No-IMG

نېشنليان؛ د نظرياتي ټکر لار!

د باچا خان په ژوند کې داسې مرحله راغله چې خدايي خدمت کرار کرار چپي نظريو ته ځای پرېښوده، په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چپيانو زېلۍ وغځېده او دغه ګوند يې په نظرياتي لحاظ له ديني ارزښتو سره پر ټکر ودراوه، دلته بيا له ديني جريانونو سره د نېشنل ګوند ټکر له شخصي او بيرونيو فکټورونو ووت، اصولي مخالفتونه رامنځته شول، او په دې مرحله کې ديني جريانونو د خپل مخالفت لپاره قوي منطق درلود، په دې مرحله کې نېشنل عوامي پارټي د خپل قام د ديني نښو او شعايرو پر ضد وکارېده، دوی په شوروي مفکوره کې سختې خوشکې وکړې، د نېشنل ګوند ادبيات او لېټرېچر پر ديني ارزښتونو راوګرځېدل، دين، جنت، دوزخ، حورې، مومن به موارد او هره ديني پديده وننګول شوه او ملنډې پرې ووهل شوې. تاسو وګورئ، کله چې خدايي خدمتګارو په خپل ديني تشخص کې حتی په کانګرېس کې سياست کاوه نو د سرحد ايالت ټاکنې يې دوه ځل وګټلې، او دوی هلته د اسلام دعوه دار مسلم ليګ ته ماتې ورکوله، خو کله يې چې چپي نظريه کې دين وټکاوه نو تر ننه بيا په ټولنه کې بېګانه روان دي، دا بېګانه توب به نور عوامل هم لري خو دا عامل يې ډېر حساس او مهم دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک