No-IMG

د ملت يو بل قاتل د ملت له محاکمې پرته د الله محکمې ته وړاندې شو

يو بل د خبيثي نطفي توليد  او د ملت قاتل

 د ملت له محاکمي پرته د الله(ج) محکمي ته  ور وړاندي شو

د تره کي د قتاع الطريقه ,اختناقي او وحشي حکومت  د وخت د لغمان والي (1358) کال

حضرت ګل ( بارگامې ) ياده وم

هغه قاتل چي د خپل قدرت په وخت کي يي په سلګونه مظلوم او بي ګناه لغمانيان نيست اونابود کړل

د زيړانيو د کليوالو ډله ايزه وژنه

دعليشنګ د درو په کليو او بانډو بي خرته بمبارې

دچارباغ ,قرغيو , مندروړ,فرمانخيلو اوعزيزخان کڅ د ډيرو مشرانو او ځوانانو زنداني کول او لادرکه کيدل

علينګار دري ته د عزيز (تحريک) اړم  او دهقان په مرسته  د کابل  پوهنتون د ځوانانو د خلقي سازمان د سلګونو تنو محصلينو استونه د ولسي قيام د ځپلو او مجاهدينو سره دجګړي په موخه

چي په پايله کي  لسګونه تنه محصلين د کليو او بانډو سره دنا بلدتيا له کبله د لغمان د مجاهدو ولسونو د مرميو خوراک شول,

چي بيا خبيث اومرتد بارگامي د خپلو خلقي ملګرو د وژنې په کسات  د لغمان په ولس بي خرته ناروا وحشتونه تر سره کړل,

د لغمان ولايت د مجاهد ولس د ځينو نا اهلو په نوم جهادي قومندانانو د خپل منځيو تاو تريخوالي په پايله کي زياترو خلقي او پرچمي اشرارو سره خپلوۍ اوخيښۍ تر سره شوي.

خلقي اوپرچمي اشرار وبښل شول چي دادي  تر دمګړۍ د بي ګناوو افغانانو قاتلين سري سترګي او چنګ بريتونه  ازاده ښه اومرفع ژوند لري

روسانو خو  عزيز (تحريک) د ملي خائين په نوم کلونه کلونه د سابيريا په يخو زندانونو کي زنداني کړي وو, خو لغمان ولايت د مجاهدينو په نوم ځينو خاينو مشرانو د مجاهدو شهيدانو په سپيڅلو وينو تجارت او معاملي وکړلي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک