No-IMG

د قطر تراژدي؛ او د امریکا کومیډي ثالثي!

قطر:

داسې لوی ملک پاتې نشو چې زموږ په هېواد کې مخامخ یا بالواسطه مداخله او په ګډوډیو کې یې برخه نه وي کړي.

 د پروردګار تقدیر داسې راغی چې زموږ سیاسي زخم نن په همدې واړه قطر کې د جوړېدو په حال کې دی.

کله چې هیئتونه قطر ته روانېدل ماته د پېښور د راډیو دا فلکلور په مزه مزه په غوږ کې نغمه کېده:

جانان مې قطر ته روان ده.

هغه مهال چې افغانانو پکې د کار او مزدورۍ مواقع لټول، نن هاغه قطر زموږ د شل کلن جنګ د سولې کوربه ده.

دا ضروري ده چې ویې وایم چې قطر ،ترکیه او مالیزیا د ښوو زعامتو له برکته تر ډېره حده سم او پخپلو کې متفاهم روان دي.

زه چې تر څلورو ځلو زیات قطر ته تللی یم ملت او پرګنې یې په تېره ځوانان یې افغانانو ته نږدې دي او د ننني کوربتوب انګېزې په همدې کې سره شریکې وې چې قطریان په خلیجي عربانو کې د کاکګانو کلتور لري همدا وجه ده چې قطریان آن په کمزوري پړاوو کې، نه پرون ریاض ته سلامي شو او نه نن د ولیعهد کاګه روان ریاض ته.

د قطر تراژدي:

نږدې او د دویم پړاو جنګ په شل کلن اوږده جنګ کې افغانان ایله شلو کالو کې تفاهم ته چمتو شول هغه هم د امریکا د ستړي حریف په معاهده او تړون.

شل کاله جنګ یوه تراژدي ده د جنګي طرفو نه ...او یوازې د جنګي طرفونو نه د شل شل غیر منتخبو افغانانو هیئتي پکې بله تراژیدي ده او دا چې تر اوسه نژدې او د طرزالعمل په حد کې پر شلو مسائلو یې بحث کړی دا پکې د همدغو شومو شلو بله تراژیدي ده او دا چې هغوی نن سبا پکې د ابتدایې مذاکراتو قیمتي وخت پر شلو ورځو اړوي دا پکې که زما لپاره تراژیدي نده د هغو عزیزانو لپاره خو تر ټولو بده تراژیدي ده چې په همدې شلو ورځو کې یې خواږه پلارونه او مهربان ورونه له لاسه ورکړي.

جام قطر:

که څه هم زه د طالب په سرسختو مذاکراتو کې البته د ټرمپ روایت چې طالبانو ته یې د سرسختو خطاب کړی، زه د طالبانو سرسخت دریځ پدې قانع کړی یم چې د شلو کلو د اشتباوو دښمنان چې یو بل ته یې د مخالف په ځای بدترین القاب استعمال کړل هغوی باید په پاتې قدمونو کې او د سولې په اغزنه لاره کې باتمکینه لاړ شي، پرېنږدئ چې د یو خام اوربند نېمګړي پړاو په پای کې بیا بل جنګ ته ننوځي هغه چې دوی پکې د خپلو سوابقو له مخې نوي حامیان په اسانۍ پیدا کولای شي.

د خلکو په حساب د رسنیو په روایت د شلو ورځو بې نتیجې بحث ښئي چې قطر په همدې لحاظ د طرفینو د تفاهم په حساب او د یوې متفقې فیصلې په حساب جام ولاړ دی.

امید دی چې شل کلن جنګ او د امریکا شېله کېدو کابل او قطر دواړه په دې قانع کړي وي چې پخپلو کې د بې منطقۍ او د ملت د ګټو او مقدر په اړه د خپلې بېباکۍ نه دغه قطر له جام پاتې کېدو نه وژغوري، ولې موږ مار چیچلي چې له پړو نه هم ویره لرو موږ پکې د بدګمانیو ښکار یو.

جام قطر او د امریکا کومیډي ثالثي:

په دې وروستیو ورځو کې چې مذاکرات اوږده شول او د خلیلزاد ټنډه پکې ستومانه هلوځلو خولې هم نکړه په همدغسې یو فرصت کې نښې نښانې بلکې اوازې دي چې امریکا به د کابل او طالب په منځ کې ثالثي کوي.

هر ځل مې چې دا خبره اورېدلې زه پکې لکه د یو هېر خوب نه د راپاڅېدلي په شان فکر کووم چې خوب وینم.

په همدې مناسبت ماته د خلق و پرچم تېر داخلي سرخوږی اخ و ډب چې امین او تره کي دواړو پکې سر وخوړ رایاد شو هلته هم د شوروي مشرانو ددغو حریفانو په منځ کې بلا ثالثۍ وکړې ولې د امین نسبي ملي دریځونو برېژنیف اړ کړ چې د ناپاک امین البته د برېژنیف په روایت پدې خاطر نظامي مداخله وکړي چې مبادا پاتې امین پکې د شوروي لپاره بل تیتو او بل سادات نشي.

د امریکا کومیډي ثالثي موږ د سولې شل کلنو تږو ته هم د یو صراف په شان تنده ماتونکې ده او کېدای شي د افسانو هېواد ددې کومیډي ثالثۍ وروستۍ برخه تاریخ ته پرېږدي.

ولې لکه ما چې وویل که ثالثي پکې د شوروي د ثالثۍ غوندې بند بست ته ځي بیابه پکې واشنګټن څه انتخاب لري ؟افغانستان به پاکستان ته سپارئ؟ او که خدای مکړه تدریجي تجزیې ته؟.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک