخ تر ټولو بدی جګړی او سپیری بی وطنی تجربه کولی، ایران او پاکستان په تدریج زمونږ د پنځو میلیونو بلکی تر پنځو زیاتو آواره افغانانو کوربانه ول.
هلته چی زمونږ هیواد د دی جګړو په پای کی د بی زعامتی بحران ته ولاړ، په ایران او پاکستان باندی د خپلو افغانی میلمنو بار او بوج نور هم اوږد شو او پر نیمه پیړی ودرید. بیا هم مونږ افغانانو د مسافری اتیا سلنه پناه او ګوله مړی مو د همدغو عزیزانو په خاوره کی پیدا کوله.
منم چی په محدودو پړاوو...
نور ولوله
اسلام ته سلام؛ مګر دا جهاد مو نه منم چې مُلا دې مُلا وژني!
جهاد په افغانستان کې د جهاد په مانا او عمل کې تر زیاتو هېوادو په معاصر تاریخ کې خپلې کارنامې پرېښودې او د جهاد زیاته برخه قربانیان پکې هغه سپېڅلي شهیدان دي چې د بدر او احد د شهیدانو د کاروان وروسته به سپېڅلي منزل ته جنت النعیم او د رب رضوان ته رسېږي.
د جهاد تر څنګ په همدې افغانستان کې د فساد بلا پړاوونه راغلل او تېر شول او زموږ د خلکو د خولې مزه یې پیکه کړه او زموږ د عزیز جهاد نوم او عنوان پکې دغو بدرنګو پړاوونو تـت کړ.
د امریکا او ناټو په وتلو چې کابل او ارګ پکې د هېواد د اعلیٰ مجاهد او اعلیٰ عالم په ولکه کې شو موږ او ملت ټولو خوشحالي وکړه چې دا فتحه به د کړي جهاد یوه وروستۍ دمه شي او عالم مجاهد به پکې د تېرو شوو جهادونو غلطۍ تلافي کړي او د دغسې اسلامي ...
نور ولوله
طالبان او د بحران کږې او کَړَمې
د طالبانو دویم حکومت د ظاهرخان له پاچهۍ وروسته لسم حکومت دی چې د ارګ په افق د پرېوتو په ځای یې ستوری بیا وځلید خلک ډېر خوشحاله دي او خدای شته ډېر خپه هم دي.
خوشحاله یې په دې خوشحاله دي چې د ملت له خدماتو بې غمه او بې اندیښنې بلکې د چور او چپاول داړې پکې راغلې او ماتې شوې ایله په دې خوشحاله دي چې له تېرو پکې خلاص شو… له ظالمانو پکې خلاص شو … د پردو له تپلو پکې خلاص شو … د ملت سره له جفاکارو پکې خلاص شو… د سوري جیب د غلو حکمرانانو پکې خلاص شو او خوشحاله په همدې دي.
خپه پکې رنګ رنګ، یؤ رنګ خلک په دې خپه دي چې هغوی په تېرو حکومتونو کې د لوړو چوکیو خاوندان ول … په دې خپه دي چې زامنو او پلرونو یې هر ماښام ډک جیبونه کور ته راتلل...
نور ولوله
طالبان؛ او په داخل او ګاونډ کې ډیزاين شوي تحولات!
د قطر شنډو مذاکراتو نتیجه هماغه شوه چې د قضیې حل یې په منطقي ډول امریکا او هغه طرف ته چې د معاملې توان او ذوق لري پرېښودل.
دا چې طالب مشرانو استانبول شاته کړ دا پکې یؤ قوي احتمال په همدې موخه پرانیست چې افغانستان د یؤ ملي حل ظرفیت نلري.
دا چې د معاملې طرف به پکې کابل وي که طالب دا ددې تحولاتو ډیزاین شوی مسیر په نښه کوي.
کابل ته د انګلیس او پاکستان د لوی درستیزانو راتګ دا پکې اول سوال پارونکی تحول دی، د پاکستان لوی درستیز تحرک لس سواله په ځای پرېږدي او دا چې له هغه سره د انګلستان لوی درستیز ملګری کېږي دا پکې شل نور سوالونه ایجادوي.
که په همدې حساب د سوال پارونکو تحولاتو پسې پل واخلو نو په پاک...
نور ولوله
امارت او جمهوریت؛ قیمت پکې سړي ټاکي نه عنوان!
خلافت د پیغمبر سیاسي میراثه:
په مدینه کې د پیغمبر ﷺ تر مشرۍ لاندې سیاسي تکتل چې په بلا بیعتونو او آن د یهودو سره په یو ائتلاف او مات ائتلاف د سر خوږو حوادثو مرکز کړ او د پیغمبر مدینه پکې هغه ځواکمن مقام ته پورته شوه چې د دنیا لویو امپراتوریو ته یې له همدې صحرایې مدینې نه د دعوت او مسلمانۍ ځواکمن لیکونه ولیکل.
د پیغمبر ﷺ په مرګ او رحلت د پیغمبر مشرانو یارانو چې دده په ژوند کې د هغوی د شخصیت او مرجعت هر څه مدینوالو له نژدې لیدلي وو، هغوی د پیغمبر په رحلت کې په یو بېړني تصمیم کې او د محدودو مشرانو په مشورو او توافق د پیغمبر ﷺ ځایناستی هغه صدیق اکبر وټاکه چې مدینه یې په ټول قوت تر څنګ ودرېدله.
دې انتخاب څلور حقایق په همدې حساس ...
نور ولوله
جنګي حریفان؛ او د ارګ په لاره کې قرباني شوی ملت!
جنګي حریفان مې د ضرورت په خاطر انتخاب کړ کنه د اشغال په وړاندې د دریځ او سیاست له مخې او د مذهبي ملي ارزښتونو سره د تړاو له پلوه په جنګي حریفانو کې بلا تفاوتونه شته دا ډېره نامناسبه ده چې سړی دواړو ته په یو ساده تعبیر د جنګي حریفانو عنوان واخلي دا د شوروي د اشغال په پړاو کې هم او د امریکا د اشغال په پړاو کې هم ځکه د اشغال مخالف او د اشغال کوربه دا پخپلو کې تر یو عنوان لاندې مخاطب کول په هر صورت له انصافه لرې خبره ده، ولې متاسفانه چې د بحث زاویه پکې له داسې ځایه پیل کېږي چې مؤقتاً پر دغه انصاف پښې کېږدو.
او هغه دا چې د همدغه اشغال په وړاندې او د مذهبي ملي ارزښتونو په اړه د باور له مخې او قربانۍ له مخې په قاعده او زعامتو کې بلا تفاوتونه راغلل زعامتونو په هغه ښه خوا کې هم د اشغال نه سیاسي اس...
نور ولوله
اسټرالیایان محاکمه شول؛ د افغان افغان قاتلین به څوک محاکمه کړي!
څو موده مخکې عادي اسټرالیایي عسکرو چې افغانستان کې یې د اوسېدو په مهال ترې جنایت شوی و خپلو وجدانونو ځان وژنې ته اړ کړل.
په همدغسې یو تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیرې د خپلو اسټرالیایي هاغو عسکرو محاکمه پیل کړه چې په افغانستان کې یې ملکي بې ګناه کسان کړولي وو او د هغوی په هکله یې له داخل نه ثوابت او شواهد پیدا کړي و.
په همدغسې یو ژور تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیره د تأثر له مخې یوه مریضي حالت ته ننوتله.
منم چې د اسټرالیا حکومت هاغه ورځ پوره غور ونکړ چې د بوش په قومنده یې خپل اسټرالیایي فوځیان افغانستان ته د هآغه مظلوم ملت د وژلو لپاره د امریکایانو سره ملګري کړل چې افغانانو نه مستقیم او نه بالواسطه د امریکا د یوولسم ستمبر په ...
نور ولوله
ډاکټر صفت الله قانت؛ د یو جامع دعوت څلویښت کلن وقف
قانت صیب او د خان لالا میراثه نهضت:
د قانت صیب کورنۍ, محترم والد یې خان لالا، ماماګان یې محمد خطاب او حاجي نور خطاب د ننګرهار تر ټولو ځواکمن قومندان ؤ.. دوی ټول په مجموع کې یوه مجاهده کورنۍ ده. دغه عزیزه کورنۍ له شهید مولوي حبیب الرحمن سره د پېژندګلوۍ او بلا خدماتو له نهضت سره له پیله غوټه کړې وه. د قانت صیب والد خان لالا په ظاهر یو کلیوال انسان ؤ، مګر په ناسته پاسته کې یې انسان پوهاوه چې دغه سپین کلیوال انسان له جهاد او اسلام سره څومره مینه لري!!
له اسلام او تحریک سره د قانت صیب له وخت مخکې اړیکې او د دې سپیڅلې لارې د ولاء او دوستۍ ډېر څه یې د خان لالا په توجه او د خان لالا په ایماندارۍ کې ریښې درلودې.
همدا وجه وه چې قانت ...
نور ولوله
د قطر تراژدي؛ او د امریکا کومیډي ثالثي!
قطر:
داسې لوی ملک پاتې نشو چې زموږ په هېواد کې مخامخ یا بالواسطه مداخله او په ګډوډیو کې یې برخه نه وي کړي.
د پروردګار تقدیر داسې راغی چې زموږ سیاسي زخم نن په همدې واړه قطر کې د جوړېدو په حال کې دی.
کله چې هیئتونه قطر ته روانېدل ماته د پېښور د راډیو دا فلکلور په مزه مزه په غوږ کې نغمه کېده:
جانان مې قطر ته روان ده.
هغه مهال چې افغانانو پکې د کار او مزدورۍ مواقع لټول، نن هاغه قطر زموږ د شل کلن جنګ د سولې کوربه ده.
دا ضروري ده چې ویې وایم چې قطر ،ترکیه او مالیزیا د ښوو زعامتو له برکته تر ډېره حده سم او پخپلو کې متفاهم روان ...
نور ولوله
رښتیاهم بامیانیان باید ژور سوچ وکړي؛ چې د دانش غوندې په اوتو بوتو سر نشي!
څو ورځې مخکې د کنډواله افغانستان رئیس جمهور او محترم معاون یې چې د دنیا القاب پرې کم وه سرور دانش بامیانو ته په سفر ولاړه.
روان حکومت او مشران یې داسې یوه جلسه، داسې یو سفر چې هغوی جوړه کړې یې او یا کوم ولایت ته تللي یې په هر سفر کې هغوی یوه ماجرا یوه خندونکي فکاهي په میراث پرېږدي.
څو ورځې مخکې په کونړ کې همدغسې یوه د ټوکو ډک داستان یې د کونړ خلکو ته پرېښود.
پرون چې دوی د بامیانو خلکو ته په سفر ورغلل په ځای ددې چې د خپل کلابند ارګ افسانې توجېه کړي، په ځای ددې چې د ناټو او امریکا د نظامیانو او بیا د امریکایي سفارت په فیصلو د راغلي مشرتابه په کرختو تابوتونو پرده واچوئ او د بامیانو نه د خپلو کمو رایو په شرم جال وغوړوي هغوی د س...
نور ولوله
استاد عبدالسلام عابد؛ د ممبر یو حقدار خطیب!
مولوي عبدالسلام عابد صاحب د یوې داسې درنې مذهبي کورنۍ غړی دی چې هغه زه یې له نیمې پیړۍ زیات پیژنم.
۱۳۳۷/۳۸ ه ش کال وه چې د کاکړو روحاني مرشد کاکړو مولوي صاحب پیمنار ته له خپلو ارادتمندانو سره راغی هغه مهال زما قدرمن پلار مولوي صاحب مزمل د پیمنار د لوی جومات امام او خطیب وه زه لا د یوولس کالو ماشوم وم چې د کاکړو مولوي صاحب لاسونه مې د یوه اخندزاده په تهذیب ښکل کړل او هغه جومات ماته د لسو روپو نوی یو نوټ په لاس کې راکړ ،ښه مې یاد دي چې د ماشومتوب د عادت مطابق او د متوسطو کورنیو د تهذیب برابر مې دغه سوغات لوټ بار بار له جېبه راکیښ او بیا بیا مې کېښود.
هغه مهال د کاکړو مرشد مولوي صاحب په ترکي مذهبي طراز یوه سَره خولۍ په سر وه او د پیمنار خلکو هغه ته په یوه درن...
نور ولوله
له اردو به؛ ملي اردو جوړوو!
جنګ ،اتلان ،فتحې ،سقوطونه ،تاریخ او امپراتورۍ د بشري اخ و ډب یوه نه حذفیدونکي او نه درېدونکي سلسله ده، عربي شاعر وایې:
من لم یزد عن حوزحي یهدم.
چې له خپله بٌرجه دفاع ونکړې نړیږي.
جنګ ،جنګي سړي او اتلان هغه ارزښتونه دي چې مظلوم او محکوم ملتونه یې په ارزښت ښه پوهیږي.
موږ چې خپل تاریخ ته تر شا ور وګورو شاه محمود هوتک ،احمد شاه بابا، جهان خان، سیدال خان ناصري، وزیر اکبر خان ،میر مسجدي، ایوب خان او سپه سالار نادر خان هغه نومونه دي چې د یوه عزیز ملت په زړه کې یې خاطرې ژوندي تمثالونه دي.
په همدې مناسبت په معاصر تاریخ کې هر هېواد نظامي تشکیلات د خپلو اتلو بچو د تربیې...
نور ولوله
