د استاد محمد زمان مزمل لیکنی
لاسته راوړنې؛ او د ویشلي افغانستان پاتې مانور!
لاسته راوړنې:
د مذاکراتو په اړه یوه ټپه چې د کابل سیاستوال یې خاصتا هغه چې د لس منزله پلازو خاوندان دي او هغه چې د خپلو نازدانه لورګانو لپاره یې د کابل په پرتمینو عروسي تالارونو کې د ودونو ارمانونه نېمګړي دي او هغه چې ددې مستعجلې په راتګ یې د بریښنا امرخیل په سندریزو کې څڼې او اوږې اچوي دا او څه نور همېشه د لاسته راوړنو خبره کوي.
که مطلب د لاسته راوړنو نه فعال ښوونځي ،اباد سرکونه، جوړ شوي ښارونه او د افغانستان د بنیې تأسیسات ،فابریکې او مراکز وي نو د هغو په هکله طالب او سوله ګواښ نده بلکې روان جنګ یې ګواښي.
او دا چې ځینې سطحي کسان له دې لاسته راوړنو نه د سولې پر ضد پلمه جوړوي څه هغه مجاهد وي، څه هغه د تېر نظام مشران، دویمه ...
نور ولوله
شهید استاد امین؛ یو په واړه کردار کې نه ځاییدونکی استاد!
یو فوق العاده پېچلی پړاو:
د شهید ډاګټر امین شهادت زه د خپل پړاو د ډیرو متضادو فوق العاده بدو او ښو ځانګړنو ته متوجه کړم:
اول:
د اجیرو قاتلانو پړاو!
انسان نه پوهیږي اخر د وژلو لپاره خو یوه فوق العاده انګیزه پکار وي د بل انسان وژل ،د ښه انسان وژل، د څو پوهنتونونو استاد وژل، د څو شهادتنامو لرونکي انسان وژل، د سوله ایزو تحقیقاتي مراکزو مشر انسان وژل، په سوله کې د مصروف قدرمن د سړو علمي ادبیاتو څښتن ډاګټر شهید امین وژلو شاته قاتل څه ترلاسه کړل؟ په کوم کتاب کې به یې نوم ولیکل شي؟ د کارنامو لرونکو انسانانو په کوم سجل کې به یې خلک نوم په سر کې ولیکي؟
دا نن چې هغه د خپلو بچیانو...
نور ولوله
کومیډي دیموکراسي؛ او د لویو جرګو پرلپسې ډرامې!
ډاګټر نجیب د خپل واړه قلمرو په دننه کې د کرزي او د اشرف غني د لویو جرګو په پرتله نسبتا ښه لویه جرګه جوړه کړه چې که هغه پکې له تنګ کابل نه د وتو لار پیدا کړي خو د څو ورځو د جلسو پرته د لویې جرګې ګډونوال یې پخپلو خبرو شرمیدل.
د حامد کرزي په دوران کې هم بلا لویې جرګې جوړې شوې چې یوه یې په صحیح اړخ ونه لویده وروستۍ لویه جرګه چې د امنیتي تړون لویې او سرنوشت ټاکونکې قضیې په اړه جوړه شوې وه په هغه کې په یو ډالري ډیزاین کې علماء، پیران، د مافیا ځواکمن قومندانان، سیاستوال او بلا نورې څه ښې او څه بدې قوارې راټولې شوې وې هغوی د فکر او عمل هر څه د امریکا د ډالري ژرندې په حساب د امنیتي تړون په ګټه چې فکر یې کاوه چې پدې اړه به پخپلو خبرو او تنازل کرزی راضي او د هغه له ادارو به د خپلو کشرانو زامنو او ور...
نور ولوله
جمهوریت موږ ته څه راکړئ چې پری معامله نه کوو؟
ډاګټر اشرف غني دوه ورځې مخکې په نیمروز کې نیمروزیانو ته چې کابل د جمهوریت نه په فاصله کې دی په ډیره قوي جذبه وویل:
په جمهوریت معامله نه کوم.
د کومې ورځې نه چې شاهي نظام په جمهوریت بدل شوی په افغانستان کې د زندانونو ،اعدامونو ،مداخلو، کودتاو، اشغال او بحرانونو او پای د هغې بدنامې سونامۍ دهلیز ګرځیدلی چې ولس پکې د شکایت او خپل ژغورلو مرجع ورکه کړیده.
زه دا پدې خاطر نه وایم چې زه جمهوریت منحیث یو سیاسي ارزښت ردوم زه د خپل شډل افغاني جمهوریت ماجرا دوستانو ته څپړم.
پر دې جمهوریت سردار سر وخوړ، تره کي او امین پکې ارګ د جنګ میدان کړ او نجیب پکې هاغې سولې ته کلابند کابل پرانېست چې دوستم پکې په غلچکي...
نور ولوله
خالص بابا؛ پر خپل حریف د غالب منطق خاوند رهبر!
د ننکرهار خوګیاڼو زموږ خلکو او تاریخ ته درنې سټې ورکړي چې هغو کې بریمن صاحب ،شهید استاد عبدالله، حاجي صاحب خیرمحمد، حاجي صاحب یونس او شهید منهاج الدین ګهیج او تر ټولو زیات خواخوږی مبارز عالم خالص بابا وه.
خالص بابا په بدرنګ مسیر کې د پریوتي افغانستان د ژغورلو په مخکښانو کې تر ټولو صادق او رښتینی رهبر وه هغه تر ډیره حده چې څه یې ویل هغه یې وکړل او د ویاړونو او پریوتنو پدې برګه اینډه کې چې ډیر پکې اسمان ته وختل او ډیر پکې د ځمکې تَل ته ولویدل زموږ دغه عزیز مولوي تر ټولو پکې لکه هغه د اوږې لونګۍ بچ شو ،اوس چې هغه زموږ په منځ کې نشته د ښو افغانانو په منځ کې هغه تر ټولو ګڼه شمیره چې په زړو کې یې د رهبرانو د مینې څه پاتې ده هغه د خالص بابا مینه او احترام ده.
زه ...
نور ولوله
