د ظالمو ارګ ميشتو الوداعيه پارټي
کيداي شي چي نور د ارګ ميشتو د سر زوريو او سرتمبگيو پاي وي
د مشرانو جرګي او کشرانو جرګي د غړو او د هغوي د کورنيو د ښځينو،نارينو او ميده کاري غړو سره ارګ مشر تير ماښام دارګ دننه ليدنه وکړله،
ښه خوږه ماښامنۍ يي ورته برابره کړي وه،
د ارګبکيانو او زورواکو ماشومان یي په ډاليو ولمانځل،
د ارګ د ننه د تيري شپي انځورونه ډير څه ويل لري،
خو د ارګ څخه بهر انځور کي ليدل کيږي چي يو ماشوم د خپل شهيد کړي شوي پلار په بدن خاوري اړوي
يادونه :
د تره کي د زور واکۍ په اخرو شيبو کي هم يو ماښام د هغه د عمر د 63 کلنې کليزي په نوم همداسي يوه انډوخريزه ميله جوړه کړي شوي وه،
خو څه لنډه موده وروسته د ارګ په کوټي باغيچه کي يي په خوله دبالښت د ايښودلو له کبله ساه د بدرفت له لياري وويستل شوه
دوي ته دي هم خير وي
