No-IMG
No-IMG
بغداد ميوزيم چي له امريکايي شره په امان وو، ۲۰۰۰ع
No-IMG
دغه امريکايي ټانګ د دريو ورځو پوري د د بغداد د ميوزيم د چور امينت نيولی وو.
No-IMG
يرغلګر امريکايي عسکر د عراق په ملي ميوزيم کي په پراخه پښه ...!ٔ
No-IMG
د بغداد ميوزيم د چور پر مهال، ۲۰۰۳ع
No-IMG
د امريکايي بشردوستانو لخوا د بغداد ميوزيم د چور پر مهال، ۲۰۰۳ع
No-IMG
د بغداد ميوزيم د چور پر مهال، ۲۰۰۳ع

نړيوال تاريخ: د نړيوال تاريخ بوږنونکی عکس

دا عکس د  عراق نامتو لرغونپوه [ ډاکټر_عبدالله] او نامتو شاعري [بانو امل الجبوري] دئ چي د  لندن په يوه  نندارتون کي ناڅاپه هغه وخت په ژړا سوه چي نندارتون کي ئې د خپل هيواد غلا سوي اثار وليدل!.

کله چي په ۲۰۰۳ ع کال کي  امريکا،  ناټو او اروپايي يرغلګرو پر عراق بريد وکړ، په  بغداد کي د نړۍ په کچه لوی  ميوزيم ئې په لاسي ډول چور او پاته ئې په دريو ورځو کي په ايرو بدل کړ.

دغه اثار چي په بمباريو کي ورک سوه، شمېر ئې ۱۷۰۰۰ ته رسېږي، کله چي لويديځو يرغلګرو پر عراق د يرغل نيت وکړ، د عراق پخواني مشر [ صدام_حسین] په امر د "نمرود" ګنج، د زرګونو ټوټو په ګډون، ګڼ تاریخي آثارو او د سرو زرو د سکو لويه خزانه د بغداد د مرکزی بانک په زیرمتون کي په ډیره محرمانه توګه ځای پر ځای کړه، خو کله چي امریکا عراق ونیوه نو دا خزانه ئې د امریکايي مشرانو په امر امریکا ته په پټه انتقال کړه چي يوازي ۶۵۰ ټوټې د سرو زرو پکښي شاملي وې.

د نړۍ په کچه ددې ستر ميوزيم چور او نړيواله غلا کي اسرائيلو ته هم زر نادر اثار په برخه وروسېدل

 

د نړۍ په کچه ددې ستر ميوزيم چور او نړيواله غلا کي اسرائيلو ته هم زر نادر اثار په برخه وروسېدل

او تر اوسه ئې لا هم په لاس کي دي. دغه چور سوي ميوزيم کي د عثماني دورې څخه بيا تر اوسه پوري غوره تاريخي کتابونه، اخبارونه او مجلې هم په نوره کي لاس پر لاس کېږي.

د ياد ميوزيم ايرې چي د عراقي او نړيوالو خواخوږ له خوا بيرته په ميوزيم کي د وړو ټوټو په شکل ځای پر ځای سوې، د لويديځي لښکر په مرسته [ داعش] جنګيالو په ۲۰۱۵ع کي په لویو تبرونو هره پرزه وکوټل او د ختيځ د هويت تابوت ته ئې واچول.

 پورته پېښه په لويديځو رسنيو کي د دوی د مکر سم خورا ګرمه سوه او رسنيو ئې ورباندي په ميليونونو تجارت وکړ خو په پايله کي ئې يوه خښته د عراق اولس ته ونه سپارل سوه، د بغداد ميوزيم له  کابل وروسته د نړۍ دوهم ميوزيم دئ چي په رڼا ورځ چورېده او څښتنانو ئې په بې وسه سترګو ننداره کوله

نو افغانه!

همدا اوس د امريکايي، انګرېزي او ګاونډيو لېوانو له اړخه د پښتني او افغاني هويت د چور کولو منظم کار روان دئ، چي د رحمان بابا د قبر چاودنه، د وخت د افغان دولت په ملګرتيا د کندهار د  بولدک د انګرېزي ټانګ او باګرام کي د لومړنۍ افغاني الوتکي ورکېدل، د ايرانيانو لخوا د کندهار د خرقې دروازې کښل، د وزير اکبرخان توپنچه بابر ته ورکول او نوري ئې ښې بيلګي دي.

ددې د پاره چي هر هيوادوال د خپل هويت ساتلو فکر وکړئ، لطفا دغسي ږغ تر هره کونجه ورسوئ ځکه چي هيڅ ضمانت نسته جي زموږ د اثارو قاچاقبران دي نړيوال او یا هم زموږ د اولس څخه ماسېوا بل څوک راکش کړی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د خوشحال سلام په هغه شاه زلمو دى

کمندونه چي د ستورو په اسمان ږدي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک