No-IMG

یارانو د فيسبوک په پاڼه عجب مخلوق پيداشوي دي

1-- د ديموکراسی په معنا به نه پوهیږی خو د افلاطون,سقراط ,مارکس ,انګلس ,ماؤو او لنين فلسفه به غږوی.

2- -د اودس په فرايضو  او سنتو به خبر نه وي خو

 په امام اعظم( رحمه الله) به نقد او نیوکه کوي ,

3- -نورو ته به نصحتآ وایي:

د قران حکم دي يهود او نصارا په ملګرتيا مه نيسئ

خو د(شابز) ځوي به د هر بهرني سر غيږ په روغبړ کوي

4--داحمدخان دشملي په صفت به یي دفيسبوک پاڼه لړلي وي

خو چي ګوري نو د احمد خان شمله به د متجاوز بهر نيانو په سرلکه وي

5--دفيسبوک په پاڼه به يي حجابي انځور لګولي وي

قراني ايات او نبوي احاديث به یي د انځور لاندي ليکلي وي

 خو چي د پاڼي دننه يي ننوزي نو( بي اودسه) به تري راووځي

6--دنورو ليکني به يا په خپل نوم خپروي . اويا به پکي داسي لاس وهنه کوي چي څه به تري کم اويا ور زيات کړي

خو که ودي پوښته چي ولي ?

نو نيغ به په سترګو درننوزي او په پوره بي حيايي به درته ووايي ,

د فيسبوک پاڼه شخصي نه بلکي اجتماعي پاڼه ده ,

7--نه به یي پيژني اونه به درسره ملګري وي خو په ليکنو به دي مفته په مفته په داسي جملو نقد ليکي چي ان په

( لال خان) به دي ورته درد شي

دښځينه په نوم به ايډي لري, کريدت کارتونه به غواړي خو که لږ دي وچيړه نو ښځينه نه بلکي شخ بريته (گيدړسنګ) به وي

8--ايډي به یي د نارينه په نوم  او انځور به يي هم د نارينه لګولي وي

 خو چي لږ ورسره په ليکنو کي مخکي لاړشي نو يا به(شاميلات) وي اويا هم(همجنسگرا)

 9--که دکوم غل,قطاع الطريق او يا زورواکي په ليکنه ليکل وکړي نوضرور به د کومي (ګډې )ځوي د هغه خبيث په وکالت پوچي اوسپکي جملي درته وليکي

10--بهرني انځورګر به په څه خواريو اويا  ,اتيا کاله پخوا دهيواد د مختلفو ځايونو انځورونه اوفلمونه برابر کړي وي ,

خودابي شرمه به یي په نره په خپل نوم خپاره کړي او د (لايک) شمير نه به کوي

الله والو د داسي نا انسانو,بي منطقو او ادبي غلو  اکونټونه بندول پکار دي,

همت له لاسه مه ورکوئ

هغوي چي د خري شيدي رودلي وي دانسانيت طمعه تري

خيال است ومحال است وجنون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک