No-IMG

حکمتیار: ځيني كړۍ د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د وروري او يووالي مانع کيږي

ځيني كړۍ هڅه كوي چي د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د وروري او يووالي مانع شي او ستونزي رامنځته كړي!

موږ تر نن وړاندي د هيڅ حكومت حمايت نه دئ؛ دا ځكه چي مخكني حكومتونه مفسد او د پرديو لاسپوڅي وو؛ دا لومړى ځل دئ چي موږ د طالبانو د حكومت بلاقيد و شرط ملاتړ او حمايت اعلان كړ؛ د حمايت تر څنگ مو د حزب اسلامي غړو او افغان ولس ته دا هم وويل چي طالبانو ته فرصت وركړئ، د ستونزو په حلولو كي ئې مرسته وكړئ او كه څوك شرارت وكړي او وغواړي  افغانستان مخكني حالت ستون كړي او د بل جنگ اور بل كړي بايد په ټول توان طاقت د شريرو پردي پالو ځواكونو په وړاندي كلك ودرېږي او توطئې شنډي كړي. خو ځيني كړۍ هڅه كوي چي د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د وروري او يووالي مانع شي او ستونزي رامنځته كړي، په همدې لړ كي مو له ځينو سيمو شكايتونه ترلاسه كړي چي د حزب اسلامي ځيني غړي يا ځورول شوي او يا محبوس شوي؛ په تېرو دوه دريو ورځو كي د حزب اسلامي يو مشهور غړى احساني توخي په سپين بولدك كي نيول شوى او په جلال آباد كي د انجنير محمد آصف احمدزي په كور بريد شوى او څلور وروڼه ئې نيولي او له ځان سره بېولي، موضوع له چارواكو سره ياده شوې؛ هيله ده ستونزه حل او د عدم تكرار په اړه ئې لازم اجراءات وشي. بايد د هغو مخنيوى وشي چي ستر مصلحتونه د شخصي رقابتونو قرباني كوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک