موږ له خپلواکۍ د مخه او اوروسته
دوه لنډ تاريخي يادښتونه...
پوره يو سل او يو کاله وړاندي په همدې ورځو کي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [#ګلیډ_سټون] اړ سو چي متارکه اعلان او د سولي غوښتنه وکړي.
د سولي د خبرو د پاره افغانان او انګرېزان د اګست په ۸ نيټه په راولپنډۍ کي کښېنستل.
خبرو کي د انګرېزانو لخوا د صوبه سرحد مشر وزیر [هیملټن ګرانټ (د سرحد صوبې مشر او د بريتانوي پلاوي مشر)] کمشنر [جان سیفي] جنرال [نوبری] او د قلات (بلوچستان) [نواب شمس شاه] شامل وو.
د افغانانو لخوا علي احمد خان؛ د شاه امان الله ځانګړی سکرټر او داخله وزير وو، د تجارت وزیر ملا غلام محمد، سردار محمد یونس [کندهار پخوانی والي] سردار عبدالعزيز[ په ډيلي کي د افغانستان پخوانی استازی] ديوان نرنجن داس [ماليې وزارت چارواکي/مستوفي] ډاکټر عبدالغني جلالپوري [دارالتاليف مشر] او منشي غلام محمد [د بهرنيو چارو وزارت سکرټر] ملګري ول.
د بريتانوي هيئت غړی [ګرانټ] چي يو باتجربه ډيپلوماټ او د افغانانو په روحيه خبر وو، په روانه پښتو او فارسي خبري کولې او کله نا کله ئې د افغانانو د خوشالولو لپاره د پښتو متلونه هم کارول، ګرانټ خپلو يادښتونو کي د علی احمد په اړه ليکي:"ښکلی مخ خو مغرور او قهرجن سړی او دومره به احساساتي سو چي خبره به ورسره نسوه کېده".
د کنفرانس د خبرو په منځ کي ګرانټ افغانانو ته وويل:"سړکونه د تمدن استازولي کوي، موږ تاسي ته سړک درکاوه خو تاسي ئې مخالفت کاوه؟!".
افغانانو ورته وويل: "موږ ليدلي دي چي پر سړکونو تل ټوپکونه چلول کيږي، زموږ په اند توپک د تمدن تعامل نسي کېدای... هر وخت چي توپک خپل ځای سولي ته پرېښود، په هغه وخت کي به تمدن منځ ته راسي...ستاسي تمدن به د مسيدو له پاره يو مناسب تمدن نه وي، ستاسي د تمدن نظريې زموږ په شان نه دي... زموږ دود داسي دئ چي له جنګ وروسته هر شی هېر کړو. ليکن مسيد زموږ له پاره وجنګېدل او تاسو تر اوسه پوري له هغوی سره د دښمن په څېر چلند کوئ او نه ئې بخښئ، موږ څنګه کولای سو ستاسو څخه د بخښني تمه وکړو".
له خپلواکۍ وورسته:
د کابل د سفيرانو په يوه غونډه کي چي د انگلیس سفیر هم پکښي ناست وو؛ د یوې وینا پر مهال امان الله خان وویل:
«...زه ځان او خپل هيواد له کورني او بهرني اړخه په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم، وروسته لدې زموږ هيواد د نړۍ د نورو دولتونو او ځواکونو په څیر یو خپلواک هيواد دئ او د سر د یوه وېښته په اندازه هيڅ ځواک ته اجازه نه ورکول کېږي چي د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کي لاسوهنه وکړي او که څوک دغسي یو گام پورته کړي نو په دغه توره به ئې غاړه غوڅه سي...». او بیا ئې مخ د انگریز سفیر ته ور واړاوه او وئې پوښتل:
«څه چي مي وویل پوه سوې!» سفیر په درناوي ځواب ورکړ:«هو پوه سوم!».
لومړی عکس:
پښتانه مسید بندیان د انګرېزي يرغلګرو په واک کي...!
دوهم عکس:
افريدي افغانان د خپلواکۍ اخيستلو وروسته، خپلو سيمو ته د تګ پر مهال له ډولونو او خوښيو سره... ياد بيرغونه امير عبدالرحمن خان له بخارا څخه راوړي وه چي تر سقاوي پوري په ملي جګړو کي کارېدل.
زموږ د نيکونو دا وياړ دي ټولو هيوادوالو ته ښادمن او مبارک وي.
