امير عبدالرحمن خان: زما دښمنان ځواکمن، ملت مي کمزوری او دوستان مي ټمبلان (لټان) وه
سرچينه: The Amir,s Visit to India
عبدالرحمن خان د ۱۸۸۰- ۱۹۰۱ع پوري د افغانستان امير وو چي افغان تاريخ کي د يوه داسي ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چي هېواد ئې له هغو ناخوالو او گډوډيو وروسته چي د افغان-انگرېز له دوهمې جگړې وروسته رامنځ ته سوي وې، بېرته د افغان دولت واک له سره ورغاوه، تر دې وروسته افغانستان د انګرېزانو د پوځي جنګ څخه بېغمه سو، خو له بده مرغه د هغوی په سياسي جنګ کي وموښت چي په پايله کي د ډيورنډ_تړون په تحميل سره د انګرېزانو د زړه بړاس ووت او افغانستان د درېيم ځل له پاره قینچي سو. په همدې مناسبت په ځينو برتانوي آثارو او خپرونو کي دا خبره ذکر سوې، چي “هيڅ يوه اولس انګلستان ته دومره ناګومانه سوغاتونه نه دي ورکړي، لکه افغانانو چي ورته تقديم کړي دي….
د عکس نېټه: ۱۸۸۵ع عکاس: ؟ ځای: هندوستان سرچينه: ګرافيک ورځپاڼه، لندن، انډيا افس
دافغانستان_تاريخ Afghanistan_history
