هغو ناکسانو ته چي کنځلي او سپک الفاظ استعمالوي
د ټولو ورانيو، وژنو، ويجاړونو تهداب د ثور له کودتاه څخه پيل شوي دي
د خلقيانو او پرچميانو نارواو کړنو مجاهدين را وټوکول.
د مجاهدينو خپل منځيو جګړو طالبان را پيدا کړل.
د طالبانو سر زوريو او کم تجربه توب د 47 هيوادونو متجاوزينو ته په هيواد د را د ننه کيدلو بهانه په لاس ورکړله
خو دا چي تاسو کنځلمار ناکسان نجيب وطن پرست بولۍ، نو دا راته وواياست هغوی چي د روسانو سره يو ځای په ټانکونو سپاره د حيرتانو په پله را واوښتل هغه به کارمل، نجيب، اناهيتا، ګلابزوی، وطنجار، سروري او مزدوريار نه بلکي مجاهدين وو.
د هيواد تړلي پولي او سرحدونه چا د متجاوزنو په مخ پرانستل؟
ايا ستاسو له نظره هيواد پلورنه، د هيواد پالني او هيواد پرستۍ په معني ده؟
هو دا هم منم چي هر چا ته خپله موخه او هدف مهم دی، تاسو به د اګسا، کام، خاد او واد له چيچلو بچ وئ
خو زما په څير يي په سلګونو زرو افغانان يتيمان کړل،
که تاسو يي صفتونه کوۍ دا د نجيب او خاديستانو حق دی په تاسو لږ د مالګي (نمک) د پاس ساتنه خو ضروري وي کنه
نو مونږ خو يي کړني غندو،
هرسړي تر خپل مطلبه پوري يار دي ما د خداي لپاره يار ليدلي نه دي
که ستاسو والدين يي د لسگونو زرو افغانانو په څير د پوليګون په لور استولي واي بيا به مو دريځ څه وو؟
ايا له کنځلو پرته بل کوم ځواب يا دليل لرئ؟
