استاد عبدالسلام عابد؛ د ممبر یو حقدار خطیب!
مولوي عبدالسلام عابد صاحب د یوې داسې درنې مذهبي کورنۍ غړی دی چې هغه زه یې له نیمې پیړۍ زیات پیژنم.
۱۳۳۷/۳۸ ه ش کال وه چې د کاکړو روحاني مرشد کاکړو مولوي صاحب پیمنار ته له خپلو ارادتمندانو سره راغی هغه مهال زما قدرمن پلار مولوي صاحب مزمل د پیمنار د لوی جومات امام او خطیب وه زه لا د یوولس کالو ماشوم وم چې د کاکړو مولوي صاحب لاسونه مې د یوه اخندزاده په تهذیب ښکل کړل او هغه جومات ماته د لسو روپو نوی یو نوټ په لاس کې راکړ ،ښه مې یاد دي چې د ماشومتوب د عادت مطابق او د متوسطو کورنیو د تهذیب برابر مې دغه سوغات لوټ بار بار له جېبه راکیښ او بیا بیا مې کېښود.
هغه مهال د کاکړو مرشد مولوي صاحب په ترکي مذهبي طراز یوه سَره خولۍ په سر وه او د پیمنار خلکو هغه ته په یوه درنه میلمستیا کې د یوه مذهبي مرشد مراسم ادا کړل.
وروسته ددې کورنۍ له بل غړي وزیر صاحب عبدالغفار سره په سعودي کې د تحصیل په دوران کې اشنا شوم بیا وروسته د پېښور په وروستیو کلونو کې چې زموږ زوړ نسل د جهاد د هسکې څوکې کرار کرار د رالویدو په حال کې وه د ځوان طالب عبدالسلام عابد سره چې په جمعیت اصلاح کې وه اشنا شوم.
په وروستیو کلونو کې چې هغه پکې د خدای بخښلي حاجي عبدالرحمن د لوی جومات خطیب شو او زه یې په یو تصادف کې د ممبر په مخامخ وروستیو څپو د تبلیغ لپاره کېناستم نو له زړه پوه شوم چې افغانستان بل حمید کشک او یا بل متولي شعراوي پیدا کړیدی.
ځوان نسل ته د تشویق په خاطر وایم چې زه کله هم ددغه عزیز ځوان خطیب خبرو ته کېنم زه پوهیږم چې د یو درانه ممبر په وړاندې ناست یم او له داخل نه مې قناعتونه پوخ یې چې ددین او مذهب خبره همدغسې بې طرفه او همدغسې په یوه غوڅه طرفدارۍ کې باید وړاندې شي.
ځوان خطیب عبدالسلام عابد صاحب د احکامو مذهبي ارزښتونو قراني ایتونو او نبوي حدیثو د ژور فهم شاته هغه د وخت او زمانې د غوښتنو مطابق له دین او مذهب نه هغه تحلیلونه او هغه تصویرونه وړاندې کوي چې زه په پوره باور ویلی شم چې د مذهب د ډېرو مشهورو عالمانو له سویې پورته دي.
خپل ځوان نسل ته ددې توصیه کوم چې د دنیا او اخرت په اوږده لاره کې د څلیو او صحیح منزل د پیدا کولو اولنۍ هڅه د مذهب نه سم فهم ده.
د خدای نه شکر ګذار یم چې جهاد دوران د هغو کمو مثبتو لاسته راوړنو په سلسله کې یو هم په ځوان نسل کې د ښوو علماو او ښو خطیبانو دغه کاروان دی چې امریکا او ناټو پکې ونه شوای کولائ چې په کابل کې برمته او محاصره ځوان نسل سېکولر او غیر مذهبي کړي مذهبي باورونه همدا هنر لري چې په کوم زړه کې یې ځای پیدا کړ هغه ته بیا د ارګ او جونګړو انسانان برابر او یو شان ښکاري په همدې خاطر زموږ خطیب پکې د رسمیاتو له کمربند جلا او د مذهب په حدودو کې پابند روان وي.
د لوی خدای نه ورته د سپین دعوت او د ممبر ددغه په حقه اشغال اجر او تر دې لوړ سلسله مراتب غواړم.
