ای د پاریس او لندن ساتونکیه
آیا تر ټولو بد قاچاقبر ته نه یې؟
چې غربي ښامار خولې ته
د دې ملت وینه ور تویوې
د مؤمن ولس د ناموس بربنډولو ته دې کار ویلی
ستا د تړلو دروازو شا ته
د مسلمان مال او سر په امن نه دی
آیا ته لوی قاچاقبر او غدار نه یې؟
آیا ستا نظام له قاچاقبرو نده جوړه؟
هغه چې تاسو یې په نومونو پوهنتونونه کړي
هغه چې تاسو یې په قبر قصرونه آباد کړي
آیا هغوی منطقه کې د قاچاق سرداران نوو؟
تا چې څوک بهانه کړي
ډېر که وي دا به هغه وي چې له هلمنده تر کابل یې راوړل
له کابل او بګرامه او حیرتانه وړونکی یې ته او ستا د سیستم کسان ندی؟
ای سولې دښمنه
د همدې اور خوراک شې
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
