د حكمتيار لیکنی
حکمتيار: لومړى ځل دئ چي موږ د طالبانو د حكومت بلاقيد و شرط ملاتړ او حمايت اعلان كړ
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 23 ميزان 1400)
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
وَلَا تَحۡسَبَنَّ ٱللَّهَ غَٰفِلًا عَمَّا يَعۡمَلُ ٱلظَّٰلِمُونَۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمۡ لِيَوۡمٖ تَشۡخَصُ فِيهِ ٱلۡأَبۡصَٰرُ ٤٢ مُهۡطِعِينَ مُقۡنِعِي رُءُوسِهِمۡ لَا يَرۡتَدُّ إِلَيۡهِمۡ طَرۡفُهُمۡۖ وَأَفِۡٔدَتُهُمۡ هَوَآءٞ . ابراهيم: 42- ٤٣ صدق الله العظيم
الله تعالى فرمايي:
او د الله په اړه دا گمان مه كوه چي له هغه څه به غافل وي چي دا ظالمان ئې كوي، يقيناً چي (په دې مهلت سره ئې) يوازي هغي ورځي ته ځنډوي چي سترگي په كي (له ډېره هيبته) رډي رډي شي، داسي ځغاستونكي به وي چي سرونه به ئې هسك پاته وي، نظر به ئې نه ورته راگرځي...
نور ولوله
حکمتيار: ولكني واثق إن شاء الله بأن جميع مؤامرات الأعداء ستحبط، وستتحقق تطلعات شهدائنا و مجاهدينا
مختصر خطبة الجمعة المهندس حكمتيار امير الحزب الإسلامي الأفغاني (جمعه 16 من برج الميزان ه ش 1400)
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد:
فأعوذ بالله من الشيطن الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم .
وَلۡتَكُن مِّنكُمۡ أُمَّةٞ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلۡخَيۡرِ وَيَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ ۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ آل عمران: ١٠٤ صدق الله العظيم
لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۢ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبۡنِ مَرۡيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ ٧٨ كَانُواْ لَا يَتَنَاهَوۡنَ عَن مُّنكَرٖ فَعَلُوهُ ۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَف...
نور ولوله
حکمتيار: ولكني واثق إن شاء الله بأن جميع مؤامرات الأعداء ستحبط، وستتحقق تطلعات شهدائنا و مجاهدينا
مختصر خطبة الجمعة المهندس حكمتيار امير الحزب الإسلامي الأفغاني (جمعه 16 من برج الميزان ه ش 1400)
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد:
فأعوذ بالله من الشيطن الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم .
وَلۡتَكُن مِّنكُمۡ أُمَّةٞ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلۡخَيۡرِ وَيَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ ۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ آل عمران: ١٠٤ صدق الله العظيم
لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۢ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبۡنِ مَرۡيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ ٧٨ كَانُواْ لَا يَتَنَاهَوۡنَ عَن مُّنكَرٖ فَعَلُوهُ ۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَف...
نور ولوله
حکمتيار: له روانو ستونزو او گواښونو سره د مقابلې لپاره څو كارونه مفيد گڼم
داسي انگېرم چي إن شاء الله مهربان الله به د دښمنانو ټولي توطئې شنډوي او زموږ د شهيدانو، مجاهدينو او غازيانو آرمانونه به ترسره كېږي.
له روانو ستونزو او گواښونو سره د مقابلې لپاره څو كارونه مفيد گڼم:
1- نوى حكومت دي خپل اداري تشكيلات او د وزارتونو شمېر راكم كړي.
2- د تصميم يوه داسي معتبره مرجع دي رامنځته كړي چي نور اغېزمن لوري هم احتواء كړي.
3- د كابينې تركيب دي داسي جوړ كړي چي زموږ د ټولني اجتماعي تركيب په ښه توگه تمثيل كړى شي.
4- ولس او نړۍ والو ته دي اطمئنان وركړى شي...
نور ولوله
حکمتيار: امريکا نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي
د افغانستان نوى حكومت له څو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دئ:
1- د أمريكا او اروپا د گډو شرارتونو له كبله هيڅ هېواد دې ته چمتو نشو چي نوى حكومت په رسميت وپېژني. حتى د قطر په څېر هېواد چي طمع كېده تر نورو وړاندي ئې په رسميت وپېژني؛ خو هغه له نورو هېوادو غواړي د كابل نوي حكومت په رسميت پېژندو كي عجله ونه كړي!!
2- ټولو دا شرط وضع كړى چي دا حكومت بايد ټول اغېزمن سياسي او قومي لوري احتواء كړي او د دوى په اصطلاح ټول شمول وي. څرگنده ده چي له ټول شمول حكومت د دوى غرض په بن كي د جوړ شوي حكومت په څېر داسي حكومت دئ چي په هغه كي هغه ډلي په زړه پوري برخه ترلاسه كړي چي د افغانستان په جگړي كي ښكيل هېوادو پوري تړلې دي. داسي حكوم...
نور ولوله
حکمتيار: رب دی د شوروي په څېر د أمريكا زوال هم راباندي وگوري
پرون د ميزان پنځلسمه او هغه ورځ وه چي شل كاله وړاندي أمريكا او بريتانيا پر افغانستان باندي خپل گډ هوائي بريدونه پيل كړل؛ دا د تېر شل كلن خونړي جنگ پيل وو، او پاى ئې يوه نيمه مياشت وړاندي د أمريكا د آخري سرتېري وتل وو. په داسي حال كي چي أمريكا او په ناټو كي شامل هېوادونه له شرمېدلې ماتي وروسته زموږ له هېواد تش لاس ووتل.
زه 73 كاله وړاندي د همدې ميزان مياشت كي پيدا شوى يم؛ په تېري اونۍ كي 73 كلن شوم. له ماشومتوب مي دا دعاء او هيله وه چي الله تعالى د شوروي او أمريكا زوال راباندي وگوري او په زوال كي ئې ماته د ونډي درلودو سعادت راپه برخه كړي؛ د دعاگانو منونكي رب زما د ماشومتوب ستره دعاء قبوله كړه، فقط يوه برخه ئې پاته ده چي د شوروي په څېر د أمريكا زوال هم راباندي وگوري. ...
نور ولوله
حکمتيار: انشاءالله د شهيدانو، مجاهدينو او غازيانو آرمانونه به ترسره كېږي
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 16 ميزان 1400)
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
وَلۡتَكُن مِّنكُمۡ أُمَّةٞ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلۡخَيۡرِ وَيَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ ۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ آل عمران: ١٠٤ صدق الله العظيم
الله تعالى فرمايي:
او له تاسو دي داسي يوه ډله (جوړه شوې) وي چي د خير په لوري بلنه وركوي، په معروف امر كوي او له منكر مخنيوى كوي او همدا دوى بريالي دي.
تر دې آيت وړاندي ويل شوي: دين ستاسو د يووالي ضامن دئ او له دين د انحراف په نتيجه كي له بدو پايلو، شديد اختلاف او له داخلي جگړو سره مخامخ كېږئ داسي چي وطن به ...
نور ولوله
د مات وزرو خېل کي
هغه شپه مي هېره نه ده
آ سړه، تیاره، اوږده
ټول په ژور خوب وو ویده
هره خوا چوپه چوپتیا
هدېره شانته فضاء
د ژوندو دې هدېره کي
نه خوځښت شو چا لیدلی
نه ٸې ځوږ شو اوریدلی
د مات څلي په سر ناست کونګ
وازو سترګو سره وېښ وو
خو ساکت او یخ وهلی
سپینکۍ فاختي وې غلې
برګ کارغان له شور لوېدلي
وزر مات د عقابانو
له لوړ الوت لوېدلي
سیلۍ یخي د سړې شپې
که هیبت د دې تیارې شپې
د ویدو د خوځولو په خاطر چا
د پرتو د هڅولو په عرض چا
نه پوهېږم چا را وېښ کړم؟
نه پوهېږم څنګه ویښ شوم؟
د ویدو د ویښولو
د پرتو د هڅولو
د کاروان د خو...
نور ولوله
حکمتيار: نړۍ به ډېر ژر د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني
د حزب اسلامي افغانستان د محترم امير ورور حکمتيار مرکه د ترکيه د رهبر تلويزيون سره نړۍ به ډېر ژر د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني
...
نور ولوله
حکمتيار: امريکا د بل جنگ پيلولو هڅه كوي
وروڼو خوېندو!
زه پر ټولو مجاهدينو او اسلامپالو افغانانو غږ كوم چي د دې خطرناكي بين المللي توطئې په وړاندي كلك ودرېږي او د يوه بل جهاد لپاره ملا وتړي، دنيا ته وښيي چي افغانانو مخكني حالت ته ستنېدل په هيڅ توگه نه مني، نه بهرني ځواكونه او اشغال مني او نه د اشغالگرانو ذليل او وطن پلوري ناولې څېرې؛ له استقلال، خپلواكي او آزادي په هره بيع دفاع كوي. افغانان دي مطمئن وي چي ناټو داسي څه نشي كولى چي په شلو كلونو كي ئې نه وي كړي، د اشغال په دوران كي ئې خپل ټول زور او ځواك آزمويلى او له سپېره برخليك سره مخامخ شوي؛ اوس يوازي يو بديل لري او هغه دا چي د افغانانو ارادې ته درناوى وكړي.
وروڼو خوېندو!
سپينه ماڼۍ او پنتاگون؛ د ماتي ملام...
نور ولوله
حکمتيار: هغه ادارې وشړېدې چي أمريكا شل كلونه پرې پانگوني كړې وې
وروڼو خوېندو!
امريكا غوښتل وتل ئې له أفغانستان پتمن وي او حيثيت ئې خوندي پاته شي؛ د دې لپاره د واشنگتن منصوبه دا وه چي د دوحې په مذاكراتو كي پر يوه موقت حكومت توافق وشي، قدرت په سوله ايزه توگه دې حكومت ته انتقال شي، اردو، امنيتي ځواكونه، د استخباراتي ادارو پرسونل، ملكي إدارات او مأمورين ئې پر خپل حالت پاته شي، پنتاگون او سي آى اې پر دې ټينگار كولو چي په انتقالي مرحله كي د أمريكا 2500 سرتېري په افغانستان كي پاته وي. خو كله چي دا وروستۍ غوښتنه ونه منل شوه نو د افغانستان په گاونډيو هېوادو كي ئې د داسي اډو جوړولو هڅي پيل كړې چي له هغه ځاى د فضاء له لاري په افغانستان كي خپل نظامي حضور تضمين كړي او لږ تر لږه د ډرون جهازونو په كارولو سره هره شېبه د عملياتو ترسره كولو مجال او امكان په واك ك...
نور ولوله
حکمتيار: اسلام هغه دين دي چي هر څه ته څرگند او واضح قانون لري
أساسي قانون
نوي حكومت دې ته ضرورت درلود چي د حكومت، اداراتو او چارواكو وظائف او صلاحيتونه او د فرد او ټولني حقوق او تولنيز وجائب تثبيت او مشخص كړي. څو بديلونه ئې په مخكي درلودل: 1- نوى أساسي قانون تصويب او وړاندي كړي. 2- له مخكنيو أساسي قوانينو يو ترې غوره كړي. 3- يوه مختصره لائحه چي ټول ضروري او عاجل مسائل ئې احتواء كړي وي؛ تهيه او وړاندي كړي. دا ئې كولى شو چي د دې لائحې په تهيه كولو كي ئې له مخكنيو أساسي قوانينو او په دې اړه وړاندي شوو طرحو استفاده كړې وى.
په دې دريو بديلونو كي غوره او عملي ئې دا درېيم بديل دئ، دا ځكه چي نوى قانون كافي وخت ته ضرورت لري او دا كار فقط يوه داسي لويه جرگه كولى شي چي د ټول أفغان ولس واقعي ممثل او غړي ئې د ملت منتخب استازې وي. همدا راز مخكني ...
نور ولوله
