No-IMG

سر خر سوار شدن یک شرم پاین شدنش دیگر شرم

کمونېزم یې خر کړ خو بیاهم ترې تېر نوو.

ابوجهل به په پټه قسم خوړلو چې محمد صلی الله علیه وسلم په حقه دی خو د جهالت غرور نیولی وو له خپل خره را کوز نشو.

په سلیمان نالایق عین کانه شوې وه، ښه پوه وه چې کمونېزم او د کمونېزم په نامه الحاد خپرول خوشي جګ وهل وو خو د جهالت غرور اړ کړی وو چې تر آخره په خپل کړو پښېمانتیا ونه ښیي.

او خپله یې اقرار وکړ چې په خره سورېدل یې یو شرم را ښکته کېدل یې بل شرم.

داود یې فرعون خظاب کړ او وویل دا فرعون باید مړ شي.

په داسې حال کې چې داود په شروع کې د دوی پرچمي ملګری وو.

بعضې وایي چې دا کمونست زاده ګان او یو څو نور غولېدلي ولې هم داود ستایي هم لایق هم امین هم تره کی....

دوی خبر ندي چې دا خلک روزل شوي همداسې دی چې خپل ټول مشران په ولس کې نېکان ثابت کړی.

خو الحمدلله ځوان نسل ويښ دی ټول ورته معلوم دی چې څه ډول خلک ول.

او خپل نوی نسل یې هم غلام او مزدور تربیه کړ په دې تفاوت سره چې قبله بې ور نوې کړه.

له روس یې مخ امریکا ته واړوو، غلامي یې د وینې برخه ګرځېدلې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک