د حكمتيار لیکنی
حکمتيار: يجب على الحكومة أن تتولى السيطرة الكاملة على الواردات
خطبة الجمعة، والتي ألقاها الأخ المجاهد المهندس/ قلب الدين حكمتيار، زعيم الحزب الإسلامي لأفغانستان، يوم الجمعة 23 ربيع الأول 1443هـ ، 7 عقرب 1400 هـ ش. الموافق 29 أكتوبر 2021م
الحمد لله وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى وبعد:
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
قال الله سبحانه وتعالى:
لإِيلاَٰفِ قُرَيۡشٍ(1) إِيلاَٰفِهِمۡ رِحۡلَةَ ٱلشِّتَآءِ وَٱلصَّيۡفِ(2) فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ(3) ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۢ(4)
ألفت قريش وتعودت على رحلتيها الصيفية والشتوية.
أشير في هذه الآيات المباركة، إلى مصيبتين كبيرتين من أك...
نور ولوله
حکمتيار: اسلامي امارت دی د گراني او ناامني چاره وكړي
حكومت دي د دغو خطرونو او گواښونو ته په پام سره لازم تدابير غوره كړي. همدا راز د گراني او ناامني چاره دي وكړي، حكومت او ملت بايد په گډه كار وكړي چي هم د ناامنيو او هدفي ترورونو مخنيوى وشي او هم د دښمنانو له لوري د بلي جگړي د تحميلولو په وړاندي لازم تدابير غوره شي.
حكومت دي په ځانگړې توگه د خوراكي او سوند توكيو، تېل او گاز د وارداتو چاري په بشپړه توگه په خپل لاس كي واخلي، د سكرو د تجارت په شمول؛ او ټول هغه څه دي د خصوصي شركتونو له لاس وباسي چي د ولس لومړني ضرورتونه دي. او كه عجالتاً دا كار اوس ورته ممكن نه وي او وخت ته ضرورت لري؛ نو د هغو شركتونو له واك دي وباسي چي مخكيني مفسد رژيم د هغوى په انحصار كي وركړي وو، نويو او ملت ته ژمنو شركتونو او تاجرانو ته دې وسپاري او په جدي توگه دي هغه كنټرو...
نور ولوله
حکمتيار: د مخكني نظام مشران او چارواكي ستر ستر دروغجن وو
له دې آيت معلومېږي چي كذب او دروغ د گناهونو بنسټ او اساس دئ، خلكو د كذب لار غوره كړه او الله تعالى له همدې كبله ونيول او د زمكي او آسمان د بركت دروازې ئې د دوى پر مخ وتړلې.
موږ د دې مصداق په خپلو سترگو وليد؛ د مخكني نظام مشران او چارواكي ستر ستر دروغجن وو، جمهور رئيس ئې، وزيران ئې، مفتيان، قاضيان او څارنوالان ئې. خلكو ته به ئې د امنيت خبره كوله؛ خو وضعيت بيا داسي وو چي د ارگ شاوخوا كي همدا دوى هدفي ترورونه او قتلونه كول، په اطراف كي به خلك خوندي وو خو چي كابل ته به راغلل نو ترور به شول، د ارگ شاوخوا كي، جوماتونو كي علماء او مؤمن شخيتونه ترور كېدل، د ترور ټولي ئې جوړ كړي ول، د ملي امنيت، د امنيت شورى، 01او 02 په څېر قطعې او ډلي!! تر ټولو بې غيرت، منحط، سپك او ذليل انسان هغه دئ چي په دوستي...
نور ولوله
حکمتيار: امريکا په افغانستان کي نظامي اډې غواړي
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب ( جمعه 7 عقرب 1400)
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
لِإِيلَٰفِ قُرَيۡشٍ١ إِۦلَٰفِهِمۡ رِحۡلَةَ ٱلشِّتَآءِ وَٱلصَّيۡفِ ٢ فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ ٣ ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۢ ٤
1- د قريشو د الفت په پار. 2- الفت ئې د ژمي او د دوبي له سفر سره. 3- نو د دې كور د پالونكي عبادت دي كوي. 4- آ چي له لوږي ئې ماړه كړل او له وېري ئې خوندي.
په دې مباركي سورې كي د انساني ټولني دوو سترو سترو آفتونو ته اشاره شوې: (لوږه او وېره) چي دواړه ئې څنگ په څنگ او يو وخت راځي. كله ئې يو مخكي راشي او لاره بل ته پرا...
نور ولوله
حکمتیار: چارواكي مطبوعات مهار او د اسلامي لارښوونو په مراعات ئې وگماري
له بدلون ورسته ډېرى رسنۍ؛ تر ډېره حده اصلاح او د نوي وضعيت له غوښتنو سره سم عياري شوې، د خبريالانو په ويناوو او لهجو كي هم بدلون راغى او د څېرو په ظواهرو كي هم، گنده او مبتذل سريالونه، مسخره او منحط پروگرامونه بند شول او ځاى ئې نسبتاً ښو او زموږ له ديني او ملي ارزښتونو سره متناسب سريالونو او پروگرامونو ته پرېښود؛ خو لا څو ورځي نه وې تېري شوې چي رسنۍ مخكني حالت ته ستنې شوې؛ همغه مخكيني مبتذل سريالونه او پرگرامونه؛ له همغه ځاى بېرته پيل شول چي متوقف شوي وو!! د كاركوونكو څېرې ئې هم بدلې شوې او لهجې ئې هم. ځيني وايي چي دوى ته د اړوند چارواكو له لوري ويل شوي چي رسنۍ آزادي دي او كولي شي د مخكي په څېر نشرات ولري!! ځيني لا مخكي ځي او وايي: پر خپل حال د مطبوعاتو او رسنيو پاته كېدا؛ د دوحې د معاهدې يوه ماده او ژمنه ده؛ هيله مو دا ...
نور ولوله
حکمتیار: حكومت بايد دا تضمين كړي چي د هر چا سر، مال، عزت خوندي دئ
البته تر هر څه وړاندي بايد امنيتي وضعيت داسي ډاډمن پړاو ته ورسول شي چي هيڅوك د وېري له كبله له هېواد د تېښتي لار غوره نه كړي؛ حكومت بايد دا تضمين كړي چي د هر چا سر، مال، عزت خوندي دئ، هيڅوك نشي كولى په خپل سر او له دولتي واك په استفادې سره؛ خپل سياسي، فكري او قومي رقيب او سيال وگواښي او له هغه انتقام او غچ واخلي. د شريعت او قانون بشپړ تسلط بايد داسي تضمين شي چي د حكومت د لومړي كچي چارواكي هم د چا كور ته د هغه له اجازې او موافقې پرته د ننوتلو جرأت ونه كړي؛ حتى كه په دې كور كي كوم قاتل پناه وړې وي. هيڅوك حق ونه لري چي كوم مجرم په خپل سر او د محكمې او عادل قاضي له حكم پرته مجازات كړي؛ د محكمې له حكم پرته؛ هر مجازات؛ كه دا په لښتي او څپېړي وهل هم وي؛ جرم دئ او قصاص ايجابوي.
داسي امنيت ...
نور ولوله
حکمتیار: حکومت کولی شي چي د بهرنیو فشارونو پر وړاندې بالمثله معامله وکړي
بهرني ځواكونه له افغانستان وتلي؛ خو امريكا نه زموږ هېواد خپلو رقيبانو ته پرېږدي او نه داسي چي دلته امنيت او آرامي وي او افغانان د خپلي خوښي نظام او حكومت ولري، د امريكايي چارواكو له اظهاراتو او اقداماتو په واضح توگه جوته ده چي دوى همدا تگلاره غوره كړې؛ د افغانستان حريح مسلسل نقض، تحريمونه وضع كول، په بانكونو كي د افغانانو د شتمنيو منجمد كول، گراني او د ضروري حياتي توكيو د قلت او كمښت ستونزه رامنځته كول، بل جنگ ته د مخكنيو كرايي جنگياليو هڅول او چمتو كول، ... ښيي چي دوى بدي ارادې او ناولي عزئم لري.
په مقابل كي ئې افغانان او نوى حكومت ئې څو بديلونه لري:
1- گواښونو او فشارونو ته تسليمېدل؛ د اشغالگرانو شرائط منل؛ دا طمع درلودل چي له دې ل...
نور ولوله
حکمتيار: حكومت د ټول هغه خصوصي شركتونه په خپل بشپړ واك كي واخلي
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 30 ميزان 1400)
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
فَهَلۡ عَسَيۡتُمۡ إِن تَوَلَّيۡتُمۡ أَن تُفۡسِدُواْ فِي ٱلۡأٓرۡضِ وَتُقَطِّعُوٓاْ أَرۡحَامَكُمۡ ٢٢ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللّٰهُ فَأَصَمَّهُمۡ وَأَعۡمَىٰٓ أَبۡصَٰرَهُمۡ محمد: 22- ٢٣ صدق الله العظيم
الله تعالى فرمايي:
نو آيا دې ته نږدې يئ چي كه (د چارو) متولي شئ په زمكي كي به فسادونه كوئ او د خپلوۍ اړيكي به شلوئ؟!
الله تعالى د دې مبارك آيت په ترڅ كي لارښوونه كوي چي له هغه چا د يوه صالح چارواكي او د خلكو د چارو د زړه سواند متولي طمع نشي كېدى چي د جهاد په لوړو ژورو كي...
نور ولوله
د انجنير احمد شاه احمدزی کورنۍ ته د ورور حکمتيار د تسليت پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم
انا لله و انا اليه راجعون
د محترم ورور مرحوم انجنير احمد شاه (احمدزی) درنې کورنۍ ته!
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
د مرحوم انجنير احمد شاه (احمدزی) د وفات په مناسبت تاسو، ستاسو د درنې کورنۍ ټولو غړو او ټولو هغو دوستانو او عزيزانو ته مو تسليت وړاندي کوم چي پدې غم کي له تاسو سره شريک دي.
مرگ حق دئ؛ په خپل وخت راځي، دا د ټولو ګډ برخليک او مسير دئ، ټول د الله تعالی په لور درومو، صبر به کوو او له الله تعالی به ئې اجر او نېک عوض غواړو، بختور هغه دئ چي ژوند او مرگ ئې د الله تعالی په لار کي وي.
الله تعالی دي هغه د اسلام د لاري د يوه مخلص مجاهد په توګه د خپل وسيع رحمت او مغفرت په سيوري کي ولري، د اسلام په لار کي د هغه ټولي هڅي دي قبلوي کړ...
نور ولوله
حکمتیار: ځيني كړۍ د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د وروري او يووالي مانع کيږي
ځيني كړۍ هڅه كوي چي د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د وروري او يووالي مانع شي او ستونزي رامنځته كړي!
موږ تر نن وړاندي د هيڅ حكومت حمايت نه دئ؛ دا ځكه چي مخكني حكومتونه مفسد او د پرديو لاسپوڅي وو؛ دا لومړى ځل دئ چي موږ د طالبانو د حكومت بلاقيد و شرط ملاتړ او حمايت اعلان كړ؛ د حمايت تر څنگ مو د حزب اسلامي غړو او افغان ولس ته دا هم وويل چي طالبانو ته فرصت وركړئ، د ستونزو په حلولو كي ئې مرسته وكړئ او كه څوك شرارت وكړي او وغواړي افغانستان مخكني حالت ستون كړي او د بل جنگ اور بل كړي بايد په ټول توان طاقت د شريرو پردي پالو ځواكونو په وړاندي كلك ودرېږي او توطئې شنډي كړي. خو ځيني كړۍ هڅه كوي چي د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د وروري او يووالي مانع شي او ستونزي رامنځته كړي، په همدې لړ كي مو له ځي...
نور ولوله
حکمتیار: شمالي ټلواله د اسلام دښمنانو رامنځته كړې او كفري نړۍ یې تر شا ده
اوس خو ټولو ته معلومه شوه چي شمالي ټلواله د كرايي جنگياليو ټولى ده، د اسلام دښمنانو رامنځته كړى، د نړۍ كفري او اسلام ضد ځواكونه ئې تر شا دي!
اوس او د ډېرو پټو حقائقو له څرگندېدو وروسته بايد هغه اشخاص او ډلي په خپل ليدلوري او دريځونو كي تجديد نظر وكړي چي له حقائقو يا خبر نه وو يا ئې اعتناء ورته نه كوله. دوى بايد خپل اشتباهات جبران كړي چي د حزب اسلامي خلاف ئې د شمالي ټلوالي د جنگ ملاتړ كړى، يا ئې له دې ډلي سره ائتلافونه كړى، يا ئې حزب اسلامي ملامتولو او له شمالي ټلوالي سره ئې يو شان گڼلو. اوس خو ټولو ته معلومه شوه چي شمالي ټلواله د كرايي جنگياليو ټولى ده، د اسلام دښمنانو رامنځته كړى، د نړۍ كفري او اسلام ضد ځواكونه ئې تر شا دي.
په همدې اونۍ كي د سي آى اې يوه ...
نور ولوله
حکمتیار: دښمنان په كمين او د يوه بل جنگ پيلولو په لټه كي دي او تيارى ورته نيسي
افغانستان له يوه بل حساس پړاو تېرېږي، دښمنان په كمين كي دي، شرارتونه كوي، د يوه بل جنگ پيلولو په لټه كي دي او تيارى ورته نيسي، له يوې خوا د امريكا او په ناټو كي د شاملو هېوادو گواښونه او تهديدونه، چي غواړي خپله شرمېدلې ماته او سپك شوى حيثيت؛ جبران كړي. د افغانستان فضائي حريم په مكرره توگه نقض كوي، ډرون جهازونه ئې د افغانستان په فضاء كي چورلي، وايي: د تروريستانو خلاف بريدونه به ئې دوام كوي او په دې اړه د طالبانو اجازې ته ضرورت نه لرو، د افغانستان بانكي پانگي ئې منجمد كړې، د تحريمونو په وضع كولو سره ئې گراني او د ضروري توكيو د كمښت ستونزه راولاړه كړې، هڅه كوي چي هيڅ هېواد د افغانستان نوى حكومت په رسميت ونه پېژني. د دغو هڅو په نتيجه كي د اسلامي هېوادو هغو حكومتونو هم نوى حكومت په رسميت ونه پېژندو چي طمع وه له ځنډ پرته به دا...
نور ولوله
