No-IMG

داودخان کودتا؛ نشنليان او اسلامي نهضت!

جوانان مسلمان (اسلامي نهضت) د محمد ظاهر شاه د ډيموکراسۍ په لسيزه کې رامنځته شو، دا د ۱۳۴۸ هـ ش کال پسرلی وو، او مسلمانو ځوانانو په کې د الحاد په وړاندې د عقيدې محور جوړولو، ډېر زر داوودخان د ډيموکراسۍ لسيزه او شاهي نظام د پرچمي نظاميانو په ملاتړ وپرځاوه. داوودخان د پښتونستان په قضيه کې انقلابي سياست درلود، کټ مټ پر همدغه کلونو کې باچاخان د خپل ګوند له يو شمېر مشرتابه سره په کابل کې د تبعيد شپې کولې، د خان کورنۍ او د خان له خدايي خدمتګارو نه څنګ ته شوې ترقي پسنده کړۍ د عدم تشدد فلسفې سره خداپاماني کوله، دوی له کابل ښار سره نزدې په چهاراسياب کې نظامي زده کړې اخېستې او په کوزې پښتونخوا کې يې غلچکي بريدونه پيل کړي وو، او بيا داسې مرحله هم راغله چې دوی په کې د سرحد ايالت اعلی وزير حيات احمد خان شيرپاو هم ترور کړ. ويل کېږي چې باچاخان د خپلو پيروانو له دې کړنو راضي نه وو او هغه به دا ويل چې دوی د عدم تشدد مبارزه ورخرابه کړه.

کابل؛ د استبداد خونړۍ څپه!

داودخان تر کودتا وروسته جمهوريت اعلان کړ او پر سياسي فعاليتونو يې بنديزونه ولګول، په عمل کې چپيان له دې بنديزونو مستثنی وو. پرچميانو د داودخان په کابينه کې تر نيمايي ډېر وزارتونه واخېستل، دوی ډېر زر هېوادپاله قيادتونه زندانونو ته واچول، پخوانی صدراعظم محمد هاشم ميوندوال يې په مرموز ډول پرته له محاکمې شهيد کړ، او د مساوات ګوند مشرتابه نزدې ۴۰ کدرونه يې د صمد ازهر او نبي عظيمي په څار او نظر کې شهيدان کړل. محمد موسی شفيق يې هم بندي کړ او حتی د ماليې پخوانی وزير عبدالملک عبدالرحيمزی يې هم زندان ته واچاوه.

پر "مسلمانو ځوانانو" چپه مېچنې!

پرچميان پر اسلامي نهضت/مسلمانو ځوانانو ډېر خراب راوګرځېدل، د نهضت د هرې ليکې مشران يې بنديان کړل، استاد غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، انجنير حبيب الرحمن، او ډېر نور ورک نومي پيروان يې بنديان کړل، په دوی کې يې انجنير حبيب الرحمن په تنکۍ ځوانۍ کې شهيد کړ، د اسلامي نهضت مشرتابه او فعالينو د دې پوليسي او چپي کسات په مقابل کې تبعيد غوره کړ، کوزې پښتونخوا ته لاړل او له هغه ځايه يې د انجنير حبيب الرحمن د شهادت او د نورو ډېرو نهضتيانو د شکنجو په وړاندې د غبرګون په توګه په ګڼو ولسواليو کې نظامي عمليات تر سره کړل، په دې جريان کې مولوي حبيب الرحمن، ډاکټر محمد عمر او خواجه محفوظ منصور ونيول شول او د داودخان د دېوان حرب په محکمه کې چې د چپيانو په ګرو کې وه پرې د اعدام پرېکړه وشوه، وروسته يې بيا دوی هم بېرحمانه شهيدان کړل.

استبداد؛ بې تفاوته باچاخان!

باچاخان په دې ټوله موده کې په کابل کې وو، د خان په مخ کې دا هر څه تېرېدل، هغه په دې مسايلو کې ډېر منفعل وو او ګوښې يې خپل استراحت کاوه. نوموړي د يو پښتانه سپين ږيري او بانفوذه مشر په توګه کولای شول داودخان ته مشورې ورکړي، منځګړتوبونه وکړي او سياسي همغږيو کې خپل نقش تر سره کړي، خو هغه کله هم د خپل پاخه عمر او اوږدې تجربې په رڼا کې د دې تکليف ونه ويست چې داودخان د حالاتو په نازکوالي پوه کړي، هغه کله هم داودخان ته ونه ويل چې د پرچميانو په انتخاب کې غلط شوی يې، دوی دې له ملت او ملتپالو شکوي او په دينپالو کې دې پردی کوي، بې قامه کوي دې او په پای کې به پر ميدان ځانته پاتې شې.خان کله هم ورته ونه ويل چې استبداد بغاوت ټوکوي او پای به ستا ماڼۍ در ړنګوي، هغه کله هم ورته ونه ويل چې په ظلم کلي نه کېږي او دا چې د جوانان مسلمان ځوانان مه مجبوروه چې ستا د سياستونو دښمن پاکستان ته لاړ شي، دوی به بيا عکس العمل کوي، کسات به اخلي او ستا د سياستونو مخالف پاکستان ملاتړ به لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک