افغانستان ته د دوکتورا څښتن غلامانو راتگ!
کله چې اشغال سره له غربه تش په نامه څو خرڅ شوي نا افغانان، د دوکتورا څښتن غلامان راغلل د ډېرو امېد دا وو چې دې وطن ته به د خدمت جوګه شي.
دا خالي کوپړۍ کوم چې ټول سوچ او ګند په کې د غلا او یغما وو پر دې ملت ډېر قیمت حساب شوي وو.
دوهم مفکر، د فلان پوهنتون استاد، د دوو دوکتوراو څښتن....
یو څه چې ښکاره وو هغه دا چې دې خلکو کې نه د اېمان څرک لګېدو نه د وطن او وطن دوستۍ ځکه په وطن او خدای مین کسان د یرغلګرو په اوږو خپل وطن ته نه راځي.
دوی سره بعضې پخواني کمونستان کوم چې لا یې د مسلمان په وینه زړه نوو یخ شوی هم یو ځای شول او بعضې مجاهد نما کوم چې پرون پټ د روسي یرغلګرو خدمت کې وو د بعضو پروتوکولونو مطابق هغوی دا ځل ښکاره د یرغلګرو خدمت او اطاعت ته کار وویلو.
دلته بعضې ځوانان شعوری یا غیر شعوري د غربي کثافاتو څخه متاثر شول په ښویو مخونو، نیکتایي او غوړو خبرو یې وغولېدل.
شعارونه یې شروع کړل چې نور د اشرارو وخت تېر دی.
نور له نړۍ سره جوګه کیږو، ږیره پټکی به له خپل فرهنګه ورکوو.
هله حقوق بشر دی، د ښځو حقوق دی، جندر دی درمندر دی... رنګارنګ شعارونه.
پایله یې اوس دا شوه چې د غربیانو سرخېل دوهم متفکر علامه دوکتور اشرف غنی احمدزي وایي زه د مسعود لاروی یم
هغه سوله غواړم چې مسعود غوښته، مسعود شناسي او مزاري شناسي باید عام شي بلکې د تعلیمی نصاب برخه وګرځي.
ځوانه که له شرمه اوبه کېږې نه په هغه منطق ژوند کوې چې چاته یې وویل هلته دې ونه شنه شوه وېل خیر سیوری لاندې به یې کېنوم نو بیا ورځه هر څه چې کوې.
که لږ حیا درکې وي لاس په سر شه ترې او نور مونږ ته هم مزاحمت مکوه.
اوس دا زه یم چې ته به را نه اورې ستا وار تېر شو.
