د اُمت په جنګ کی ښکیل ایران او د ایران پوړوړی افغانان
استاد محمد زمان مزمل
ایران بلکی پاکستان د افغانستان هغه تر ټولو ښه او په بده ورځ کی د ورورۍ پاس لرونکی ملتونه دی.
حکومتونه په دواړو هیوادو کی ډیر متفاوت راغلل، ولی د شوروی د تجاوز په تورو ورځو کی چی افغانانو پکی د خپل تاریخ تر ټولو بدی جګړی او سپیری بی وطنی تجربه کولی، ایران او پاکستان په تدریج زمونږ د پنځو میلیونو بلکی تر پنځو زیاتو آواره افغانانو کوربانه ول.
هلته چی زمونږ هیواد د دی جګړو په پای کی د بی زعامتی بحران ته ولاړ، په ایران او پاکستان باندی د خپلو افغانی میلمنو بار او بوج نور هم اوږد شو او پر نیمه پیړی ودرید. بیا هم مونږ افغانانو د مسافری اتیا سلنه پناه او ګوله مړی مو د همدغو عزیزانو په خاوره کی پیدا کوله.
منم چی په محدودو پړاوو کی به په ایران او پاکستان کی د ځینو چارواکو تنګو پالیسیو د افغانی ګاونډیانو سره دغه د بدی ورځی وروری خچنه او بدنامه کړی وی. ولی مونږ منحیث افغانان او د عیاری د تهذیب او سلوک میراث خواړه هیڅ مهال د دغو عزیزو ملتونو پاتی پور باید هیر نکړو.
نن چی ایران په منځنی ختیځ کی د اُمت له دښمنانو سره تر ټولو بد جنګ او د اُمت د ایمانداری پاتی پورونه تهران او د ایران ملت په اوږو واخستل. د افغانستان غیورو خلکو ته او د افغانستان ځوانانو ته او به کابل کی د امارت مسؤلینو ته پکار دی چی پدی جګړه کی له ورور ایران سره د ښی خبری نه نیولی او د عملی ممکن ملاتړ او په افغانستان کی د ضرورت په مهال د ښی پناه پاتی پورونه پرځای کړو.
افغانی فیسبوکی ځوانانو ته پکار ده چی په دغسی ورځ کی د خپلو ایرانی ورونو د خاطر، مورال، د عزت او دفاع هغسی اظهارات وکړی چی په سیمه کی یی د عجمانو د مسلمانی مشترک تاریخ په اړه زمونږ نیکونو میراث پری اښی.
د یهودو په تجاوز او جګړه کی ښکیل او ولاړ ایران ته زاړه پیغورونه ورکول او په دی اړه د ایران د حکومتونو په سیمه کی د اشتباهاتو سوابق یادول بلکی په داسی ورځ کی د ملیتونو اختلافات او مذهبی تفاوتونه مطرح کول، یوازی د غاصبو یهودو په ګټه دی.
دا جنګ او نننۍ ایران له مونږ نه وروری دفاع او د واحد اُمت خبره او موقف غواړی.
ایران ته د هغوی د حکومتونو د اجرااتو په اړه په نن ورځ کی د پیغورو او ټیټو ناندریو شکوو، دا هر څه د افغانستان د عیار ملت له تهذیب سره ارخ نه لګوی.
اوس هم سل کاله وروسته زمونږ په شمال او جنوب کی د انګریز پر ضد د هند او پاکستان د سیمو د راغلو مهاجرو او همداسی د شوروی او تزاری روسیی د پرغانی د مهاجرینو په هر ځای کی بسته کلی آباد دی. او له مونږ سره داسی ژوند کوی لکه ګی هغوی هیڅ نه وی بیځایه شوی.
د جهاد کلونو او د هجرت ورځو زمونږ تاریخی تهذیب ټیټ کړ، د همدی ځایه مونږ د زعامت پر بحران واوښتو.
خدای دی د اسراییلی غاصب حکومت پر ضد، ایرانی شجاع ملت ته داسی برۍ ور نصیب کړی چی د عربی ټیټ سترګو حکامو په منځ کی د اقبال د عجمو حماسه له سره ژوندی ګړی.
محمد زمان مزمل
