No-IMG

بالاخره د نړۍ ستر فضايي ټيليسکوپ فضا ته وليږل شو

او بالاخره د ناسا د څېړونکو او پوهانو لخوا له څه کم ۳۰ کاله کار کولو او تحقیق وروسته په لس زره میلیونه ډالر مصرف سره چې په نړۍ کې په بل هیڅ فضایي ماشین باندې دومره لګښت نه دی راغلی د جیمز ویب ټيلیسکوپ فضا ته ولېږل شو .

دا له هېبل ټيلیسکوپ څخه ډېر قوي او د کایناتو تر خورا لرې لرې پورې د کهکشانونو، ستورو، سیارو په دقیقې پلټنې ، د هغو په جوړونکو ترکیبي اجزاوو او د نورو فضایی پلټنو معلومات راټولوي او د کايناتو د خلقت لومړنۍ دورې چې د علمي فرضیو پر بنسټ یې ۱۳ نیم زره میلیونه کاله کېږي ډېټا ځمکې ته رالېږي.. د فضا، فضایي مخلوقاتو (ایلیتز) او فضايي موندنو په برخه کې به بیخي نوي ،بیخي جالب او کېدای شي بیخي بدل او دقیق معلومات انسانانو ته په لاس ورکړي.

دا ټیليسکوپ د ټېنس لوبې د میدان په شان پراخ او د یوې دری پوړیزې ودانۍ په اندازه لوړ دی.

د اریان۵ فضايي توغندي په وسیله فضا ته ولېږل شو او له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته باید ټیليسکوپ له لمر څخه د اینرجي د تر لاسه کولو او نورو چارو لپاره ۱۲۰ مبکانیزمونه په یو وخت د ښې کارکردګي لپاره ۲۰۰ ځلې خلاص و بند کړي چې که یو یې هم سلو کار وکړي او یا احیانن له کاره وغورځي ټول د ۳۰ کلونو خواري او لس میلیارده ډالر چټي باد یووړل ټیلیسکوپ له کاره لوېږي، بیا نه جوړېږي او نه څوک ورختلی سي.

جیمز ویب ټیلیسکوپ ان په منفي ۲۳۰ درجو یخ کې م خپل فعالیت کوي او په راتلونکې یوه میاشت کې به خپل ځای (مدار) ته په فضا کې ورسېږي.

د سپوږمۍ څخه ۴ ځلې لېرې اخوا د ځمکې په شاوخوا یو نیم میلیون کیلومتري کې نصب کېږي.

———

خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړل

دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک