حکمتیار: دښمنان په كمين او د يوه بل جنگ پيلولو په لټه كي دي او تيارى ورته نيسي
افغانستان له يوه بل حساس پړاو تېرېږي، دښمنان په كمين كي دي، شرارتونه كوي، د يوه بل جنگ پيلولو په لټه كي دي او تيارى ورته نيسي، له يوې خوا د امريكا او په ناټو كي د شاملو هېوادو گواښونه او تهديدونه، چي غواړي خپله شرمېدلې ماته او سپك شوى حيثيت؛ جبران كړي. د افغانستان فضائي حريم په مكرره توگه نقض كوي، ډرون جهازونه ئې د افغانستان په فضاء كي چورلي، وايي: د تروريستانو خلاف بريدونه به ئې دوام كوي او په دې اړه د طالبانو اجازې ته ضرورت نه لرو، د افغانستان بانكي پانگي ئې منجمد كړې، د تحريمونو په وضع كولو سره ئې گراني او د ضروري توكيو د كمښت ستونزه راولاړه كړې، هڅه كوي چي هيڅ هېواد د افغانستان نوى حكومت په رسميت ونه پېژني. د دغو هڅو په نتيجه كي د اسلامي هېوادو هغو حكومتونو هم نوى حكومت په رسميت ونه پېژندو چي طمع وه له ځنډ پرته به دا حكومت مني او ديپلوماتيكي اړيكي به ورسره پيلوي. متأسفانه د دغو هېوادو وضعيت داسي دئ چي نشي كولى په مهمو نړۍ والو قضاياوو كي مستقل دريځ غوره كړي، ځينو د افغانستان په اشغال كي د شوروي ملتيا وكړه او ځينو د ناټو!! كه دوى غواړي چي د افغانانو تر منځ روغه جوړه وكړي نو لار ئې دا نه ده چي د غربي اشغالگرانو ملگرتيا وكړي او د افغانستان د نوي حكومت د منلو په ارتباط هغه شرائط وضع كړي چي امريكا او اروپا وضع كړي، مگر نشي كولى رغنده، سالم او مستقل دريځ غوره كړي، داسي چي هم نوى حكومت په رسميت وپېژني او هم د روغي جوړي او پراخ بنسټ حكومت رامنځته كولو لپاره په مستقله او صادقانه توگه هڅه وكړي. نه دا چي له اشغالگرانو سره همغږي شي او د غرب د يوه بل لاس پوڅي حكومت د رامنځته كېدو لپاره لار پرانيزي.
له بلي خوا د مسكو له چارواكو داسي څه اورو چي جنگي شعارونو ته ورته دي؛ او له افغانانو سره ئې دا اندېښني راولاړي كړې چي ښايي مسكو به يو ځل بيا له امريكا سره د يوه بل جنگ په تپلو كي ملگرتيا وكړي. د افغانستان پولي ته نږدې د روسي ځواكونو فعال حضور او د تحركاتو تشديد د افغانانو اندېښنې زياتي كړې، مخكي ئې د اوزبكستان او تاجكستان په اشتراك نظامي مانور ترسره كړ؛ اورېدل كېږي چي غواړي يو ځل بيا دې ته ورته خو د مشترك المنافع هېوادونو د ځينو نورو غړو په گډون پراخ نظامي مانور ترسره كړي، د همدغو هېوادونو له امنيتي مسئولينو سره د پوتين آن لاين ناسته او ويډيو كنفرانس او د افغانستان د حساس او ترينگلي وضعيت په اړه د هغه اظهارات همدا مطلب په گوته كوي. د ده دا وينا عادي نه ده چي وئې ويل: له افغانستان د مشترك المنافع هېوادو غړو ته امنيتي گواښ متوجه دئ!!
د ښاغلي پوتين دې وينا هم د افغانانو اندېښني زياتي كړې دي چي وئې ويل: یو شمېر تروریستي ډلي چي له داعش سره تړاو لري او په عراق او سوريې كي ئې د جنگ تجربې ترلاسه كړې؛ افغانستان ته راانتقال شوې او په فعاله توگه د منسجم كېدو په حال كي دي!! د دوى له لوري مشترك المنافع هېوادو ته گواښونه متوجه دي چي د مخنيوي لپاره ئې بايد لازم گامونه واخيستل شي!! ښاغلي پوتين دا ونه ويل چي څوك داعش راانتقالوي او له كومي لاري؛ البته د داسي اظهاراتو او تورونو مخينې ته په پام سره جوته ده چي هدف ئې امريكا او ملگري ئې دي!! خو امريكا اوس له عراق او سوريې افغانستان ته نه زمكنۍ لار لري او نه فضائي، كه د زمكي له لاري راځي نو يا د ايران له لاري راتلى شي او يا د شمالي گاونډيو له لاري.
په داسي حال كي چي د تروريزم رېښې له افغانستان بهر دي، له اشغالگرانو سره يو ځاى راغلي او د هغوى په فعال شتون كي ټوكېدلي، معمولاً گوندي تروريزم د دولتي تروريزم زېږنده وي، اصلي تروريستان استعماري ځواكونه دي، تروريستان نه مخكي له عراق او سوريې افغانستان ته راغلي او نه اوس، دلته نن يو عراقي او سوري جنگيالى هم نشته، جنگ او تروريزم سره تړلي دي، جنگ شوروي اتحاد او متحده ايالاتو پر افغانستان تحميل كړ، تروريزم دوى زېږولى او پاللى. او د يوې پلمې په توگه ئې ترې استفاده كړې، په افغانستان كي ډېرى تروريستي عمليات د اشغالگرانو استخباراتي شبكو تر سره كړې؛ خو لاس ئې د داعش په لمنه پاك كړي، خپل تروريستي عمليات ئې د داعش له مجهول آدرس اعلان كړي او مسئوليت ئې هغوى ته منسوب كړى،
دوى پر افغانستان د يوه بل جنگ تپلو اراده لري، دا جگړه به له داعش سره د جنگ په نامه پيلوي؛ نه د افغانستان د بيا اشغال يا د اوسني حكومت د ړنگولو په نامه! د همدې لپاره ئې د داعش د فعاليتونو او خطر په اړه تبليغات پراخ كړي، د كندز د شيعه استوگنو په جومات كي وروستۍ وحشيانه چاودنه د هغو اسخباراتي شبكو كار دئ چي د بل جنگ پيلولو لپاره لار آوارول ئې مأموريت دئ. له دې وحشيانه عملياتو داعش ته هيڅ گټه نه رسېږي، بلكي د ولس له لازياتي كركي سره ئې مخامخ كوي او حيثيت ئې صدمه گوري؛ داسي هېواد هم نشته چي د داسي عملياتو په بدل كي تروريستانو ته جائزه وركړي، هغو ته ئې گټه رسي چي د اوسني حكومت ړنگول ئې د نظامي او استخباراتي سټراټيژي أساسي برخه ده.
له بلي خوا گورو چي په تاجكستان كي د مقاومت په نامه د يوې جنگي ډلي فعاليتونه تشديد او د افغانستان هغه دښمنان په كي راغونډېږي چي هم د شوروي اتحاد كرايي جنگيالي وو او هم د ناټو!! امام علي رحمن دوى ته پناه وركړې او د دوى په وياند او سرسخت مدافع بدل شوى. په همدې ارتباط پاريس ته تللى، د فرانسې جمهور رئيس د اليزه قصر كي ورسره ليدلي او هغه ته ئې د خپلي مرستي ډاډ وركړى. فرانسه د اسلام او مسلمانانو ضد هڅو كي مخكښ ده؛ د شمالي ټلوالي او په ځانگړې توگه د شورى نظار په زېږولو، پړسولو او جنگ ته چمتو كولو كي ئې فعاله ونډه وه، مخكي ئې د حزب اسلامي په خلاف وجنگوله او اوس غواړي د طالبانو په خلاف ئې وجنگوي.
