واکمن او ملا؛ د ټکر او التيام خبرې!
دلته له لسيزو دا حکومتي دود راغلى، چې حاکم او عالم سره په ټکر کې راغلي دي، په ځېنو مرحلو کې به ملا هم ملامت وي، خو له ملا سره د ټکر قضيه تل د واکمنو په ماڼيو کې طرحه شوې ده، دا د پېړۍ نه ډېره زمانه ده، چې ملا په ارتجاع، وروسته پاتې او غير ملي رمز کې تشهير او ساتل شوى دى.
تر هغه چې دلته په يوې سياسي تنوع کې ديني جريانونه د نظام پر محور عملي بوختيا ونه لري، دلته به ثبات او پرمختګ د مرغۍ پۍ وي.
هغه مهال چې دلته اهداف لوى وو، او ديني ارزښتونه د واکمنو محور و، نو افغانستان په سيمه کې امپراتوري وه، دا خاوره په تاريخي لحاظ د ديني سياسي مرجعيت خاوره پاتې شوې ده، سلطان محمود غزنوي، ميرويس نيکه او احمد شاه بابا د همدې مرجعيت لوى تاريخونه دي.
د افغانستان د هويتي قضيې په ساتنه کې تر بل هر چا وړاندې بايد د ديني اجنډا لرونکى انسان د وطنۍ مينې يو طبيعي او عملي رمز وي.
د يو مستحکم افغانستان لپاره ضروري ده، چې د دې وطن ديني عالم د پاکستان د ديني عالم په څېر شي، مونږ يوې عملى حب الوطنۍ ته اړتيا لرو.
که زمونږ وطن نه وي مونږ به چرته خپلې نظريې ته تطبيقي بستر جوړوو؟ زمونږ وطن بايد د سيالانو سيال وي او مونږ بايد د سيال افغانستان لپاره په ګډه کار وکړو. د وطن مينه بايد زمونږ په کړو وړو کې عملي څرکونه ووهي.
مينه درسره لرم زما ګرانه هېواده!
تل دې وي افغانستان
