No-IMG

هرچېرته چې ځئ، د مينې او هيلو استازي اوسئ

د سمندر ټولې اوبه هم يوه کښتۍ نشي غرقولی ، خو چې منځ ته ورننوتې او سوری یې ور وکړ بيا یې څو ټانکره اوبه هم ډوبولی شي.

منفي انسانان هم نشي کولای تاسې تحقير کړي او تاسې له ځان سره غرق کړي، مګر په هغه صورت کې بريالی کيدای شي چې تاسې د هغو منفي او د نااميدي خبرو ته دننې په ذهن کې ځای ورکړئ او ویې منئ!

هرچېرته چې ځئ، د مينې او هيلو استازي اوسئ، له خپل ځان څخه مثبتې فريکوينسئ خپرې کړئ!

اجازه مه ورکوئ چې نااميدي او د نورو له خبرو څخه وېره مو له پرمختګ څخه وژغوري!

هرچېرته چې د ناهيلۍ او (څوک به څه وايي او هغه به څه وايي؟) خبرې کېدلې، مه ورځئ!

خدای ج ارومرو د هغو کسانو هيلې پوره کوي چې په زړه کې اميدونه لري، کېدای شي ټولې په يو وار او يو ځل نه وي، د انسان کوشش غواړي، وخت غواړي، شرایط غواړي او بیا يوه يوه پوره کېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک